د کابل ښاري ریاست محتسبینو د اولې حوزې له ګذر وکیلانو او دیني عالمانو سره د ناوړه دودونو د مخنیوي په موخه ناسته وکړه

fazli_admin
Wed, Oct 21 2026 10:04 AM
whatsapp_image_2026-10-20_at_3.10.14_pm.jpeg

د امربالمعروف وزارت اړوند د پلازمېنې کابل ښاري ریاست محتسبینو د خپلو ورځنیو کړنو په لړ کې د اولې امنیتي حوزې له ګذر وکیلانو، دیني عالمانو او مخورو سره د ناوړه دودونو د مخنیوي، د مېرمنو د شرعي حقونو د تأمین، ټولنیز سمون، عامه ذهنیت د سمون او په ټولنه کې د ناوړه دودونو د مخنیوي او پر وړاندې یې د مبارزې او ګډې همکارۍ په موخه ناستې وکړې.

محتسبینو په دې ناسته کې، چې موخه یې په ټولنه کې د ټولو ناوړه کړنو مخنیوی، مېرمنو د شرعي حقونو تأمین او په کارونو کې همغږي رامنځته کول و، له دیني عالمانو او ګذر وکیلانو وغوښتل، څو د هغو بدو پېښو او دودونو په مخنیوي کې له محتسبینو سره مرسته وکړي، چې ټولنه بد لوري ته رهبري کوي.

دغه راز ګډون والو په ټولنه کې د ناوړه دودونو د له‌ منځه وړلو، مېرمنو د حقونو پر تأمین، په کارونو کې د ګډې همکارۍ او د عامه ذهنیت د سمون پر لارو چارو خبرې وکړې او په دې برخه کې یې خپل وړاندیزونه او د همغږۍ طرحې وړاندې کړلې.

ګډونوالو ژمنه وکړه، چې د اسلامي شریعت د حکمونو د پلي کېدو، د ټولنې د اصلاح او د شرعي قوانینو د مؤثر تطبیق په موخه به په ګډه هڅو ته دوام ورکوي او د داسې ناستو جوړول یې د ولس او نظام تر منځ د ښې همغږۍ غوره لار وبلله.

Latest news

Thu, Oct 22 2026 10:07 AM
Background image

Summary of the Ministry’s Activities Over the Past Week.

1. Conducting Reform and Public Awareness Meetings

During the current week, inspectors and preachers of the Ministry for the Promotion of Virtue, Prevention of Vice, and Hearing of. . .

Wed, Oct 21 2026 2:09 PM
Background image

Muhtasibs Held Meetings with Officials of Government and Civilian Institutions in Eight Provinces to Ensure the Implementation of the Law

Officials (Muhtasibs) held meetings with personnel of government and civilian institutions in Kabul and the provinces of Jawzjan, Balkh, Baghlan, Zabul, Maidan Wardak, Takhar, and. . .

BACK TO NEWS