محتسبین: لومړنۍ هڅه مو د قومي او ژبني تعصباتو له منځه وړل او د هغوی د حقونو تأمین دی  

fazli_admin
Sun, Aug 10 2025 10:02 AM
hl_akhtlafat_mhtsbyn_.jpg

د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت اړوند د غزني او کونړ ولایتونو محتسبینو د ټولنیز عدالت د تأمین او یووالي په موخه په یادو ولایتونو کې دوه قومي شخړې حل کړې دي.

په یادو ولایتونو کې د محتسبینو له لوري د روغې جوړې په پار په جوړو شویو ناستوکې محتسبینو وویل: د اسلامي امارت او په ځانګړي ډول د امربالمعروف وزارت مسؤلین د قومونو ترمنځ د یووالي او پرمختګ په هڅه کې دي او ژمن دی چې په ټولنه کې د قومي او ژبني تعصباتو په اساس را منځته شوې شخړې له منځه یوسي.
دغه راز  محتسبینو له ښکېلو اړخونو د مننې تر څنګ په ولسي خلکو غږ وکړ، چې د ورته ستونزو او نورو منکراتو په حل او مخنیوي کې له مسؤلینو سره مرسته وکړي.

بلخوا ځایي اوسېدونکي د محتسبینو یادې کړنې ستایي او له هغوی غواړي، چې په ټولنه کې د ورته ناخوالو له منځه وړلو لپاره لا پر وخت او ګړندۍ کړنې هڅې وکړي.

Latest news

Thu, Aug 21 2025 9:48 AM
Background image

وزارت امر بالمعروف نهی عن المنکر و سمع شکایات در یک هفته

وزارت امر بالمعروف، نهی عن المنکر و سمع شکایات امارت اسلامی افغانستان، در راستای تحقق ارزش‌های والای اسلامی، تقویت عدالت اجتماعی و ترویج فضایل اخلاقی، طی هفته اخیر اقدامات مؤثری را در. . .

Mon, Mar 24 2025 10:54 AM
Background image

Muhtasibeen Resolve Conflict in Baghlan and Prevent Forced Marriage

Muhtasibeen in Dandghori, Baghlan, resolved a dispute that had led to a tribal decision to exchange a girl in bad marriage (forced marriage). They emphasized the importance of. . .

BACK TO NEWS