بغلان ولایت کې محتسبینو د دیني عالمانو په منځګړیتوب دوه کلنه دښمني حل کړه

fazli_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۸/۲۷ - ۱۰:۱
This text will be used by screen readers, search engines, or when the image cannot be loaded.

د بغلان ولایت محتسبینو د خپل دیني، اخلاقي او ټولنیز مسؤلیت له مخې،  دیني عالمانو او قومي مخورو مشرانو په منځګړیتوب په خنجان ولسوالۍ کې د دوو کورنیو تر منځ د ناموسي قضیې پر سر راپورته شوې دښمني حل کړه.

دا اوږد مهاله دښمني، چې د یادو کورنیو تر منځ د دوامداره شخړو لامل شوې وه د محتسبینو په هڅو او د سمیې د دیني عالمانو او قومي مخورو په منځکړیتوب حل شوه.

 په دښمني کې ښکېلو اړخونو پردې جوړ جاړي خوښي وښوده او په دې ولایت کې یې د محتسبینو کړنې وستایلې.

د یادولو وړ ده، چې د امر بالمعروف وزارت محتسبینو په ټولنه کې د نورو منکراتو د مخنیوي تر څنګ په تېره یوه میاشت کې د هېواد په کچه د سلګونو لویو او وړو دښمنیو مخه نیولې او په دې پار یې کړنې لا هم دوام لري.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۸/۲۷ - ۱۰:۱
Background image

بغلان ولایت کې محتسبینو د دیني عالمانو په منځګړیتوب دوه کلنه دښمني حل کړه

د بغلان ولایت محتسبینو د خپل دیني، اخلاقي او ټولنیز مسؤلیت له مخې،  دیني عالمانو او قومي مخورو مشرانو په منځګړیتوب په خنجان ولسوالۍ کې د دوو کورنیو تر منځ د ناموسي قضیې پر سر راپورته. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۸/۲۷ - ۹:۳۰
Background image

زابل کې محتسبینو د نرخونو کنټرول او احتکار د مخنیوي تر څنګ تاریخ تېر خوراکي توکي له منځه یو وړل

د امربالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت اړوند د زابل ولایت محتسبینو د اړوندو امارتي ادارو په ملتیا په بازارونو کې د احتکار، سود، نرخونو کنټرول او تاریخ تېر خوارکي او غیر. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۸/۲۷ - ۹:۲۴
Background image

خوست کې د محتسبینو په هڅو یوه نجلۍ د شرعي نکاح له حقوقو برخمنه شوه

د خوست ولایت د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو ریاست مسؤلینو په هڅو یوه ځوانه نجلۍ، چې له تېرو (۶) کلونو راهیسې د نکاح له شرعي حق څخه بې برخې وه او پلار یې ورته د شرعي. . .

BACK TO NEWS