امربالمعروف د اسلامي نظام اساس دی

org_admin
Sun, Apr 24 2022 9:01 AM
popve

۱۳۴۳/۹/۲۱

د میدان وردګ ولایت د امربالمعروف، نهي عن المنکر او شکایتونو اورېدلو ریاست له لوري د دې ریاست ټولو کارکونکو او محتسبینو ته د اړینو او لازمو لارښوونو په اړه یو ورځنی سمینار ورکړل شو.

یاد سمینار ته د میدان وردګ د امربالمعروف رئيس مولوي محمد عالم ناصح وویل: امربالمعروف د اسلامي نظام اساس دی، چې د دې ادارې قوت او پرمختګ د ټول نظام استحکام دی او موږ باید د دې استحکام د رامنځته کولو له پاره تر هرڅه وړاندې ځانونو په اسلامي شریعت برابر کړو.

مولوي ناصح وویل: موږ باید د ملت او دولت ترمنځ واټن راکم کړو او په ډېر حکیمانه ډول باید مسلمانان له منکراتو راوکرځوو او پر هغوی يې غږ وکړ چې په خپلو دندو کې له صداقت او ایماندارۍ کار واخلئ.

دغه راز د دې سمینار په وروستیو کې یو شمېر محتسبینو ته خپل یونفورم هم توزیع شو

Latest news

Thu, Aug 21 2025 9:48 AM
Background image

وزارت امر بالمعروف نهی عن المنکر و سمع شکایات در یک هفته

وزارت امر بالمعروف، نهی عن المنکر و سمع شکایات امارت اسلامی افغانستان، در راستای تحقق ارزش‌های والای اسلامی، تقویت عدالت اجتماعی و ترویج فضایل اخلاقی، طی هفته اخیر اقدامات مؤثری را در. . .

Mon, Mar 24 2025 10:54 AM
Background image

Muhtasibeen Resolve Conflict in Baghlan and Prevent Forced Marriage

Muhtasibeen in Dandghori, Baghlan, resolved a dispute that had led to a tribal decision to exchange a girl in bad marriage (forced marriage). They emphasized the importance of. . .

BACK TO NEWS