پکتیکا کې د محتسبینو په هڅو ۲۵ کلنه دښمني حل او د ښکېلو اړخونو تر منځ روغه وشوه

fazli_admin
Wed, Sep 02 2026 2:25 PM
pktyka_k_d_mhtsbynw_ph_hhw_25_klnh_dsmny_hl_aw_d_sklw_arkhwnw_tr_mnh_rwghh.jpeg

   د پکتیکا ولایت د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو ریاست  محتسبینو د خپل دیني، اخلاقي او ټولنیز مسئولیت له مخې د دیني عالمانو او قومي مخورو په منځګړیتوب د خوشامند ولسوالۍ اړوند عمر خېلو او منارۍ کلیو کې د دوو کورنیو تر منځ د قتل پر سر را پورته شوې ۲۵ کلنه دښمني چې د ګڼو ستونزو لامل شوې وه حل او د دواړو لوریو ترمنځ یې روغه وکړه.

دا اوږد مهاله دښمني، چې د د دوامداره شخړو لامل شوې وه او د یادو کورنیو تر منځ یې واټن او ناخوښي لا پسې پراخه کړې وه د یاد ولایت محتسبینو، د سیمې د دیني عالمانو او قومي مخورو په منځګړیتوب حل او پر دوستۍ بدله کړه.

د روغې جوړې په پار جوړې شوې ولسي ناستې ته د یاد ولایت محتسبینو، دیني عالمانو او قومي مخورو د اسلام په مبارک دین کې  د یووالي پر ارزښت خبرې وکړې او ویې ویل، چې د اسلام مبارک دین موږ ته له ټولو قومي او ژبني تعصباتو لرې د ورور ولۍ په فضا کې د ژوند کولو امر کړی دی، چې باید پخپلو کې له یو بل سره د وروڼو په څېر چلند وکړو.

د یادولو وړ ده، چې د امربالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت ولایتي مسؤلینو تېره اونۍ په ټول هېواد کې اووه لویې دښمنۍ حل کړې او د ښکېلو اړخونو تر منځ یې روغه کړې ده.

Latest news

Wed, Oct 21 2026 2:09 PM
Background image

Muhtasibs Held Meetings with Officials of Government and Civilian Institutions in Eight Provinces to Ensure the Implementation of the Law

Officials (Muhtasibs) held meetings with personnel of government and civilian institutions in Kabul and the provinces of Jawzjan, Balkh, Baghlan, Zabul, Maidan Wardak, Takhar, and. . .

Tue, Oct 20 2026 2:37 PM
Background image

One person arrested on charges of witchcraft in Ishkamish District of Takhar Province

As part of efforts to enforce Islamic Sharia rulings, prevent vice, maintain order, and reform social affairs, officials (Muhtasibs) of the Ministry for the Promotion of Virtue,. . .

BACK TO NEWS