د امربالمعروف، نهي عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزیر شیخ الحدیث مولوي محمد خالد الحنفي جنوب ختیځو ولایتونو ته د سفر پر مهال پکتیا کې له دیني عالمانو، متنفذینو او قومي مخورو سره ناسته وکړه

fazli_admin
شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۰ - ۱۵:۰

 د امربالمعروف، نهي عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزیر شیخ الحدیث مولوي محمد خالد الحنفي جنوب ختیځو ولایتونو ته د خپل رسمي سفر پر مهال په پکتیا کې د پکتیکا، خوست، لوګر او غزني ولایتونو له دیني عالمانو، قومي مخورو، متنفذینو او مسؤلینو سره د امربالمعروف، نهي عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت د شرعي قانون د تطبیق، د معروفاتو اقامې او د منکراتو د مخنیوي په موخه ناسته وکړه.

محترم شیخ صاحب د ناستې ګډونوالو ته وویل: په افغانستان کې د حاکم اسلامي نظام ساتنه او دفاع تر هر چا وړاندې ستاسې مسؤولیت دی، ځکه نظام اسلامي دی شرعي امیر لری او په راس کې یې ټول علماء دي. د اسلامي امت رهبري د علماوو مسؤولیت دی، ځکه باید له اسلامي نظام څخه په کلکه دفاع او ساتنه وکړئ.

شیخ صاحب زیاته کړه: زموږ د څلورو لسیزو جهاد هدف د بشپړ او مطلق شریعت تطبیقول دي، تر څو مو چې په ټوله جغرافیه کې دین په بشپړ ډول نه وي حاکم کړی، ټول به مسؤول یو!

دغه راز شیخ صاحب د خپلو خبرو پر مهال وویل: په تېر شل کلن اشغال کې یرغلګر د فزیکي اشغال تر څنګ فکري اشغال ته ډېر متوجه وو. دوی د افغانانو د بې‌لارې کولو، پر دین د خلکو بدګمانه کولو او دیني ارزښتونو د بدنامۍ لپاره په بېلابېلو لباسونو کې کار وکړ، چې اوس د دې ټولو بدیو مخه نیول زموږ او ستاسې شرعي مسؤلیت دی.

د ناستې په پای کې له یادو ولایتونو راغلیو علماء کرامو، متنفذینو او قومي مخورو هم پخپل وارسره خبرې وکړې او د امربالمعروف نهی عن المنکر د شرعي قانون په تطبیق کښي له محتسبینو سره مرسته او په ټولنه کې د معروفاتو اقامه او د منکراتو مخنیوی یې خپل شرعي مسؤلیت یاد کړ.

د یادولو وړ ده، چې د امربالمعروف، نهي عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزیر شیخ الحدیث مولوي محمد خالد الحنفي څو ورځې وړاندې شمالي ولایتونو ته د سفر په لړ کې  د بدخشان، تخار، بغلان، بلخ، سمنگان، جوزجان، فاریاب، کندز او سرپل ولایتونو له دیني عالمانو، متنفذینو او قومي مخورو سره هم ناستې وکړې او د ولایتي سفرونو دا لړۍ به دوام ولري.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۰ - ۹:۴۱
Background image

محتسبینو په شپږو ولایتونو کې له دیني عالمانو، قومي مخورو او ځوانانو سره د ناوړه دودونو د مخنیوي په موخه ناستې وکړې

محتسبینو په پکتیکا، پکتیا، غزني، ننګرهار، لغمان او لوګر ولایتونو کې له دیني عالمانو، قومي مخورو او ځوانانو سره د ناوړه دودونو د مخنیوي، ټولنیز سمون، عامه ذهنیت د سمون او په دې برخه کې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۰ - ۹:۲۹
Background image

محتسبینو په پنځو ولایتونو کې له سوداګرو او هټۍوالو سره اصلاحي ناستې وکړې

محتسبینو د پلازمېنې کابل په ګډون په سرپل، کاپیسا، زابل او نورستان ولایتونو کې د سالم اقتصادي نظام د رامنځته کولو، نرخونو کنټرول، تاریخ تېر موادو له منځه وړلو، سود، احتکار او په ترازو کې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۹ - ۹:۲۴
Background image

محتسبینو په دایکندي او تخار ولایتونو کې دوه کوډګر نیولي دي

  محتسبینو په تخار او دایکندي ولایتونو کې د خپلو کړنو پر دوام دوه هغه کوډګر، چې د دم او تعویذ په نومونو یې د کورنیو ترمنځ نفاق او ستونزې جوړولې او له خلکو څخه یې د پیسو په بدل کې د کوډو. . .

BACK TO NEWS