د امر بالمعروف وزارت د شکایتونو اورېدلو معین بادغیس ولایت ته سفر وکړ

fazli_admin
Tue, Dec 30 2025 9:05 AM
This text will be used by screen readers, search engines, or when the image cannot be loaded.

د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت اړوند د شکایتونو اورېدلو معین شیخ صدیق الله او ور سره مل پلاوي د وزارت مقام د رهبرۍ پر اساس له امارتي مسؤلینو، دیني عالمانو، قومي مخورو، سوداګرو، د بېلا بېلو اتحادیو له غړو او ځایي خلکو سره د امر بالمعروف وزارت د نوي جوړ شوي قانون د اورولو او لا ښه تطبیق په موخه بادغیس ولایت ته سفر وکړ.

د وزارت له لوري استول شوي هیئت چې مشري یې د دې وزارت د شکایتونو اورېدلو مرستیال شیخ صاحب صدیق الله کوله د خپل سفر پر مهال د یاد ولایت له امارتي مسؤلینو، دیني عالمانو، قومي مخورو، سوداګرو، د بېلا بېلو اتحادیو له غړو او ځوانانو سره په بېلابېلو ناستو کې له هغوی وغوښتل، چې پخپلو اړوندو برخو کې د وزارت جوړ شوی قانون په پوره توګه پلی کړي او پر هغوی یې غږ وکړ، چې د یاد قانون په پلي کولو کې له محتسبینو سره مرسته وکړي.

د هیئت غړو پر امارتي مسؤلینو ټینګار وکړ، چې له خلکو سر ه له نرم او غوره چلند څخه کار واخلي او ستونزو ته یې پر وخت رسېدنه وکړي او زیاته یې کړه چې په امارتي اداراتو کې د تخلفاتو مخنیوي ته په پوره توګه ژمن و اوسي.

دغه راز د هیئت غړو له دیني عالمانو، قومي مخورو، سوداګرو او ځوانانو سره په جلا ناستو کې د هغوی کړنې حیاتي وبللې او له هغوی یې وغوښتل چې د عامه ذهنیت د سمون او د ناوړه دودونو په مخنیوي کې له محتسبینو همکاري وکړي.

د یادولو وړ ده، چې د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت له ولري ټاکل شوی هیئت به ټولو ولایتونو ته له ځایي خلکو، دیني عالمانو او ځوانانو سره د همغږۍ او ګډو کړنو په موخه سفرونه وکړي.

Latest news

Thu, Aug 21 2025 9:48 AM
Background image

وزارت امر بالمعروف نهی عن المنکر و سمع شکایات در یک هفته

وزارت امر بالمعروف، نهی عن المنکر و سمع شکایات امارت اسلامی افغانستان، در راستای تحقق ارزش‌های والای اسلامی، تقویت عدالت اجتماعی و ترویج فضایل اخلاقی، طی هفته اخیر اقدامات مؤثری را در. . .

Mon, Mar 24 2025 10:54 AM
Background image

Muhtasibeen Resolve Conflict in Baghlan and Prevent Forced Marriage

Muhtasibeen in Dandghori, Baghlan, resolved a dispute that had led to a tribal decision to exchange a girl in bad marriage (forced marriage). They emphasized the importance of. . .

BACK TO NEWS