د امربالمعروف وزارت اړوند د دعوت او ارشاد عمومي ریاست له لوري د اخیستل شوې ازموینې پایلې اعلان شوې
د امربالمعروف، نهي عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت اړوند د دعوت او ارشاد عمومی ریاست له لوري د تدریس شوي نصاب د اخیستل شوې ازموینې پایلې اعلان او ممتازو کارمندانو ته ډالۍ ورکړل شوې.
د ازموینې د پایلو د اعلان په پار جوړه شوې ناسته کې چې د دې وزارت مرستیالانو، رئیسانو او کارمندانو ګډون درلود مسؤلینو وویل: د امیرالمؤمنین حفظه الله د حکم پر اساس جوړ شوی نصاب چې پکې د عقیدوي جوړښت، فکري روزنې، د اسلام د لومړنیو احکامو د زده کړې، اسلامي نظام د پالیسۍ د تشریح او ورته نورو مهمو موضوعات باندې بحث کېږي چې په دوامداره توګه په ټولو ملکي او نظامي ادارو کې د ټاکل شوو مدرسینو له لوري تدریس کېږي.
د ناستې په جریان کې هغه ممتاز کارمندان چې په ازموینه کې د لوړو نمرو په اخیستلو بریالي شوي وو، د رهبري له لوري په ډالیو ونازول شول او ناسته د دعایې په ویلو سره پای ته ورسېده.
