کابل؛ محتسبینو دوه کوډګر د کوډو او جادو له وسایلو سره یو ځای نیولي دي

fazli_admin
Mon, Nov 09 2026 10:01 AM
whatsapp_image_2026

 محتسبینو په پلازمېنه کابل پنځمه امنیتي حوزه کې هغه کوډګر، چې د دم او تعویذ په نومونو یې د کورنیو ترمنځ نفاق او ستونزې راولاړولې او له خلکو څخه یې د پیسو په بدل کې د کوډو او جادو ناوړه کړنې تر سره کولې له ګڼ شمېر سحري کتابونو او غیر شرعي تعویذونو سره یوځای نیولي دي.

 مسؤولین وایي، چې د سیمې د خلکو له شکایت وروسته یې هغه کوډګر له سحري کتابونو او د کوډو له وسایلو سره یو ځای نیولي چې د کورنیو ستونزو د حل په پلمه یې له خلکو څخه پیسې اخیستلې او ناروا کړنې یې تر سره کولې چې د لا نورو څېړنو په موخه به عدلي او قضایي ارګانونو ته ور وپېژندل شي.

محتسبین همدا زار ډاډ څرکندوي، چې هېڅ چا ته به اجازه ورنه کړي، څو په ټولنه کې خرافاتي او غیر شرعي کړنې ترسره کړي او له خلکو غواړي چې د ورته شومو پدیدو په له منځه وړلو کې له محتسبینو سره همکاري وکړي.

Latest news

Sun, Nov 08 2026 9:36 AM
Background image

A minor girl was saved from a forced marriage through the efforts of Muhtasibs in Zabul Province

Officials (Muhtasibs) of the Directorate for the Promotion of Virtue and Prevention of Vice in Zabul Province, demonstrating their commitment to women's rights and aiming to prevent. . .

BACK TO NEWS