شیخ محمد خالد (الحنفي): د امر باالمعروف لخوا په ۳۴ ولایتونو او ټولو ولسوالیو کې یو کس ته هم اذیت نه دی رسیدلی

org_admin
Thu, Jul 21 2022 10:48 AM
mopvpe

د امر بالمعروف نهی عن المنکر او شکایتونو اوریدلو وزارت سرپرست وزیر شیخ محمد خالد (الحنفي) د پکتیا ولایت کې یوې سترې غونډې ته چې ولایتي مسئولینو، علماء او متنفذینو پکې ګډون درلود و ویل چې د امر بالمعروف او نهی عن المنکر په نوم د هیواد په ۳۴ ولایتونو او تولو ولسوالیو کې چاته اذیت نه دی رسیدلی.

هغه د یوناما د هغه راپور په اړه چې نن نشر شو او پکې راغلي و چې د امر بالمعروف او نهی عن المنکر له لوري به ښځو او انجونو محدودیتونه وضع شوي و ویل چې مونږ څومره د ملت په زورونه زوریږو هیڅ څوک نه زوریږي.

شیخ محمد خالد (الحنفي) زیاته کړه چې مونږ ته اسلام څوارلس سوه کاله وړاندې د بشر حقوق راښودلي او دغه اداره له ۶۶ یا څه باندې کلونو راهیسې ایجاد شوې ده، دوی هغه وخت چیرته وه چې دلته ښخې او ماشومان په بمبارونو او چاپو کې وژل کیدل.

نوموړي زیاته کړه کوم حقوق چې مونږ تشریح کوو، دا حریت او ازادي ده، محدودیت نه ده، هغه حقوق چې الله چاته ورکړي مونږ یې بشپړ رعایت کوو، خو هغه حقوق چې نړیوالو ورکړي او زمونږ له شریعت سره ټکر ولري، مونږ یې په هیڅ معنا نه منو.

هغه و ویل مونږ د قرآن او سنت له لارې اسلامي نظام نافذوو، نړیوال مو ولې نه پریږدي او مداخله کوي؟

مونږ اسلامي او ملي اهداف دواړه پالو.

شیخ محمد خالد وړاندې و ویل له امر بالمعروف سره باید ټولې ولایتي ادارې همکاري وکړي، امر بالمعرږف چې پر کوم کس لاس کیښووده او مجرم یې وباله، باید ولایتي اداره یې حمایت وکړي.

او د یاد وزارت له لوري د فرمانونو به اړه یې و ویل چې د امر بالمعروف په هر فرمان د ټول مشرتابه لخوا غور کیږي، خو که تاسو د امر بالمعروف یا نورو ارګانونو باره کې شکایت لرئ، د شکایاتو مدیریتونه مو هر ولایت کې پرانیستي،کولای شئ مراجعه ورته وکړئ.

هغه په پای کې و ویل نړیوال دې وپوهیږي چې مونږ له دوی سره تعاملات کوو، خو تعامل باید د غلامي په نامه نه وي، څومره چې فشار واچوي، زه په قسم سره وایم، چې مونږ به د اسلام له یوه رکن څخه تیر نه شو، خلکو همداسې نظام غوښته، اوس عادي ژوند راغلی، د ملت او مسؤل ترمنځ هیڅ فرق نه ترسترګو کیږي.

mopvoe

 

Latest news

Mon, Sep 14 2026 10:05 AM
Background image

Officials in Seven Provinces Encouraged and Raised Public Awareness on Observing the Islamic Hijab and Refraining from Listening to Music

Officals (Muhtasibs) of the Ministry for the Promotion of Virtue, Prevention of Vice, and Hearing of Complaints of IEA, in the provinces of Kapisa, Nuristan, Sar-e-Pul, Takhar, Uruzgan,. . .

Mon, Sep 14 2026 9:52 AM
Background image

Monitoring of Commercial Centers by the Ministry officials and the Holding of Reformative Meetings with Shopkeepers and Traders in Three Provinces

Officials (Muhtasibs) of the Ministry for the Promotion of Virtue, Prevention of Vice, and Hearing of Complaints of IEA, in the provinces of Kunduz, Baghlan, and Takhar, as part of. . .

Mon, Sep 14 2026 9:39 AM
Background image

A Girl Rescued from Being Given in “Baad” in Exchange for Peace and Conflict Resolution in Dushi District of Baghlan Province

Following intervention by officials of the Ministry for the Promotion of Virtue, Prevention of Vice, and Hearing of Complaints of IEA, in a family dispute in Dushi District of Baghlan. . .

BACK TO NEWS