بلخ کې محتسبینو یو تن کودګر له سحري کتابونو او کوډو له وسایلو سره يو ځای نیولی ده.

fazli_admin
شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۸ - ۱۱:۳
whatsapp_image_2026-10-10_at_10.44.27_am.jpeg

 د بلخ محتسبینو د خپلو ورځنیو کړنو پر دوام د دې ولایت په بلخ ولسوالۍ کې هغه کوډګر، چې د دم او تعویذ په نومونو یې د کورنیو ترمنځ نفاق او ستونزې راولاړولې او له خلکو څخه یې د پیسو په بدل کې د کوډو او جادو ناوړه کړنې تر سره کولې له ګڼ شمېر سحري کتابونو او غیر شرعي تعویذونو سره یوځای نیولی دی.

 مسؤولین وایي، چې د سیمې د خلکو له شکایت وروسته یې هغه کوډګر له سحري کتابونو او د کوډو له وسایلو سره یو ځای نیولی چې د کورنیو ستونزو د حل په پلمه یې له خلکو څخه پیسې اخیستلې او ناروا کړنې یې تر سره کولې چې د لا نورو څېړنو په موخه به عدلي او قضایي ارګانونو ته ور وپېژندل شي.

محتسبین همدا راز څرګندوي، چې هېڅ چا ته به اجازه ورنه کړي، څو په ټولنه کې خرافاتي او غیر شرعي کړنې ترسره کړي او له خلکو غواړي چې د ورته شومو پدیدو په له منځه وړلو کې له محتسبینو سره همکاري وکړي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۸ - ۱۱:۳
Background image

بلخ کې محتسبینو یو تن کودګر له سحري کتابونو او کوډو له وسایلو سره يو ځای نیولی ده.

 د بلخ محتسبینو د خپلو ورځنیو کړنو پر دوام د دې ولایت په بلخ ولسوالۍ کې هغه کوډګر، چې د دم او تعویذ په نومونو یې د کورنیو ترمنځ نفاق او ستونزې راولاړولې او له خلکو څخه یې د پیسو په بدل. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۵ - ۹:۵۸
Background image

خوست کې یوه نجلۍ د محتسبینو په هڅو له ناخوښه نکاح څخه وژغورل شوه

د خوست ولایت محتسبینو د مېرمنو د حقونو خوندیتوب او په دې برخه کې د ناوړه پېښو د مخنیوي په موخه په تڼیو ولسوالۍ کې د دیني عالمانو او قومي مخورو په منځګړیتوب یوه مېرمن، چې د کورنۍ غړو یې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۴ - ۱۳:۵۸
Background image

کونړ کې محتسبینو له ځوانانو سره د همغږۍ او  فکري سمون په  موخه ناسته وکړه

 د کونړ ولایت محتسبینو په څوکۍ ولسوالۍ کې له ځوانانو سره د همغږۍ، ناوړه دودونو د مخنیوي، فکري سمون، په ټولنه کې د معروفاتو اقامې او منکراتو مخنیوي په موخه ناسته وکړه.

د محتسبینو له. . .

BACK TO NEWS