په بدخشان او غزني ولایتونو کې محتسبینو (۳۳) تنه رواني ناروغان افغاني سرې میاشتې ته د درملنې په موخه ور وپېژندلي دي

fazli_admin
Wed, Sep 10 2025 9:38 AM
jm_awry_33_mryd_rwany_dr_ghzny_w_bdkhshan_19_snblh_1404.jpg

د بدخشان او غزني ولایتونو د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو ریاستونو مسؤلینو د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌ الله د ځانګړي حکم له مخې، او د یوې سالمې ټولنې د رامنځته کولو په موخه (۳۳) تنه رواني ناروغان راټول او د درملنې په موخه یې د افغاني سرې میاشتې ولایتي ریاستونو ته سپارلي دي.

په دې تړاو د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت ته د عالیقدر امیر المؤمنین حفظه الله له لوري حکم شوی، چې د هېواد په کچه رواني ناروغان که نارینه وي که ښځینه راټول او د درملنې په موخه یې افغاني سرې میاشتې ته وسپاري.

د یادولو وړ ده، چې د کندز ولایت محتسبینو هم د امیر المؤمنین حفظه الله د ځانګړي حکم پر بنسټ(۵) تنه رواني ناروغان نیولي او د یاد ولایت اړوند سرې میاشتې ریاست ته یې د درملنې په موخه ور پېژندلي دي .

Latest news

Thu, Aug 21 2025 9:48 AM
Background image

وزارت امر بالمعروف نهی عن المنکر و سمع شکایات در یک هفته

وزارت امر بالمعروف، نهی عن المنکر و سمع شکایات امارت اسلامی افغانستان، در راستای تحقق ارزش‌های والای اسلامی، تقویت عدالت اجتماعی و ترویج فضایل اخلاقی، طی هفته اخیر اقدامات مؤثری را در. . .

Mon, Mar 24 2025 10:54 AM
Background image

Muhtasibeen Resolve Conflict in Baghlan and Prevent Forced Marriage

Muhtasibeen in Dandghori, Baghlan, resolved a dispute that had led to a tribal decision to exchange a girl in bad marriage (forced marriage). They emphasized the importance of. . .

BACK TO NEWS