زابل کې د محتسبینو له لوري د شکایتونو د ثبت اسانتیاوو په موخه د عامه پوهاوي خبرپاڼې خپرې شوې

fazli_admin
Tue, Feb 24 2026 10:18 AM
dr_zabl_bray_thbt_shkayat_nshst_agahy_dhy_shd.jpeg

د زابل ولایت د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو ریاست مسؤلینو له لوري د ولسي خلکو د حقونو خوندیتوب او او شته ستونزو ته د پر وخت رسېدنې او عامه پوهاوي په موخه خبر پاڼې د مرکز قلات ښار او اړوندو سیمو په بېلابېلو عامه ځایونو کې ولګول شوې، تر څو ولسي خلک وکولی شي خپلې ستونزې د حل په موخه د امر بالمعروف تر مسؤلینو ورسوي.

مسؤلین وایي له دې کاره یې موخه داده، څو ولسي وګړي په دې وپوهول شي، چې که هر ملکي وګړی د کومې امارتي ادارې، نظامي ارګان یا مسؤول شخص له لوري له ظلم، د اداري ناسم چلند او یا حق تلفۍ سره مخ شي، کولای شي خپل شکایتونه په رسمي او قانوني ډول د امر بالمعروف وزارت اړوند ولایتي ریاستونو ته د حل په موخه وړاندې کړي.

مسؤلین زیاتوي، چې ولسي وګړي دې د خپلو ستونزو د حل له ټولو قانوني لارو چارو ګټه واخلي تر څو له شرعي اصولو سره سم په ټولنه کې د هر ډول غیر شرعي کړنو او هر ډول ظلم او بې عدالتۍ  مخه ونیول شي.

د یادولو وړ ده، چې د عامه پوهاوي او د ولسي خلکو د شکایتونو اورېدلو او حل په موخه د خبر پاڼو د وېش لړۍ د هېواد په ټولو ولایتونو کې روانه ده تر څو ولسي خلک په اسانۍ سره خپلې ستونزې د حل په موخه د امر بالمعروف وزارت اړوند ولایتي مسؤلینو سره شریکې کړي.

Latest news

Tue, Oct 20 2026 2:37 PM
Background image

One person arrested on charges of witchcraft in Ishkamish District of Takhar Province

As part of efforts to enforce Islamic Sharia rulings, prevent vice, maintain order, and reform social affairs, officials (Muhtasibs) of the Ministry for the Promotion of Virtue,. . .

Tue, Oct 20 2026 11:16 AM
Background image

Officials from the Military Affairs Directorate of the Ministry for the Promotion of Virtue, visit the Air Brigade of the Ministry of Defense

Officials of the Military Deputy Directorate of the Ministry for the Promotion of Virtue, Prevention of Vice, and Hearing of Complaints of IEA, as part of their ongoing monitoring and. . .

BACK TO NEWS