پکتیکا کې د ددو مېرمنو په ګډون یوه شپږ کلنه ماشومه په بدو کې له ورکړې وژغورل شوه
د پکتیکا ولایت د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو ریاست محتسبینو په زېړوک، ارګون او وازیخوا ولسوالیو کې د دوو مېرمنو په ګډون یوه شپږ کلنه ماشومه، چې د کورنۍ غړو یې غوښتل د قتل پر سر د راپورته شوې دښمنۍ د حل په موخه یې په بدو کې ورکړي مخنیوی کړی دی.
په تړاو یې، د یاد ولایت د امر بالمعروف رئیس، مولوي رحمت الله محق وویل: د یادو دوو مېرمنو په ګډون شپږ کلنه ماشومه، چې د کورنۍ غړو یې غوښتل په غیر شرعي ډول یې د دښمنۍ د حل په موخه ورکړي، د محتسبینو له لوري یې مخه ونیول شوه او هېڅ چاته به اجازه ورنکړي، چې د مېرمنو حقوق تر پښتو لاندې کړي.
ښاغلی محق زیاتوي، چې محتسبینو یې ورته مهال د دې ولایت په اووه ولسوالیو کې اته مېرمنې هم له کورني تاوتریخوالي ژغورلې او د کورنیو له غړو یې ژمنه اخیستې چې په راتلونکي کې د داسې کړنو له تکرار ډډه وکړي.
د یادولو وړ ده، چې د دې ولایت محتسبینو په یو بل غوره اقدام کې، د قومي او سمتي دښمنیو د مخنیوي او د یووالي روحیې د پیاوړي کولو په موخه په چهار باران، ګومل او نعمت اباد ولسوالیو کې درې قومي دښمنۍ حل کړې، چې له اوږدې مودې راهیسې یې جریان درلود او ښکیلو اړخونو ته پکې ګڼ مالي او ځاني زیانونه اوښتي وو.
