هرات کې محتسبینو په تېر یوه کال کې  د ۶۷۵ جبري ودونو مخه نیولې

fazli_admin
Wed, Apr 08 2026 8:56 AM
dr_hrat_az_675_nkah_jbry_jlwgyry_shd.jpg

د هرات د امر بالمعروف، نهی عن المنکر ریاست مسؤلینو  د مېرمنو د حقونو خوندیتوب او په دې برخه کې د ناوړه دودونو د مخنیوي په موخه د مېرمنو حقونو اړوند (۶۷۵) بېلابېلې قضیې حل کړې دې.

د دې ولایت د امر بالمعروف رئیس، شیخ عزیزالرحمن المهاجر  وویل، چې په تېر  یوه کال کې محتسبین توانیدلي چې د هرات په ښار او ولسوالیو کې د ۶۷۵ ناخوښه ودونو، کورني ظلم، په بدو کې ورکړې، طلاق، میراث، ولور او ورته نورو اړوندو پېښو مخنیوی وکړي.

د هغه په وینا،  هېڅوک حق نه لري یوه ښځه د هغې له رضایت پرته نکاح کړي، ځکه د ښځې رضا د واده اساسي او مشروع شرط دی او محتسبین تل هڅه کوي چې د جبري ودونو مخه ونیسي او د اسلامي شریعت په چوکاټ کې، د ښځو د حقونو د تأمین لپاره کار وکړي.

Latest news

Wed, Oct 21 2026 2:09 PM
Background image

Muhtasibs Held Meetings with Officials of Government and Civilian Institutions in Eight Provinces to Ensure the Implementation of the Law

Officials (Muhtasibs) held meetings with personnel of government and civilian institutions in Kabul and the provinces of Jawzjan, Balkh, Baghlan, Zabul, Maidan Wardak, Takhar, and. . .

Tue, Oct 20 2026 2:37 PM
Background image

One person arrested on charges of witchcraft in Ishkamish District of Takhar Province

As part of efforts to enforce Islamic Sharia rulings, prevent vice, maintain order, and reform social affairs, officials (Muhtasibs) of the Ministry for the Promotion of Virtue,. . .

BACK TO NEWS