امربالمعروف، نهي عن المنکر او د شکایتونو اورېدلو وزارت په اونۍ کې

fazli_admin
Thu, Nov 19 2026 9:13 AM
whatsapp_image_2026-11-18_at_4.40.15_pm.jpeg

۱- د اصلاحي او عامه پوهاوي غونډو جوړول:

د امربالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت محتسبینو او مبلغینو په دې اونۍ کې د معروفاتو اقامې، منکراتو مخنیوي، د عامه پوهاوي د کچې لوړولو په موخه، له دیني عالمانو، قومي مشرانو او د ټولنې له بېلابېلو قشرونو سره تر ۷۰۰ ډېرې اصلاحي او د پوهاوي غونډې کړې دي.

له بلې خوا، د دغه وزارت نظامي مسؤلینو او محتسبینو د پلازمېنې کابل په ګډون په ځینو ولایتونو کې له نظامي ارګانونو څخه د څارنې ترڅنګ، د وزارت د لارښوونو د پلي کولو او ګډې همغږۍ رامنځته کولو په موخه، له مسؤلینو او منسوبینو سره اصلاحي ناستې کړې دي.

همدارنګه، محتسبینو د بازارونو د چارو د تنظیم، د شرعي احکامو د تطبیق، د احتکار او ګران‌پلورنې د مخنیوي او د پټاقیو او اور اخیستونکو توکو د پېر او پلور د مخنیوي په موخه، له سوداګرو او هټۍوالو سره نږدې ۳۰۰ اصلاحي کړې دي او له سوداګرو یې غوښتي چې خپلې ورځنۍ تجارتي کړنې له دیني اصولو سره سمې تر سره کړي.

د رسنیو څارنه:

دغه راز د یاد وزارت د اطلاعاتو او عامه اړیکو ریاست مسؤلینو د وزارت د لاسته راوړنو د خپرولو ترڅنګ، په رسنیو او ټولنیزو شبکو کې د لسګونو سرغړونو مخنیوی کړی او سرغړوونکو اشخاصو او مسؤلینو ته یې لازمې سپارښتنې کړې دي، څو د رسنیزو پروګرامونو او محتوا د خپرولو پر مهال د اسلامي شریعت احکام، دیني ارزښتونه او اخلاقي اصول رعایت کړي.

۳- د کوډګرو نیول:

 محتسبینو د خرافاتو پر وړاندې د مبارزې او د اسلامي شریعت له احکامو او دیني ارزښتونو سره د مخالفو کړنو د مخنیوي په موخه په دې اونۍ کې په کابل، کاپیسا، فاریاب، ننګرهار، پروان، بلخ او غزني ولایتونو کې ۱۰ هغه کسان نیولي چې د جادو او خرافاتي کړنو په کولو بوخت وو، چې د شرعي پرېکړې په موخه یې عدلي او قضایي ارګانونو ته ور پېژندلي دې.

۴- د شخړو حل او دښمنیو پای ته رسول:

 محتسبینو د دښمنیو د له منځه وړلو او د خلکو ترمنځ د یووالي او ورورولۍ روحیې د پیاوړتیا په موخه، په دې اونۍ کې د دیني عالمانو او قومي مشرانو په همکارۍ، په مرکز او ځینو لایتونو کې  ۹ دښمنۍ او ۸۱ شخړې د اسلامي شریعت له احکامو سره سمې حل کړې دي.

۵- د ښځو شرعي حقونو ته رسېدنه:

د امربالمعروف، نهي عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت منسوبینو د ښځو د شرعي حقونو د تأمین په موخه د ښځو د شرعي حقونو اړوند ۱۰۴ قضیو ته رسېدنه کړې ده.

په دغو قضیو کې ظلم، اجباري نکاح، میراث ، ولور، نفقه، د شرعي نکاح د زمینې برابرول او طلاق شاملې دي.

Latest news

Wed, Nov 18 2026 9:54 AM
Background image

Religious Awareness and Reform Programs Held in Four Provinces to Promote the Observance of Sharia Rulings at Engagement and Wedding Ceremonies

Officials (Muhtasibs) of the Ministry for the Promotion of Virtue, Prevention of Vice, and Hearing of Complaints of IEA, held religious awareness and reform meetings in Takhar, Laghman,. . .

Tue, Nov 17 2026 2:23 PM
Background image

Farah Hosts Meeting on Amir al-Mu’minin’s Decrees and Islamic Hijab with Hundreds of Religious Scholars

A major reform and awareness-raising meeting on the implementation of the decrees of the Honourable Amir al-Mu’minin, the Law on the Promotion of Virtue and Prevention of Vice, and. . .

BACK TO NEWS