د بغلان ولایت د امر بالمعروف مسؤلینو په بدو کې د یوې نجلۍ د ورکړې مخه ونیوله

fazli_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۶/۱۸ - ۸:۴۲
d_bghlan_wlayt_yw_njly_wzhghwrl

د بغلان ولایت د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو ریاست مسؤلینو  د ټولنیز عدالت د تأمین او د خپل ټولنیز مسؤلیت له مخې په برکي ولسوالۍ کې د یوې نجلۍ په بدو کې د ورکولو د ناوړه پېښې مخه ونیوله.

په دې تړاو یاد ولایت د امر بالمعروف مسؤلینو وویل: یاده ځوانه نجلۍ چې د کورنۍ غړو یې غوښتل د حقوقي مسائلو پر سر د را پورته شوې دښمنۍ د حل په موخه یې مقابل لوري ته په غیر شرعي ډول په نکاح کړي، چې د د ې ولایت د امر بالمعروف د مسؤلینو له لوري یې مخه ونیول شوه.

بلخوا ځایي اوسېدونکي دا پرېکړه د ټولنیز عدالت د تأمین، د مېرمنو پر وړاندې له تاوتریخوالي د ډکو پېښو د مخنیوي او په ځانګړي ډول د جبري ودونو د مخنیوي غوره ګام بولي.

 د یادولو وړ ده، چې تر دې وړاندې هم د غزني ولایت د امر بالمعروف مسؤلینو په یوه بل غوره اقدام کې د درې کم عمره نجونې د پور په بدل کې له ورکړې ژغورلې وې.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۱ - ۱۱:۳۳
Background image

د امر بالمعروف، نهې عن‌المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت قدرمن وزیر په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د کډوالۍ د عالي کمېشنرۍ له رئیس سره وکتل

د امر بالمعروف، نهې عن‌المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت قدرمن وزیر شیخ الحدیث محمد خالد الحنفي راستنو شویو کډوالو ته چوپړونو په بهیر کې د ځينو ستونزو د حل، خنډونو لرې کولو او همغږۍ په. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳ - ۱۲:۳۱
Background image

په پکتیکا کې دوه مېرمنې له غیر شرعي نکاح ګانو څخه وژغورل شوې

 د امربالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت اړوند د پکتیکا ولایت  محتسبینو په ښرنه کې د مېرمنو حقونو ته په ژمنیتا دوه مېرمنې، چې د کورنیو غړو یې غوښتل د زیاتو پیسو او ناوړه. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳ - ۱۲:۲۹
Background image

د هېواد په څلورو ولایتونو کې (۲۵) مېرمنې له بېلا بېلو ظلمونو څخه وژغورل شوې

د امر بالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت محتسبینو په زابل، تخار، غزني او پکتیکا ولایتونو کې د مېرمنو د حقونو ورکړې او په دې برخه کې د ناوړه کړنو د مخنیوي په موخه (۲۵) مېر. . .

BACK TO NEWS