د هملند امربالمعروف مسؤلین سوداګرو ته: له احتکار څخه په کلکه ډډه وکړئ

org_admin
Mon, May 30 2022 11:16 AM

یکشنبه، شوال ۲۹، ۱۴۴۳

هلمند ولایت کې د امربالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو ریاست مسؤلینو له سوداګرو وغوښتل چې له احتکار ډډه وکړي او په ورته وخت کې یې د ټرانسپورتي شرکتونو له مسؤلینو هم وغوښتل چې د شریعت له ټاکلي اندازې څخه د زیات سفر پر مهال دې بې محرمه ښځینه په موټرونو کې نه سپروي.

د دې ولایت په لښکرګاه ښار کې د امر بالمعروف مسؤلینو له سوداګرو سره د لیدنې پر مهال له هغوی وغوښتل چې له احتکار نه ډډه وکړي ځکه چې دا چاره په اسلام کې ناروا او ناوړه کار دی.

هغوی همدارنګه په ورته وخه کې دټرانسپورټي شرکتونو له مسولینو هم وغوښتل چې، هغه اندازه چې شریعت د میرمنو د سفر لپاره ټاکلې له هغې زیات دې ښځینه له محرم پرته په خپلو موټرونو کې نه سپروي او پر موټرچلونکو یې غږ وکړ چې د سفر پر مهال خپل لمنځونه پر وخت ادا کړي.

دغه راز یې د د مرکزي محبس له مسؤلینو سره تر لیدنې وروسته هغوی ته وویل چې له بندیانو سره نیک او ښه چلند وکړي.

همدارنګه یې د دوهمې، شپږمې او اوومې حوزې اړوند سلمانیانو ته د امر بالمعروف وزارت د احکامو تر بیانولو وروسته وویل چې له ږیرې خریلو دې په کلکه ډډه وکړي او د دوکانونو له شیشو دې هغه ناوړه عکسونه لري کړي چې د سُنت طریقې خلاف وي او اهانت پکې شوی وي

Latest news

Thu, Aug 21 2025 9:48 AM
Background image

وزارت امر بالمعروف نهی عن المنکر و سمع شکایات در یک هفته

وزارت امر بالمعروف، نهی عن المنکر و سمع شکایات امارت اسلامی افغانستان، در راستای تحقق ارزش‌های والای اسلامی، تقویت عدالت اجتماعی و ترویج فضایل اخلاقی، طی هفته اخیر اقدامات مؤثری را در. . .

Mon, Mar 24 2025 10:54 AM
Background image

Muhtasibeen Resolve Conflict in Baghlan and Prevent Forced Marriage

Muhtasibeen in Dandghori, Baghlan, resolved a dispute that had led to a tribal decision to exchange a girl in bad marriage (forced marriage). They emphasized the importance of. . .

BACK TO NEWS