فراه کې محتسبینو د تېلو ټانګونو له مسؤلینو غوښتي، چې د لېتر له کموالي او د خرابو تېلو له پلور څخه ډډه وکړي

fazli_admin
Sun, Oct 12 2025 8:18 AM
img-20251012-wa0004.jpg

د فراه ولایت د امر بالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدلو ریاست مسؤلینو په بازارونو کې د سود، احتکار، دوکې او وزن کموالي په موخه د خپلو څېړنيزو  کړنو پر مهال د دې ولایت د تېلو ټانکونو له مسؤلینو سره په اصلاحي ناسته کې له هغوی وغوښتل چې د لېتر له کموالي او د خرابو تېلو له پېر او پلور څخه ډډه وکړي.
د دې اصلاحي ناستې پر مهال د امر بالمعروف مسؤلینو د تېلو پمپونو مسؤلینو ته د لیتر کموالي، د تېلو د کیفیت ټیټوالی او د عیب پټولو څخه د ځان ساتلو په برخه کې د سپارښتنو پر مهال وویل څو پخپلو سوداګريزو چارو کې اسلامي اصولو ته بشپړه پاملرنه وکړي.
دغه راز مسؤلینو د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت  د قانون د(۱۸) مې مادې مطابق د ۱، ۲، ۳، او ۴ مې فقرې سره سم  د اسلام په مبارک دین کې د اسلامي سوداګرۍ پر ارزښت خبرې وکړې او له هغوی یې وغوښتل، چې خپلې کړنې له اسلامي اصولو سره سمې تر سره کړي.
محتسبین همداراز ډاډ ورکوي چې په ټولنه کې د منکراتو مخنیوي او معروفاتو اقامې ته ژمن دي او چاته به اجازه ورنه کړي، څو د ټولنې نظم او اسلامي اصول زیانمن کړي.
بل خوا ځایي اوسېدونکي یاد اقدام ستایي او زیاتوي، چې د محتسبینو ورته کړنو په بازارونو کې ګڼ اصلاحات راوستي او اوس د توکو له کیفیت څخه  ډاډه دي.
د یادولو وړ ده، چې محتسبین وخت ناوخت له بازارانو څخه څارنه کوي او د اصلاحي ناستو پر مهال د سوداګرو او هټۍ والو پام خپلو دیني مکلفیتونو ته را اړوي۰

Latest news

Thu, Aug 21 2025 9:48 AM
Background image

وزارت امر بالمعروف نهی عن المنکر و سمع شکایات در یک هفته

وزارت امر بالمعروف، نهی عن المنکر و سمع شکایات امارت اسلامی افغانستان، در راستای تحقق ارزش‌های والای اسلامی، تقویت عدالت اجتماعی و ترویج فضایل اخلاقی، طی هفته اخیر اقدامات مؤثری را در. . .

Mon, Mar 24 2025 10:54 AM
Background image

Muhtasibeen Resolve Conflict in Baghlan and Prevent Forced Marriage

Muhtasibeen in Dandghori, Baghlan, resolved a dispute that had led to a tribal decision to exchange a girl in bad marriage (forced marriage). They emphasized the importance of. . .

BACK TO NEWS