بغلان کې د امربالمعروف د مسؤلینو په منځګړیتوب څو کلنه حقوقي دعوه حل شوه

org_admin
Mon, Apr 25 2022 1:35 PM
mopvpe

دوشنبه، رمضان ۲۴، ۱۴۴۳

د بغلان ولایت په برکي ولسوالۍ کې د دوو کسانو ترمنځ د ځمکې پر سر څو کلنه دعوه د همدې ولسوالۍ د امرالمعروف، نهي عن المنکر او شکایتونو اورېدلو امریت په منګړیتوب حل او پای ته ورسېده.

د محمد امان ولد میاخان او پیرمحمد ولد میر محمد ترمنځ د ځمکې پر سر دا دعوه له ډېرې اوږدې مودې راهیسې د لانجې له امله همداسې پاتې وه، خو له دعوه کوونکو څخه يې یوه يې د برکي ولسوالۍ د امرالمعروف، نهي عن المنکر او شکایتونو اورېدلو امریت سره شریکه کړه.

د يادې ولسوالۍ د امربالمعروف امر د دواړو لوریو د خبرو له اورېدو وروسته دا دعوه د علماوو او قومي مخورو په واسطه د اسلامي شریعت په رڼا کې حل کړه.

یاده دې وي چې د دعوې دواړو اړخونو د برکي ولسوالۍ د امربالمعروف امریت له نوښت مننه وکړه او د دوی له پرېکړې يې خوښي څرګنده کړه.

Latest news

Thu, Aug 21 2025 9:48 AM
Background image

وزارت امر بالمعروف نهی عن المنکر و سمع شکایات در یک هفته

وزارت امر بالمعروف، نهی عن المنکر و سمع شکایات امارت اسلامی افغانستان، در راستای تحقق ارزش‌های والای اسلامی، تقویت عدالت اجتماعی و ترویج فضایل اخلاقی، طی هفته اخیر اقدامات مؤثری را در. . .

Mon, Mar 24 2025 10:54 AM
Background image

Muhtasibeen Resolve Conflict in Baghlan and Prevent Forced Marriage

Muhtasibeen in Dandghori, Baghlan, resolved a dispute that had led to a tribal decision to exchange a girl in bad marriage (forced marriage). They emphasized the importance of. . .

BACK TO NEWS