لغمان کې محتسبینو د یوې غیر شرعي نکاح مخنیوی وکړ

fazli_admin
Sat, Aug 16 2025 2:53 PM
d_lghman_wlayt_yw_ajbary_nkah_mkhnwy_shwy_dy.jpg

د لغمان ولایت د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو ریاست محتسبینو د مېرمنو حقونو ته په ژمنتیا د دې ولایت په علینګار ولسوالۍ کې د یوې غیر شرعي نکاح مخنیوی وکړ.

په دې تړاو د یاد ولایت محتسبین وایي: یاده مېرمن چې د لغمان ولایت د علینګار ولسوالۍ اوسېدونکې ده، یوه کس غوښتل، چې په غیر شرعي توګه یې په نکاح کړي، چې د یادې ولسوالۍ محتسبینو پر یاده قضیه له خبرېدو وروسته د د ې ظلم مخنیوی وکړ.

محتسبین ډاډ څرګندوي، چې د ټولنې د ټولو دیني ارزښتونو د خوندي ساتلو لپاره به خپلې هڅې لا نورې هم ګړندۍ کړي.

 بلخوا ځایي اوسېدونکي دا پرېکړه د ټولنیز عدالت د تأمین، د مېرمنو پر وړاندې له تاوتریخوالي د ډکو پېښو د مخنیوي او په ځانګړي ډول د جبري ودونو د مخنیوي غوره ګام بولي.

Latest news

Thu, Aug 21 2025 9:48 AM
Background image

وزارت امر بالمعروف نهی عن المنکر و سمع شکایات در یک هفته

وزارت امر بالمعروف، نهی عن المنکر و سمع شکایات امارت اسلامی افغانستان، در راستای تحقق ارزش‌های والای اسلامی، تقویت عدالت اجتماعی و ترویج فضایل اخلاقی، طی هفته اخیر اقدامات مؤثری را در. . .

Mon, Mar 24 2025 10:54 AM
Background image

Muhtasibeen Resolve Conflict in Baghlan and Prevent Forced Marriage

Muhtasibeen in Dandghori, Baghlan, resolved a dispute that had led to a tribal decision to exchange a girl in bad marriage (forced marriage). They emphasized the importance of. . .

BACK TO NEWS