محتسبینو په پکتیا او لوګر ولایتونو کې شپږ مېرمنې له بېلا بېلو ظلمونو څخه وژغورلې

fazli_admin
Mon, Jun 08 2026 8:45 AM
dr_pktya_w_lwgr_shsh_zn_njat_yaft.jpg

د امر بالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت محتسبینو په لوګر او پکتیا ولایتونو کې د مېرمنو د حقونو ورکړې او په دې برخه کې د ناوړه کړنو د مخنیوي په موخه شپږ مېرمنې، چې د ناوړه دودونو پر اساس له ستونزو سره مخ وې او له خپلو شرعي حقونو څخه بې برخې وې له شرعي  حقونو برخمنې کړې.

د محتسبینو په وینا: یادې مېرمنې چې له اوږدې مودې راهیسې د خپلو کورنیو له لوري د ناوړه دودونو او بې معنی غیرتونو په اساس ځورول کېدلې او له خپلو ټولو شرعي حقونو څخه بې برخې وې د محتسبینو په هڅو وژغورل شوې.

محتسبین زیاتوي، چې په پوره توګه د مېرمنو د شرعي حقونو ورکړې ته ژمن دې او هېڅ چاته به اجازه ور نکړي چې د مېرمنو شرعي حقوق تر پښو لاندې کړي.

د یادولو وړ ده، چې د یاد وزارت محتسبینو د هېواد په کچه، د مېرمنو حقونو ته د رسېدنې په برخه کې زرګونه بېلا بېلو قضیو ته رسېدنه کړې، چې پکې د میراث، کورني تاوتریخوالي، ولور، په بدو کې ورکړې او غیر شرعي نکاح ګانو قضیې حل شوې دې.

Latest news

Wed, Oct 21 2026 2:09 PM
Background image

Muhtasibs Held Meetings with Officials of Government and Civilian Institutions in Eight Provinces to Ensure the Implementation of the Law

Officials (Muhtasibs) held meetings with personnel of government and civilian institutions in Kabul and the provinces of Jawzjan, Balkh, Baghlan, Zabul, Maidan Wardak, Takhar, and. . .

Tue, Oct 20 2026 2:37 PM
Background image

One person arrested on charges of witchcraft in Ishkamish District of Takhar Province

As part of efforts to enforce Islamic Sharia rulings, prevent vice, maintain order, and reform social affairs, officials (Muhtasibs) of the Ministry for the Promotion of Virtue,. . .

BACK TO NEWS