امربالمعروف، نهي عن المنکر او د شکایتونو اورېدلو وزارت په اونۍ کې

fazli_admin
Thu, Nov 05 2026 9:57 AM
jpg


۱- د اصلاحي او عامه پوهاوي غونډو جوړول:
د امربالمعروف، نهی عن المنکر او  شکایتونو اورېدلو وزارت محتسبینو او مبلغینو په دې اونۍ کې د معروفاتو اقامې، منکراتو مخنیوي، د عامه پوهاوي د کچې لوړولو او د پټاقیو او نورو اور اخیستونکو توکو د پېر او پلور د مخنیوي په موخه، له دیني عالمانو، قومي مشرانو او د ټولنې له بېلابېلو قشرونو سره تر ۷۰۰ ډېرې اصلاحي او د پوهاوي غونډې کړې دي، چې د دغو فعالیتونو په پایله کې د ښارونو له بېلابېلو سیمو څخه د پټاقیو او اور اخیستونکو توکو سلګونه زره فیره راټول او له منځه وړل شوي دي.
له بلې خوا، د دغه وزارت نظامي مسؤلینو او محتسبینو د دفاع وزارت، کورنیو چارو وزارت او د استخباراتو لوی ریاست اړوندو نظامي ارګانونو څخه د څارنې ترڅنګ، د وزارت د لارښوونو د پلي کولو او ګډې همغږۍ رامنځته کولو په موخه، له مسؤلینو او منسوبینو سره اصلاحي ناستې کړې دي.
همدارنګه، محتسبینو د بازارونو د چارو د تنظیم، د شرعي احکامو د تطبیق، د احتکار او ګران‌پلورنې د مخنیوي او د پټاقیو او اور اخیستونکو توکو د پېر او پلور د مخنیوي په موخه، له سوداګرو او هټۍوالو سره نږدې ۵۰۰ اصلاحي کړې دي.
۲- د رسنیو او ټولنیزو شبکو څارنه:
د امربالمعروف، نهي عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت د اطلاعاتو او عامه اړیکو ریاست مسؤلینو د وزارت د لاسته راوړنو د خپرولو ترڅنګ، په رسنیو او ټولنیزو شبکو کې د لسګونو سرغړونو مخنیوی کړی او سرغړوونکو اشخاصو او مسؤلینو ته یې لازمې سپارښتنې کړې دي، څو د رسنیزو پروګرامونو او محتوا د خپرولو پر مهال د اسلامي شریعت احکام، دیني ارزښتونه او اخلاقي اصول رعایت کړي.
همدارنګه، یاد ریاست د ځینو روغتیايي مرکزونو له لوري د څېرې د بدلون او د الهي خلقت د تغییر د عملیاتو په تړاو، د دغو مرکزونو مسؤلینو ته سپارښتنه کړې چې له دا ډول روغتیايي فعالیتونو ډډه وکړي او په خپلو فعالیتونو کې د اسلامي شریعت احکام په پام کې ونیسي.
۳- د کوډګرو نیول:
 محتسبینو د خرافاتو پر وړاندې د مبارزې او د اسلامي شریعت له احکامو او دیني ارزښتونو سره د مخالفو کړنو د مخنیوي په موخه په دې اونۍ کې په کابل، پروان، بلخ، بغلان، کندهار او تخار ولایتونو کې ۱۳ هغه کسان نیولي چې د جادو او خرافاتي کړنو په کولو بوخت وو، چې د شرعي پرېکړې په موخه یې عدلي او قضایي ارګانونو ته ور پېژندلي دې.
۴- د شخړو حل او دښمنیو پای ته رسول:
 محتسبینو د دښمنیو د له منځه وړلو او د خلکو ترمنځ د یووالي او ورورولۍ روحیې د پیاوړتیا په موخه، په دې اونۍ کې د دیني عالمانو او قومي مشرانو په همکارۍ، ۱۳ دښمنۍ او ۵۶ شخړې د اسلامي شریعت له احکامو سره سمې حل کړې دي.
۵- د ښځو شرعي حقونو ته رسېدنه:
د امربالمعروف، نهي عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت منسوبینو د ښځو د شرعي حقونو د تأمین په موخه د ښځو د شرعي حقونو اړوند ۱۲۷ قضیو ته رسېدنه کړې ده.
په دغو قضیو کې ظلم، اجباري نکاح، میراث ، مهر، نفقه، د شرعي نکاح د زمینې برابرول او طلاق شامل دي.

Latest news

BACK TO NEWS