په ننګرهار ولایت کې محتسبینو پر سودي راکړه ورکړه بندیز لګولی

fazli_admin
Sun, Nov 09 2025 8:55 AM
This text will be used by screen readers, search engines, or when the image cannot be loaded.

د ننګرهار ولایت امربالمعروف ریاست مسؤلینو د سوداګریزو چارو د سمون، عدالت د ټینګښت او د خلکو د شرعي ژوند د تضمین لپاره د امربالمعروف قانون د ۱۸ مادې د څلورم بند پر اساس( ۵۸) د سود (ربا) موضوعات په بشپړ ډول حل  کړي او پر خلکو یې ټینګار کړی، چې له دې وروسته دې پخپلو ورځنیو سوداګریزو کړنو له سودي راکړې ورکړې ډډه وکړي.

محتسبینو د بېلا بېلو برخو له سوداګرو سره په اصلاحي ناستو کې هغوی ته وویل: سود (ربا) نه یوازې د اسلام په مبارک دین کې یو ناروا عمل ده بلکي د اسلامي ټولنې د ورور ولۍ، باور او اقتصادي سلامتۍ لپاره خطرناک زیانونه رامنځته کوي، چې مخنیوی یې زموږ او ستاسې دیني او هېوادنی مسؤلیت دی.

بلخوا د پکتیکا پوهنتون د اقتصاد پوهنځي رئیس عبد الله حبیبي د امر بالمعروف وزارت د مسؤلینو یاده کړنه ستايي او زیاتوي چې سودي معاملات د عاید او شتمني د غیر عادلانه وېش یوه لویه منبع ده، چې له لارې یې د ټولنې شتمن خلک نور هم شتمن کېږي او بې وزله او غریب وګړي له سخت غربت سره مخ کېږي، چې مخه نیول یې د اقتصادي سمون او اسلامي سوداګرۍ د دود کولو غوره لار ده.

دا په داسې حال کې ده، چې د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت محتسبین د هېواد په ټولو ولایتونو کې د وزارت د ځانګړو سپارښتنو او جوړو شویو کمېټو پر مټ په بازارونو کې د نرخونو کنټرول، سود او احتکار د مخنیوي په موخه کړنې تر سره کوي چې ور سره په یاده برخه کې د پام وړ تغیرات راغلي دي .

Latest news

Thu, Aug 21 2025 9:48 AM
Background image

وزارت امر بالمعروف نهی عن المنکر و سمع شکایات در یک هفته

وزارت امر بالمعروف، نهی عن المنکر و سمع شکایات امارت اسلامی افغانستان، در راستای تحقق ارزش‌های والای اسلامی، تقویت عدالت اجتماعی و ترویج فضایل اخلاقی، طی هفته اخیر اقدامات مؤثری را در. . .

Mon, Mar 24 2025 10:54 AM
Background image

Muhtasibeen Resolve Conflict in Baghlan and Prevent Forced Marriage

Muhtasibeen in Dandghori, Baghlan, resolved a dispute that had led to a tribal decision to exchange a girl in bad marriage (forced marriage). They emphasized the importance of. . .

BACK TO NEWS