محتسبین؛ هڅه وکړئ چې روژه کې نيک عملونه زیات کړئ تر څو له زیات ثوابه برخمن شئ

org_admin
Sun, Apr 24 2022 12:53 PM
mopvpe

یکشنبه، رمضان۲۳، ‍۱۴۴۳

په لوګر، فراه، بغلان او جوزجان ولایتونو کې محتسیبنو د روژې په میاشتې وینا درلودې، چې پکې خلک تشویق شول، تر څو د اړمنو لاسنیوی وکړي او خپل مال د خدای په لاره کې مصرف کړي.

د راپورنو له مخې محتسبینو په لوګر ولایت کې خلک وهڅول تر څو د روژې د فطر صدقې روژې میاشت کې اړمنو ته ورکړي، تر څو هغوی پرې خپلې اړتیاوې پوره کړي.

همدا شان د لوګر ولایت محتسبینو د یاد ولایت د مکتبونو له زده کوونکو سره په بېلابېلو غونډو کې له هغوی وغوښتل تر څو نظافت مراعات کړي او د والدینو احترم وساتي، زیاته یې کړه، که زده کوونکې غواړي چې د کړي علم څخه فایدمن شي، نو د خپلو استادانو دې ډېر احترام ساتي.

د یو بل خبر پر بنسټ، د فراه ولایت بکواه ولسوالۍ کې د محتسبینو لخوا مجاهدینو او نظامي منسوبینو ته اصلاحي، تربیتي غونډې جوړې شوې، چې په ترڅ کې یې هغوی ته د امیرالمؤمنین فرمان واورول شو.

دا غونډه چې د بکواه والسوالۍ د هفت محل سمیه کې جوړه شوې وه او پکې د یادې ولسوالۍ ولسوال او امینه قومندان هم ګډون کړی د یادو فرمانونو په اړه د همغږۍ را منځ ته کولو او عملي کولو باندې خبرې وشوې
په یادو فرمانونو کې امنیتي ځواکونو ته توصیه شوې وه، چې باید له کبر، غرور، ظلم او خیانت څخه ځانونه وساتي او کم عمره کسان له خپلو لیکو وباسي.

د بغلان ولایت، د دوشي ولسوالۍ د امریت یو تن محتسیب مولوي عتیق الله د قرانکریم د ختم مراسمو کې چې د امام ابوحنیفه په جومات کې ترتیب شوې ول، وینا وکړه، خلکو ته یې وویل: چې د خیر کړنې وکړئ او د شپې لمونځونه ٬٬ تهجد ٬٬ ترسره کړئ.

د دې غونډو په دوام کې؛ د جوزجان ولایت د مرادیانو ولسوالۍ کې د محتسبینو د یوې جلسې په ترڅ کې د جوماتونو له امامانو، داعیانو او ځوانانو وغوښتل چې اقلا د روژې وروستیو لسو شپو کې په ځانګړي ډول ۲۱ – ۲۳ -۲۵ – ۲۷ – ۲۹ د محل خلک او جومات کې ناست دې لمونځونه وکړي، تر څو تر منځ مینه، الفت او خواخوږي را منځ ته شي او کامل ثواب هم ترلاسه کړي.

Latest news

Sat, Jun 27 2026 3:34 PM
Background image

In Balkh Province, a woman obtained her Shariah right to mahr (dower) through the efforts of the Muhtasibs

Officials (Muhtasibs) of the Ministry for the Promotion of Virtue in Balkh Province, reaffirming their commitment to protecting women's rights and acting in accordance with the six. . .

Sat, Jun 27 2026 3:27 PM
Background image

In Zabul Province, a woman obtained her Shari’ah right to inheritance through the efforts of the Muhtasibs

Officials (Muhtasibs) of the Ministry for the promotion of Virtue, Prevention of Vice, and Hearing of Complaints of IEA, in Zabul Province, in line with their commitment to protecting. . .

Sat, Jun 27 2026 2:05 PM
Background image

Muhtasibs resolved 7 cases of enmity and disputes across 4 provinces

The Muhtasibs (inspectors) of the Ministry for the promotion of Virtue, Prevention of Vice, and Hearing of Complaints of IEA, resolved seven cases of longstanding enmities and disputes. . .

BACK TO NEWS