د ولایتی کړنو راپور
د نورستان ولایت د امر بالمعروف رئیس د یاد ولایت درې ولسوالیو ته سفر وکړ
د نورستان ولایت د امر بالمعروف، نهې عنالمنکر او شکایتونو اورېدلو رئیس مولوي دین محمد مستغني او ور سره مل پلاوي له ملکي او نظامي مسؤولینو سره د اصلاحي ناستو ترسره کولو په موخه نورګرام، دو آب او منډول ولسوالیو ته سفر وکړ.
ښاغلي مستغني له ملکي او نظامي مسؤولینو سره په ناستو کې د نظام پایښت او ټينګښت لپاره عدالت او اطاعت دوه اړین عناصر وبلل او زیاته یې کړه چې ټول مسؤولین مکلف دي ترڅو د اسلامي امارت مشرتابه او نورو مشرانو د اطاعت ترڅنګ د ولس خدمت وکړي او ستونزو حلولو ته یې مټې راونغاړي.
نوموړي همداراز له مسؤولينو وغوښتل ترڅو پر جماعت سره لمونځونه اداء کړي، د بیت المال ساتنه وکړي او هڅه دې وکړي ترڅو د خپلو کارکوونکو صورت او سیرت له نبوي ارشاداتو سره سم برابر کړي.
ورته مهال د یادو ولسوالیو ملکي او نظامي مسؤولینو د ښاغلي مستغني په ورتګ خوښي وښوده او ژمنه یې وکړه چې شوې لارښوونې به په پام کې نیسي.
نوموړو همداراز ډاډ ورکړ چې د ټولنې د اصلاح په موخه به د معروفاتو اقامې او منکراتو مخنیوي په برخه کې د محتسبینو سره بشپړه همکاري کوي.
هېره دې نه وي چې د دې سفر په ترڅ کې یادو شویو ولسوالیو د امر بالمعروف آمریتونو ته د تعمیر جوړولو لپاره ځمکې هم تثبیت شوې چې زر تر زره به یې د ودانولو چارې پیل شي.
د روزګان ولایت د امر بالمعروف رئیس د امر بالمعروف او نهې عنالمنکر قانون پر پلي کېدو ټینګار وکړ
د روزګان ولایت د امر بالمعروف، نهې عنالمنکر او شکایتونو اورېدلو رئیس مولوي عبدالحی عمري د امر بالمعروف او نهې عنالمنکر قانون اورولو او لاښه پلي کېدو په موخه د یاد ولایت ټولو ملکي او نظامي مسؤولینو سره ناسته ترسره کړه.
په دې اړه جوړه شوې ناسته کې ښاغلي عمري د یاد ریاست کړنو او لاسته راوړنو په اړه معلومات ورکړل او روښانه یې کړه چې د امر بالمعروف او نهې عنالمنکر قانون د اسلامي شریعت، نبوي احاديثو او حنفي فقهې په رڼا کې جوړ شوی چې پلي کول یې د ټولو امارتي مسؤولینو دنده او دیني وجيبه ده.
نوموړي همداراز وویل: یاد قانون د احتساب چارو لا ښه ترسراوي په موخه جوړ شوی او ډاډ لرو چی په پلي کولو سره به یې په ښه توګه په ټولنه کې د منکراتو مخه ونیول شي.
هغه همداراز د ټولو مسؤولینو څخه وغوښتل ترڅو د اسلامي امارت مشرتابه فرمانونو، حکمونو او لارښوونو ترڅنګ د نوي قانون پلي کولو ته ژمن پاتې شي او یاده برخه کې له محتسبینو سره همکاري وکړي.
ورته مهال ځایي مسؤولینو په خپلو خبرو کې د امر بالمعروف او نهې عنالمنکر ریاست کړنې وستایلې او ډاډ یې ورکړ چې د شویو لارښوونو او سپارښتنو په پام کې نیولو ترڅنګ د تېر په څېر په بشپړه توګه له محتسبینو سره همکارۍ او همغږۍ ته چمتو دي.
دا په داسې حال کې ده چې د یاد ریاست محتسبینو له دې وړاندې هم له ملکي او نظامي مسؤولینو او قومي مشرانو سره د امر بالمعروف او نهې عنالمنکر قانون اورولو په موخه ناستې ترسره کړي دي.
د زابل ولایت د امربالمعروف رئیس د پنځو ولسوالیو له امارتي مسؤولینو سره ناسته تر سره کړه
د زابل ولایت د امربالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدلو رئیس مولوي محمد ابراهیم جاوید د دې ولایت د پنځو ولسوالیو د بېلا بېلو امارتي ادارو له مسؤولینو او منسوبینو سره د امربالمعروف وزارت نوی توشیح شوی قانون تر ټولنو رسولو او لا ښه پلي کېدو په موخه ناسته تر سره کړه.
په دې ناسته کې ښاغلی جاوید امارتي مسؤولینو ته په خبرو کې وویل: د امر بالمعروف او نهې عنالمنکر قانون، د شرعي احکامو او حنفي فقهې پر اساس ترتیب شوی دی او په بشپړه توګه به پلی کېږي؛ په همدې اساس د اسلامي نظام ساتنه او ملاتړ هم لکه جهاد فرض دی او د ټولو مسؤولینو، علماوو او هېوادوالو مکلفيت دی چې د دغه نظام د ټینګښت او پایښت لپاره کار وکړي.
نوموړي همداراز له مسؤولینو وغوښتل ترڅو د اسلامي امارت مشرتابه ټولو فرمانونو، حکمونو او لارښوونو پلي کولو او تر نورو رسولو ترڅنګ د امر بالمعروف او نهې عنالمنکر برخه کې د یاد ولایت محتسبینو سره همکاري او همغږي ولري.
ورته وخت کې د یادو ولسوالیو مسؤولینو په خپلو خبرو کې د امیر المؤمنین حفظه الله له لوري د امربالمعروف او نهې عن المنکر نوی توشیح شوی قانون د اسلامي نظام د پایښت او په ټولنه کې د معروفاتو د مخنیوي لپاره ارزښتناک وباله او زیاته یې کړه چې د پخوا په څېر به د ټولنې د عامه ذهنیت جوړونې، د معروفاتو اقامې او د منکراتو مخنیوي په موخه خپلې هڅې جاري ساتي چې په وینا یې (په ټولنه کې د امربالمعروف او نهې عن المنکر تر سره کول یې الهي او هېوادنی مسؤولیت دی چې په پوره ژمنتیا سره به یې تر سره کوي او په دې برخه کې به هېڅ چاته اجازه ور نکړي چې خپلې کړنې د الهي قوانینو پر خلاف تر سره کړي).
دا په داسې حال کې ده چې د هېواد په نورو ولایتونو کې هم د یاد قانون د پلي کولو په موخه ناستې تر سره شوې چې دیني عالمان او ولسي خلک یې پلي کول د ټولنې د پایښت غوره لار بولي او عملي کول یې خپل دیني او هېوادنی مسؤولیت ګڼي.
د فراه ولایت د امربالمعروف رئیس قلعه کاه ولسوالۍ ته سفر وکړ
د فراه ولایت د امر بالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدلو رئیس مولوي عبدالمجید صمیم او ورسره مل پلاوي د یاد ولایت قلعه کاه ولسوالۍ ته سفر وکړ چې نوموړي د یاد سفر موخه د محتسبینو د کړنو څار، د کارونو لاښه ترسراوی، محتسبینو ته د نوي قانون اورول او له ولس سره همغږي یاده کړه.
ښاغلي صمیم د سفر په پایله کې د هغو ناستو په جریان کې چې د یادې ولسوالۍ ولسوال، امارتي کارکونکو، قومي مخورو او ځوانانو سره درلودې، نوموړو ته د نظام په پایښت، ولس سره د نېک چلند او د کارونو د لا ښه ترسراوي په موخه سپارښتنې وکړې او له هغوی یې وغوښتل چې له ولس سره نېک چلند وکړي او کارونه یې په خپل وخت ترسره کړي.
دغه راز ښاغلي صمیم له دیني عالمانو، قومي مخورو او ځوانانو سره په ناستو کې د هغوی ستونزې واورېدې او د حل ډاډ یې ورکړ.
د یادولو ده چې ښاغلي صمیم د یاد ولایت شیخ ابو نصر فراهي بندر له مسؤولينو او کارکونکو سره ناسته ترسره کړه او نوموړو ته یې لازمې سپارښتنې وکړې او ترې و يې غوښتل چې هېواد والو سره له غوره چلند څخه کار واخلي او کارونه یې په وخت ترسره کړي.
کابل ښار کې د نرخونو کنټرول او د احتکار مخنیوي لپاره هڅې ګړندۍ شوي
د کابل ولایت امر بالمعروف، نهې عنالمنکر او شکایتونو اورېدلو ریاست محتسبینو د کابل ښار اړوند (۲۲) حوزو کې د شا او خوا (۳۶۲) مارکیټونو، بازارونو او هټۍوالو څخه د احتکار مخنیوي او د خوراکي توکو د نرخونو د کنټرول په موخه څارنه کړې او د څارنې په ترڅ کې یې سوداګرو او هټۍوالو ته د احتکار او قیمتونو کنټرول په اړه لازمې لارښوونې ترسره کړي دي.
محتسبینو سوداګرو او هټۍوالو سره خبرو کې ټینګار وکړ چې ټول هټۍوال باید د خپلو توکو د پلورنې پر مهال له عدل څخه کار واخلي، احتکار و نه کړي او له ټاکلې بیې لوړ کوم څه و نه پلوري.
ورته مهال د کابل ښاریان د احتکار په مخنیوي کې د محتسبینو هڅې ستایي او وایي چې احتکار په اسلام کې ناروا عمل دی او باید د دې عمل د ترسره کوونکو مخه ونیول شي.
دا په داسې حال کې ده چې د امر بالمعروف، نهې عنالمنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت محتسبینو د امر بالمعروف او نهې عنالمنکر قانون له توشیح وروسته د نرخونو د کنټرول او احتکار مخنیوي اړوند خپلې چارې چټکې کړي، ترڅو هېوادوال په مناسبه بیه اړین او باکیفیته توکي راونیسي.
کندهار کې څلور تنه مسلکي کوډګر نیول شوي دي
د کندهار ولایت د امر بالمعروف، نهې عنالمنکر او شکایتونو اورېدلو ریاست محتسبینو د ځایي اوسېدونکو له شکایت وروسته د هغوی په همغږۍ، د کندهار ښار له بېلابېلو سيمو څخه څلور تنه کوډګر نیولي دي.
د کندهار د ولایت امر بالمعروف، نهې عنالمنکر او شکایتونو اورېدلو رئیس مفتي کریم الله فقیر وایي چې کوډې او جادو په اسلام کې ناروا عمل دی، هېڅ چا ته به اجازه ورنکړي چې په یاده کړنه لاس پورې کړي او د کورنیو ترمنځ شخړې او ستونزې راولاړې کړي.
نوموړی همداراز زیاتوي چې ډېری کوډګر د اسلام مبارک دین څخه بې خبره او په نشه یي توکو روږدي کسان دي چې په دروغجنو وعدو خلک تېر باسي او پیسې ترې اخلي.
نوموړي همداراز له ځایي اوسېدونکو وغوښتل ترڅو د ټولنې اصلاح او ورته کړنو مخنیوي په برخه کې له محتسبینو سره همکاري وکړي.
ورته مهال ځایي اوسېدونکي د امر بالمعروف، نهې عنالمنکر او شکایتونو اورېدلو ریاست کړنې ستایي او له محتسبینو غواړي چې د کوډګرو او غیر شرعي تعویذ لیکونکو د مخنیوي په برخه کې دې خپلې هڅی جاري وساتي.
هغوی همداراز وایي چې امر بالمعروف او نهې عنالمنکر د ټولو ګډه دنده ده او یاده برخه کې به له محتسبینو سره له هېڅ راز مرستې او همغږۍ درېغ و نه کړي.
یاده دې وي چې د یادو کوډګرو سره یو شمېر شرکي تعویذونه او نور ورته توکي هم نیول شوي دي چې ډېری وخت د کورنیو ترمنځ د اختلاف رامنځته کولو لپاره ترې کار اخیستل کېږي.
دا په داسې حال کې ده چې د امر بالمعروف، نهې عنالمنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت محتسبینو له دې وړاندې هم لسګونه کوډګر او هغه تعویذ لیکونکي چې د کورنیو ترمنځ د شخړو او ژورو اختلافاتو د رامنځته کولو لامل شوي وو، نیولي دي.
د بلخ ولایت محتسبینو د واده تالارونو له مسؤولینو سره وکتل
د بلخ ولایت د امربالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدلو ریاست محتسبینو د دې ولایت مرکز بلخ ښار د واده تالارونو له مسؤولینو سره د وزارت له لوري د شوو سپارښتنو د پلي کولو او په دې برخه کې د شته منکراتو د مخنیوي په موخه ناسته تر سره کړه.
دا اصلاحي ناسته چې موخه یې په واده تالارونو کې د شته ستونزو او منکراتو له منځه وړل وو، محتسینو د تالارونو مسؤولینو ته په خبرو کې وویل: اسلامي نظام د الله ﷻ نعمت دی او پر موږ د دې لوی نعمت شکر اداء کول لازمي دی، نو باید پوره پوره یې اطاعت وکړو.
د هغوی په وینا، د اسلامي نظام پیروي په دې کې ده، چې ټاکل شوي قوانین په پوره توګه پلي کړو او په ټولنه کې تر خپله وسه د شته ستونزو او منکراتو مخه ونیسو، نو په همدې اساس مو له تاسې غوښتنه ده چې په تالارونو کې د ودونو او نورو خوښیو د لمانځلو پر مهال باید د موسیقي له غږولو ډډه وشي او د هغو ټولو کړنو مخه ونیول شي چې د وزارت له ټاکل شوې پالیسۍ سره په ټکر کې وي. نوموړو هغوی ته دا هم ور یاده کړه چې په ودونو کې باید د اختلاط مخه ونیول شي.
ورته وخت کې محتسبینو په دې برخه کې د تالارونو د مسؤولینو اړینې مشورې واورېدې او د شته ستونزو د حل او تر مسؤولو چارواکو یې د رسولو ډاډ ورکړ.
باید وویل شي چې د یاد ولایت د واده تالارونو مسؤولینو په دې ولایت کې د امربالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدلو ریاست محتسبینو کړنې وستایلې او ژمنه یې وکړه چې د تېر په څېر به د یاد وزارت له لوري شوې سپارښتنې په پوره توګه پلې کوي.
د بلخ ولایت محتسبینو د واده تالارونو له مسؤولینو سره وکتل
د بلخ ولایت د امربالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدلو ریاست محتسبینو د دې ولایت مرکز بلخ ښار د واده تالارونو له مسؤولینو سره د وزارت له لوري د شوو سپارښتنو د پلي کولو او په دې برخه کې د شته منکراتو د مخنیوي په موخه ناسته تر سره کړه.
دا اصلاحي ناسته چې موخه یې په واده تالارونو کې د شته ستونزو او منکراتو له منځه وړل وو، محتسینو د تالارونو مسؤولینو ته په خبرو کې وویل: اسلامي نظام د الله ﷻ نعمت دی او پر موږ د دې لوی نعمت شکر اداء کول لازمي دی، نو باید پوره پوره یې اطاعت وکړو.
د هغوی په وینا، د اسلامي نظام پیروي په دې کې ده، چې ټاکل شوي قوانین په پوره توګه پلي کړو او په ټولنه کې تر خپله وسه د شته ستونزو او منکراتو مخه ونیسو، نو په همدې اساس مو له تاسې غوښتنه ده چې په تالارونو کې د ودونو او نورو خوښیو د لمانځلو پر مهال باید د موسیقي له غږولو ډډه وشي او د هغو ټولو کړنو مخه ونیول شي چې د وزارت له ټاکل شوې پالیسۍ سره په ټکر کې وي. نوموړو هغوی ته دا هم ور یاده کړه چې په ودونو کې باید د اختلاط مخه ونیول شي.
ورته وخت کې محتسبینو په دې برخه کې د تالارونو د مسؤولینو اړینې مشورې واورېدې او د شته ستونزو د حل او تر مسؤولو چارواکو یې د رسولو ډاډ ورکړ.
باید وویل شي چې د یاد ولایت د واده تالارونو مسؤولینو په دې ولایت کې د امربالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدلو ریاست محتسبینو کړنې وستایلې او ژمنه یې وکړه چې د تېر په څېر به د یاد وزارت له لوري شوې سپارښتنې په پوره توګه پلې کوي.
د کندهار ولایت محتسبینو د دې ولایت له میرویس مرکزي روغتون څخه لیدنه وکړه
د کندهار ولایت د امربالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدلو ریاست محتسبینو د دې ولایت د میرویس مرکزي روغتون له مسؤولینواو کارمندانو سره د وزارت له لوري د شوو سپارښتنو د پلي کولو او څار په موخه اصلاحي ناسته تر سره کړه.
په دې لیدنه کې چې موخه یې د امربالمعروف وزارت له لوري د روغتونونو لپاره د منکراتو د مخنیوي په موخه د شوو سپارښتنو څار وو، د یاد روغتون له هرې څانګې لیدنه وکړه چې د محتسبینو په وینا؛ په یادو صحي ځایونو کې ټاکل شوي قوانین تر ډېره حده پلي شوي دي.
ورته وخت کې د یاد ولایت محتسبینو د دې روغتون له مسؤولینو سره په جلا ناسته کې د هغوی کړنې وستایلې او له هغوی یې وغوښتل چې د ټاکل شوو قوانینو پلي کولو ته پوره پاملرنه وکړي، څو په دې ځایونو کې د شته ستونزو او منکراتو مخه په تمامه مانا ونیول شي.
دغه راز یې د مشرتابه مقام د هدایت پر اساس وغوښتل چې د خپلو ښځينه ډاکټرانو او کارمندانو لپاره ځانګړی کاري چاپېریال برابر کړي تر څو په دې برخه کې د منکراتو مخه په ښه ډول ونیول شي.
د یادولو ده چې د یاد ولایت محتسبین په دې ولایت کې د امارتي ادارو د هرې برخې له مسؤولینو سره اصلاحي ناستې کوي چې ور سره په دې برخو کې د معروفاتو په اقامې او د منکراتو په مخنیوي کې د پام وړ بدلون راغلی.
د کندوز ولایت د امر بالمعروف رئیس د یاد ولایت له ولسي استازو او قومي مشرانو سره وکتل
د کندوز ولایت د امر بالمعروف، نهې عنالمنکر او شکایتونو اورېدلو رئیس مولوي محمد نجيب غفوري د یوې مشورتي او اصلاحي ناستې په ترڅ کې د یاد ولایت له قومي مشرانو، ولسي استازو او ګذر وکیلانو سره وکتل.
په پیل کې د کندوز ولایت امر بالمعروف رئیس مولوي محمد نجيب غفوري د اسلامي نظام په ارزښت هر اړخیزه وینا وکړه او زیاته یې کړه چې ټول باید په ګډه د دې اسلامي نظام د پایښت او ټينګښت لپاره هڅې وکړو.
نوموړي همداراز ډاډ ورکړ چې د امر بالمعروف ریاست محتسبین په ټولنه کې د معروفاتو اقامې او منکراتو مخنیوي ته ژمن دی او هېڅ چا ته به اجازه ورنکړي ترڅو د خلکو په حقونو تېری وکړي؛ هغه زیاته یې کړه چې د دغه وزارت مسؤولین د خلکو شکایتونو اورېدلو او حل کولو ته ژمن دي.
همدا راز ښاغلي غفوري وویل: د ټولنې خدمت د مسؤولینو اصلي مکلفیت دی او ټول خلک کولای شي چې په زغرده خپلې ستونزې له مسؤولینو سره شريکې کړي.
ورته مهال قومي مشرانو او ولسي استازو د یادې غونډې په جوړېدا خوښي وښوده او هیله یې څرګنده کړه چې د یادې غونډې په جوړېدا سره به د ډېرو خلکو ستونزو حل کېدو ته لارې هواري شي.
نوموړو همداراز ژمنه وکړه چې په بشپړه توګه د اسلامي نظام ملاتړي دي او هېڅ چا ته به اجازه ورنکړي چې په ټولنه کې منکرات ترسره کړي.
دا په داسې حال کې د یاد ریاست محتسبینو له دې وړاندې هم د قومي مشرانو او ولسي وکړو سره په ټولنه کې د معروفاتو اقامې او منکراتو مخنیوي په موخه ورته غونډې ترسره کړي دي.
د پکتیا ولایت د امربالمعروف ریاست له لوري د ملکي ادارو مامورینو ته دوه میاشتنی روزنیز سمینار پیل شو
د پکتیا ولایت د امربالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدلو ریاست له لوري د دې ولایت د ټولو ملکي ادارو مسؤولینو او منسوبینو ته د عقیدوي او فکري جوړښت په موخه دوه میاشتنی روزنیز سمینار پیل شو.
دې سمینار ته د یاد ولایت د امربالمعروف رئیس مولوي سید جمال جمالي په خپلو خبرو کې د مسؤولیت پېژندنې په تړاو وویل: را کړل شوي مسؤولیتونه الهي امانتونه دي، چې باید په پوره امانتدارۍ سره یې تر سره کړو او خپلې کړنې له الهي قوانینو سره سمې سر ته ورسوو.
دغه راز نوموړي وویل، په اړونده برخه کې باید د امیر المؤمنین حفظه الله او امربالمعروف وزارت له لوري شوې سپارښتنې په پوره توګه پلې کړو او په دې برخه کې د مشرانو پوره اطاعت وکړو.
هغه همداراز له امارتي کارمندو څخه په نبوي طریقه د سیرت او صورت جوړلو غوښتنه وکړه او و یې ویل، چې ځانونه باید داسې په سنتو برابر کړو چې ولس ته یو الګو و اوسو او ولس مثبت فکر واخلي او زموږ کړنې تکرار کړي.
ورته وخت کې د سمینار یو شمېر ګډون والو د داسې ناستو جوړول د نظام د پایښت او د مسؤولینو تر منځ د همغږۍ غوره لار وبلله او ډاډ یې ورکړ چې شوې سپارښتنې به په پوره توګه پلې کوي.
د یادلو ده چې د یاد ولایت د امربالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدلو ریاست محتسبین د وزارت د سپارښتنو پر اساس له ځایي خلکو او امارتي مسؤولینو سره اصلاحي ناستې کوي چې ور سره په دې برخو کې د معروفاتو په اقامې او د منکراتو په مخنیوي کې د پام وړ بدلون راغلی.
کندهار او کندوز کې نهه تنه د نامشروع اړیکو په تور نیول شوي دي
په کندهار او کندوز ولایتونو کې محتسبینو د ځایي مسؤولینو او اوسېدونکو په همغږۍ د خپلو اصلاحي کړنو په ترڅ کې نهه تنه د نامشروع اړیکو په تور نیولي دي.
د کندهار ولایت د امر بالمعروف، نهې عنالمنکر او شکایتونو اورېدلو ریاست محتسبینو د خپلو اصلاحي کړنو په ترڅ کې د ځایي مسؤولینو په همغږۍ د یاد ولایت سپین بولدک ولسوالۍ اړوند د بېلابېلو سيمو څخه (۶) تنه د نامشروع اړیکو درلودلو په تور نیولي دي.
بلخوا د کندوز ولایت امام صاحب ولسوالۍ امر بالمعروف ریاست محتسبینو هم په ورته اقدام کې درې تنه د نامشروع اړیکو په تور نیولي دي.
ورته مهال محتسبین ډاډ ورکوي چې د ناوړه (شریعت څخه خلاف) کړنو مخنیوي ته ژمن دي او هېچا ته به اجازه ورنکړي ترڅو له اسلامي شریعت څخه خلاف کړنې ترسره کړي.
نوموړي همداراز ټینګار کوي چې شپه او ورځ په دې هڅه کې دي، ترڅو په ورته غيراخلاقي کړنو او نا مشروع اړیکو کې د ښکېلو کسانو مخه ونيسي او د اړتیا په صورت کې یې د قانون منګولو ته وسپاري.
هغوی همدارنګه له قومي مشرانو او عامو وګړو څخه غواړي چې د ورته کړنو سرته رسوونکو د پېژندلو او مخنیوي په برخه کې له محتسبینو سره مرسته وکړي.
دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې هم د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې لسګونه کسان د محتسبینو له لوري د نامشروع اړیکو او نورو منکراتو په تور نیول شوي دي.
د میدان وردګ ولایت د امربالمعروف رئیس د اریانا پوهنتون له محصلینو سره اصلاحي ناسته تر سره کړه
د میدان وردګ ولایت د امربالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدلو رئیس مولوي عبدالله محمد د اریانا پوهنتون له محصلینو او استادانو سره د عقیدوي جوړښت او فکري سمون په موخه په جوړه شوې اصلاحي ناسته کې د ګډون پر مهال وویل: لوستي ځوانان د ټولنې د ملا د تیر حیثیت لري، لازمه ده چې دوی په اسلامي فکر وروزل شي تر څو د ټولنې د هوساینې او پرمختګ سبب وګرځي چې په وینا یې؛ د دوی اخلاقي قوت او روزنه د ټولنې د قوت او پرمختګ سبب کېږي.
نوموړي زیاته کړه؛ په ښوونیزو ځایونو کې پر زده کړو بوخت کسان به هغه وخت د دین او وطن رښتينی خدمت وکړي چې په دې ځایونو کې موجود تدریسي نصاب د اسلامي نصوصو تشریح او د هغوی پر قیاس برابرشي.
هغه په غونډه کې ناستو محصلینو او زده کوونکو ته په خبرو کې وویل: له وخت څخه په ګټې اخیستنې زده کړیز فرصتونه له لاسه مه ورکوئ، هڅه وکړئ د خپلو درسي کتابونو تر څنګ دیني او فکري کتابونه ولولئ، څو له اسلامي احکامو خبر او د پردیو فکرونو له ضرر څخه په امن شئ.
دغه راز ناستې ته د یاد پوهنتون استادانو او محصلینو هم خبرې وکړې او په دې ولایت کې یې د محتسبینو کړنې وستایلې او د دې برخې له مسؤولینو یې د داسې ناستو د دوام غوښتنه وکړه.
د یادولو ده چې د د ې ولایت د امربالمعروف ریاست محتسبین د ښوونیزو مرکزونو له مسؤولینو، امارتي ادارو او ولسي خلکو سره اصلاحي ناستې تر سره کوي چې ورسره په ټولنه کې د معروفاتو په اقامې او د منکراتو په مخنیوي کې د پام وړ بدلون راغلی.
کندهار کې د دوو کورنیو ترمنځ شخړه حل شوه
د کندهار ولایت د امر بالمعروف، نهې عنالمنکر او د شکایتونو اورېدلو ریاست محتسبینو په منځګړيتوب د ځایي مسؤولینو او قومي مشرانو په همغږۍ د یاد ولایت تخته پل ولسوالۍ اړوند ملایت کلي کې د دوو کورنیو ترمنځ له کلونو راهیسې د ځمکې پر سر رامنځته شوې شخړه حل او په دوستي بدله شوه.
په دې اړه جوړه شوې ناسته کې محتسبینو د اسلام له نظره د شخړو او بدیو په هکله خبرې وکړې او دواړه لوري یې وهڅول ترڅو د ورورولۍ او میني په فضا کې سره ژوند وکړي.
نوموړو همدارنګه زیاته کړه چې اسلام د سولې او یووالي دین دی او هېڅکله نه غواړي چې دوه ورونه دې سره خوابدي وي؛ هغوی همدارنګه پر خلکو غږ وکړ چې خپلې رامنځته شوې ستونزې د خبرو اترو له لارې حل کړئ او یووالي ته کار وکړئ.
ورته مهال یو شمېر مسؤولینو او عالمانو په خپلو خبرو کې د امر بالمعروف، نهې عنالمنکر او د شکایتونو اورېدلو ریاست محتسبینو د هڅو او زیارونو قدردانی وکړ او ډاډ یې ورکړ چې شوې سپارښتنې به په پام کې نیسي.
دا په داسې حال کې ده چې څه موده وړاندې په روزګان او پکتيکا ولايتونو کې هم ورته شخړې حل او په دوستۍ بدلې شوې وې.
د ميدان وردګ ولایت محتسبینو د جلګې ولسوالۍ له نظامي او ملکي مسؤولینو سره اصلاحي ناسته ترسره کړه.
د میدان وردګ ولایت د امر بالمعروف، نهې عنالمنکر او د شکایتونو اورېدلو ریاست محتسبینو د جلګې ولسوالۍ ملکي او نظامي مسؤولینو سره د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله او د امر بالمعروف، نهې عنالمنکر او د شکایتونو اورېدلو وزارت له لوري د شوو سپارښتنو د پلي کولو په موخه اصلاحي ناسته ترسره کړه.
په دې اړه جوړه شوې ناسته کې محتسبینو د اطاعت پر ارزښت خبرې وکړې او ویې ویل مسؤولین باید په خپلو چارو کې د اسلامي امارت مشرتابه د فرمانونو، حکمونو او لارښوونو پلي کولو ته ژمن پاتي شي او تر نورو یې ورسوي.
نوموړو همداراز مسؤولینو ته په خطاب کې وویل: دنده امتیاز نه بلکه مسؤولیت او امانت دی، د مراجعينو سره ښه چلند وکړئ او ستونزو ته یې پر وخت رسېدنه وکړئ.
محتسبینو همداراز له مسؤولینو وغوښتل ترڅو خپل سیرت او صورت د اسلامي شریعت په اصولو برابر کړي او اسلامي شریعت پلي کولو ته ژمن پاتې شي.
ورته مهال ځایي مسؤولینو د وګړو اصلاح او خپلو دندو ته د مسؤولینو د پام را اړولو برخه کې د داسې ناستو جوړول ګټور وبلل او ډاډ یې ورکړ چې شوې لارښوونې به په پام کې نیسي.
دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې هم د یاد ریاست محتسبینو د ملکي او نظامي مسؤولینو، ځایي اوسېدونکو او قومي مشرانو سره د معروفاتو اقامې او منکراتو مخنیوي په موخه اصلاحي ناستې ترسره کړي دي.
بلخ کې شپږ تنه د نامشروع اړیکو په تور نیول شوي دي
د بلخ ولایت امر بالمعروف، نهې عنالمنکر او د شکایتونو اورېدلو ریاست محتسبینو د خپلو اصلاحي کړنو په ترڅ کې د بلخ ښار اوومې او اتمې امنیتي حوزو اړوند (۶) تنه د نامشروعو اړیکو درلودلو په تور نیولي دي.
ورته مهال د یاد ریاست محتسبین ډاډ ورکوي چې، محتسبین شپه او ورځ په دې هڅه کې دي، څو په ورته غيراخلاقي کړنو او نا مشروع اړیکو کې ښکېل کسان ونيسي او د قانون منګولو ته يې وسپاري.
نوموړي همدارنګه د دغه ولایت له اوسېدوونکو څخه غواړي چې د ورته کړنو سرته رسوونکو د پیژندلو او نیولو په برخه کې له محتسبینو سره مرسته وکړي او زیاتوي چې نیول شوي کسان به د یاد عمل د سزا په موخه عدلي او قضایي ارګانونو ته وسپارل شي.
دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې هم د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې ډیری کسان د محتسبینو له لوري د اخلاقي فساد، نامشروع اړیکو او نورو منکراتو په تور نیول شوي دي.
کندز کې د عام ولس شکایتونه له مسؤولینو سره شریک شول
د امر بالمعروف، نهې عنالمنکر او د شکایتونو اورېدلو وزارت د شکایتونو اورېدلو پلاوي کندوز ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د ځینو شکایتونو له اورېدلو وروسته د یاد ولایت یو شمېر مسؤولین امربالمعروف ریاست ته راوغوښتل او د ثبت شویو شکایتونو په اړه یې ترې وضاحت وغوښت.
یاد پلاوي په خپلو خبرو کې ډاډ ورکړ چې د امر بالمعروف وزارت مسؤولین د خلکو ستونزې اوري او د حل لپاره یې بشپړه هڅه کوي او له مسؤولینو یې هم وغوښتل ترڅو په اخلاص او صداقت سره ټولنې ته خدمت وکړي.
هېره دې نه وي چې یاد پلاوي له مسؤولینو سره د شکایتونو تر څېړلو وروسته له هغوی سره په ګډه د وړاندې شویو شکایتونو لپاره مناسبې حل لارې وموندلې او د شکایت کوونکو قناعت یې ترلاسه کړ.
دا په داسې حال کې ده چې د امر بالمعروف، نهې عنالمنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت د شکایتونو اورېدلو پلاوي کندوز ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې تر دا مهاله نيږدې (۱۰۰) شکایتونه ثبت کړي دي.
میدان وردګ او دایکندي ولایتونو کې د محتسبینو څلور ورځني سیمینارونه پای ته ورسېدل
د امربالمعروف، نهې عنالمنکر او د شکایتونو اورېدلو وزارت د محتسبینو د ښوونې او روزنې ریاست له لوري په میدان وردګ او دایکندي ولایتونو کې (۱۶۲) تنو محتسبینو ته د امیر المؤمنین حفظه الله له لوري د امر بالمعروف او نهې عن المنکر نوي توشیح شوي قانون د اورولو او ظرفیت لوړونې په موخه څلور ورځني روزنیز سمینارونه پای ته ورسېدل.
دې روزنیزو سمینارونو ته د ښوونې او روزنې ریاست څلورو تنو شیوخو کرامو په خپلو درسونو کې ګډون والو ته د مشرتابه له لوري د امربالمعروف او نهې عنالمنکر توشیح شوی قانون تشریح کړ چې د (۱)مقدمې، (۴)فصلونو او (۳۵) مادو څخه جوړ دی. هغوی وویل، محتسبین مکلف دي ترڅو په خپلو ورځنیو کاري چارو کې د یاد قانون څخه کار واخلي.
ورته مهال د محتسبینو د ښوونې او روزنې رئیس مفتي المرجان عاکف "مدني" د یادو ولایتونو د امربالمعروف او نهې عن المنکر ریاستونو اړوند محتسبینو ته په اصلاحي وینا کې وویل، ستاسې کار له ولس سره دی او ستاسې هره کړنه د اسلامي نظام استازولي کوي، نو په همدې اساس له خلکو سره له نرم او غوره چلند څخه کار واخلئ، ستونزو ته یې پر وخت رسېدنه وکړئ او په دې برخه کې د مشرانو بشپړ اطاعت وکړئ.
باید وویل شي چې د امربالمعروف، نهې عن المنکر او د شکایتونو اورېدلو ریاست اړوند د محتسبینو د ښوونې او روزنې ریاست مسؤولینو له لوري د هېواد په ټولو ولایتونو کې د محتسبینو د ظرفیت لوړونې او هغوی ته د نوي قانون د اورولو په موخه د اصلاحي او روزنیزو سمینارونو لړۍ به دوام ولري
کونړ کې د امربالمعروف ریاست محتسبینو له دیني عالمانو او قومي مخورو سره اصلاحي ناستې تر سره کړه
د کونړ ولایت د امربالمعروف، نهې عنالمنکر او شکایتونو اورېدلو ریاست محتسبینو د دې ولایت په مرکز او (۱۵) ولسواليو کې له دیني عالمانو، قومي مخورو او ځایي اوسېدونکو سره د امربالمعروف او نهې عنالمنکر قانون په اړه عامه پوهاوي، د ځوانانو سالمې روزنې او د شریعت خلاف دودونو مخنیوي په موخه ولسي ناستې تر سره کړي دي.
په دې اړه جوړو شوو ناستو کې محتسبینو ټینګار وکړ چې د امر بالمعروف، نهې عنالمنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت له شریعت څخه خلاف او خپل سري دودونو مخنیوي ته ژمن دی او هېڅ چاته به اجازه ورنکړي ترڅو له شریعت خلاف دودونو څخه په ګټې اخیستې په ناوړه کړنو لاس پورې کړي.
نوموړو همداراز له خلکو سره همغږي او د هغوی ملاتړ اړین وباله او له هغوی یې وغوښتل ترڅو په یاده برخه له محتسبینو سره همکار پاتې شي.
ورته مهال، قومي مشرانو او دیني عالمانو د یادې غونډې په جوړېدا خوښي وښوده او د ټولنې عامه پوهاوي لوړېدا او ټولنې سره د همغږۍ رامنځته کولو په موخه یې د داسې غونډو جوړېدل اړین وباله.
نوموړو همداراز د امر بالمعروف وزارت محتسبینو کړنې وستايلې او ډاډ یې ورکړ چې د محتسبینو سره به د معروفاتو دودولو او د منکراتو مخنیوي په برخه کې له هېڅ ډول همکارۍ څخه درېغ ونکړي.
دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان ډېری وکړي او حکومتي مسؤولین د امر بالمعروف او نهې عنالمنکر قانون هرکلی کوي او هیله څرګندوي چې یاد قانون به په ټولنه کې د معروفاتو دودولو او منکراتو مخنیوي په برخه کې خورا ګټور تمام شي.
پکتیکا کې محتسبینو هغه کس نیولی چې په ټولنه کې یې غیر شرعي او خرافاتي کړنې تر سره کولې
د پکتیکا ولایت د امربالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدلو ریاست محتسبینو هغه کس نیولی چې د پیر او مرشد په نومونو یې په ټولنه کې غیر شرعي او خرافاتي کړنې تر سره کولې.
په دې تړاو د یاد ولایت د امربالمعروف ریاست محتسبینو وویل: نوموړی کس چې د یاد ولایت د مټاخان ولسوالۍ اوسېدونکی دی چې په ټولنه کې یې غیر شرعي او خرافاتي کړنې تر سره کولې.
بل خوا د امر بالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت مسؤولین وایي، چې د هېواد په کچه د کوډګرو د فعالیتونو مخنیوي لپاره هڅې روانې دي او چاته به اجازه ورنکړي ترڅو په خپلو ناوړه کړنو او خبرو خلک تېرباسي او د شریعت خلاف کړنې تر سره کړي.
په ورته مهال کې ځایي اوسیدونکي د امر بالمعروف، نهې عنالمنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت کړنې ستایي او وایي چې کوډګر او دا ډول خرافاتي اشخاص ډېری وخت خلک په خپلو خبرو تېر باسي او په ټولنه کې د غیر شرعي کړنو تر سره کولو ته لار هواروي؛ نو هغوی له مسؤولینو غواړي ترڅو یاده برخه کې خپلې هڅې جاري وساتي.
دا په داسې حال کې ده چې د امر بالمعروف، نهې عنالمنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت له لوري د کوډګرو پر فعالیت له بندیز وروسته تر دا مهاله سلګونه کوډګر او د دې ډول غیر شرعي کړنو تر سره کوونکي نیول شوي او د قانون منګولو ته سپارل شوي دي.
غور کې د محتسبینو څلور ورځنی سیمینار پای ته ورسېد
د امربالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت د محتسبینو د ښوونې او روزنې ریاست له لوري په غور ولایت کې (۱۰۳) تنو محتسبینو ته د امیر المؤمنین حفظه الله او امر بالمعروف وزارت له لوري د نوي توشیح شوي قانون د اورولو او ظرفیت لوړونې په موخه څلور ورځنی روزنیز سمینار پای ته ورسېد.
دې روزنیز سمینار ته د ښوونې او روزنې ریاست څلورو تنو شیوخو (مفتي عبدالوهاب محمد، شیخ فضل الرحمن حقاني، شیخ حبیب الله معتصم او شیخ عبدالله فیضي) په خپلو درسونو کې ګډون والو ته د مشرتابه له لوري د امربالمعروف او نهې عن المنکر توشیح شوی قانون تشریح کړ چې په (۱)مقدمه، (۴)فصلونو او (۳۵)مادو باندې مشتمل دی. هغوی وویل، محتسبین مکلف دي چې د یاد قانون پر اساس خپلې کړنې تر سره کړي.
ورته مهال د محتسبینو د ښوونې او روزنې رئیس مفتي المرجان عاکف "مدني" د یاد ولایت امربالمعروف او نهې عن المنکر ریاست اړوند محتسبینو ته په اصلاحي وینا کې و ویل، چې له خلکو سره له نرم او غوره چلند څخه کار واخلي، ستونزو ته یې پر وخت رسېدنه وکړي او په دې برخه کې د مشرانو پوره اطاعت وکړي.
باید وویل شي چې د امربالمعروف وزارت له هدایاتو سره سم به د هېواد په ټولو ولایتونو کې د محتسبینو د ظرفیت لوړونې او هغوی ته د نوي قانون د اورولو په موخه د اصلاحي او روزنیزو سمینارونو لړۍ دوام ولري.
خوست کې د امربالمعروف رئیس له دیني عالمانو او قومي مخورو سره ناسته ترسره کړه
د خوست ولایت د امربالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدلو رئیس د دې ولایت په مرکز متون ښار جامع مسجد کې له دیني عالمانو او قومي مخورو سره په ناسته کې د عالیقدر امیر المؤمنین حفظه الله له لوري د امربالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت نوی توشیح شوی قانون د یاد ولایت دیني عالمانو، قومي مخورو او ولسي وګړو ته واوراوه.
د امربالمعروف رئیس شیخ شرف الدین نقره کار ولسي وګړو ته په خطاب کې وویل: دا قانون چې د اسلامي اصولو او حنفي فقهې په رڼا کې د علماء کرامو له لورې ترتیب او د عالیقدر امیر المؤمنین حفظه الله له خوا منظور او توشیح شوی دی، د دې لپاره دی چې په ټولنه کې اصلاح رامنځته شي، خلک نېکو اعمالو ته وهڅول شي او له بدو کړنو څخه یې مخنیوی وشي او د ښځو حقوق په رښتینې توګه وروسپارل شي؛ د دې قانون پلي کول زموږ او ستاسې شریک مسؤولیت دی.
له بلې خوا علماء کرامو د دې قانون د توشیح څخه خوښې وښوده او دا قانون یې د اسلامي اوامرو د پلي کېدو، د احتساب د چارو د ښه ترسره کېدلو او د ټولنې د اصلاح لپاره اغېزمن او غوره ګام وباله او زیاته یې کړه چې یاد قانون د اسلامي شریعت سره سم ترتیب شوی دی.
همدا راز ولسي وګړو وویل: خوښ یو چې نظام او مشرتابه د اسلامي اوامرو پلې کېدو لپاره هلې ځلې کوي او هر څه د شرعي قانون په رڼا کې ترسره کوي.
دا په داسې حال کې ده چې د امیر المؤمنین حفظه الله له لوري د امر بالمعروف وزارت لپاره د نوي جوړ شوي قانون څخه د هېواد ډېری وګړي او امارتي مسؤولین هر کلی کوي او هیله مند دي چې له دې سره به په ټولنه او اسلامي نظام کې د معروفاتو په اقامه کې د پام وړ بدلون راشي.
د لغمان ولایت محتسبینو د یاد ولایت د امارتي ادارو له مسؤلینو سره د امیر المؤمنین حفظه الله د فرمانونو د تطبیق په موخه ناستې تر سره کړې
د لغمان ولایت د امربالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدلو ریاست محتسبینو د یاد ولایت د مرکز او ولسوالیو د نظامي او ملکي ادارو له مسؤولینو سره د عالیقدر امیر المؤمنین حفظه الله د فرمانونو تطبیق او په دې برخه کې د امربالمعروف وزارت د قانون اورولو په موخه ناستې تر سره کړې.
دا ناستې چې موخه یې د نظامي او ملکي ادارو مسؤولینو ته د عالیقدر امیر المؤمنین حفظه الله د فرمانونو اورول او په اړونده برخه کې د امربالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت د قانون اورول او تطبیق و، د یاد ولایت محتسبینو هغوی ته په خطاب کې وویل: ستاسې کړنې د نظام استازولي کوي، نو له ولس سره له نېک او غوره چلند څخه کار واخلئ، ستونزو ته یې پر وخت رسېدنه وکړئ او په دې برخه کې له هر ډول توپیري چلند او قومي تعصباتو څخه ډډه وکړئ.
په ورته مهال کې نوموړو د یادو ولسوالیو له ځایي خلکو سره په لیدنه کې هغوی ته وویل: اسلامي نظام زموږ او ستاسې ګډ ترکیب دی، هېڅ چاته اجازه مه ورکوئ چې د نظام پر وړاندې بغاوت وکړي او یا د ولس او نظام تر منځ فاصله رامنځته کړي چې په وینا یې: (( نظام د ولس په زور قایم دی، که د ولس ملاتړ نه وي نظام پر سقوط محکوم دی)).
همدا راز یې په ځانګړې ناسته کې د هغوی شکایتونه او ستونزې واورېدې، د رسېدنې او حل ډاډ یې ورکړ.
باید وویل شي، چې د یاد ولایت د امربالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدلو ریاست په تېره یوه اونۍ کې د ولسي خلکو لس ګونه شکایتونه حل کړي او په دې پار یې کړنې لا هم دوام لري.
خوست د امربالمعروف رئیس د دې ولایت د قبایلو لېسې له ښوونکو او زده کوونکو سره اصلاحي ناسته تر سره کړه
د خوست ولایت د امربالمعروف رئیس شیخ شرف الدین نقره کار د دې ولایت د قبایلو لېسې له ښوونکو او زده کوونکو سره د عقیدوي جوړښت او فکري سمون په موخه په جوړه شوې اصلاحي ناسته کې د ګډون پر مهال وویل: لوستي ځوانان د ټولنې د ملا د تیر حیثیت لري، لازمه ده چې دوی په اسلامي روزنه وروزل شي تر څو د ټولنې د هوساینې او پرمختګ سبب وګرځي چې په وینا یې « د دوی اخلاقي قوت او روزنه د ټولنې د قوت او پرمختګ سبب کېږي».
پورته څرګندونې ښاغلي نقره کار د یاد ولایت په قبایلو لېسه کې هغه مهال وکړې چې په یاده اصلاحي ناسته کې د یادې لېسې ښوونکو، د قومي شورا غړو او ګڼو زده کوونکو شتون درلود.
ښاغلي جمالي وویل، په ښوونیزو ځایونو کې پر زده کړو بوخت کسان به هغه وخت د دین او وطن ریښتنی خدمت وکړي چې په دې ځایونو کې موجود تدریسي نصاب د اسلامي نصوصو تشریح او د هغوی پر قیاس برابرشي.
هغه په غونډه کې ناستو زده کوونکو ته په خبرو کې وویل، له وخت څخه په ګټې اخیستنې زده کړیز فرصتونه له لاسه مه ورکوئ هڅه وکړئ د خپلو درسي کتابونو تر څنګ دیني او فکري کتابونه ولولئ، څو له اسلامي احکامو خبر او د پردیو فکرونو له ضرر څخه په امن شئ.
دغه راز ناستې ته د یادې لېسې ښوونو او زده کوونکوهم خبرې وکړې او په دې ولایت کې یې د محتسبینو کړنې وستایلې او د دې برخې له مسؤلینو یې د داسې ناستو د دوام غوښتنه وکړه.
د یادولو ده چې د د ې ولایت د امربالمعروف ریاست محتسبین په ښوونیزو مرکزونو، امارتي ادارو او ولسي خلکو سره اصلاحي ناستې تر سره کوي چې ورسره په ټولنه کې د معروفاتو په اقامه او د منکراتو په مخنیوي کې د پام وړ بدلون راغلی.
د ارزګان ولایت د امربالمعروف ریاست محتسبینو د دې ولایت له دیني عالمانو او قومي مخورو سره ولسي ناسته تر سره کړه
د ارزګان ولایت د امربالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدلو ریاست محتسبینو د دې ولایت له دیني عالمانو، ځوانانو او قومي مخورو سره په جوړه شوې ناسته کې دیني عالمانو ته په خطاب کې وویل، د الهي احکامو په سم ډول د ټولنې تر خلکو رسول مو دیني او هېوادنی مسؤلیت دی چې باید تر سره یې کړو.
دا ناسته چې موخه یې په ټولنه کې د معروفاتو اقامه او د منکراتو مخنیوی او په دې برخه کې د دیني عالمانو او قومي مخورو مرسته وه محتسبینو دیني عالمانو او قومي مخورو ته وویل، د امربالمعرفو وزارت له لوري د ټولنې د سمون په موخه شوې سپارښتنې الهي قوانین دي چې پلي کول یې زموږ او ستاسې ګډ مسؤلیت دی چې باید تر سره یې کړو.
په دې تړاو محتسبینو زیاته کړه، اسلام ضد ډلې هڅه کوي چې د رسنیو او نورو بېلابېلو لارو خپل بد کلتور زموږ اسلامي ټولنې ته راوړي چې پر وړاندې یې مبارزه او نوی نسل یې پر خلاف روزل د دیني عالمانو او لوستې طبقې مسؤلیت دی چې په دې سره موږ کولی شو خپل نوی نسل له پردیو افکارو لري او په اسلامي روحیه سمبال وروزو.
ورته وخت کې د یاد ولایت محتسبینو د بېلا بېلو امارتي اداروو له مسؤلینو څخه د خپلو کتنو او څارونو پر مهال له هغوی وغوښتل چې خپل سیرت او صورت له نبوي ارشاداتو سره سم جوړ کړي او په دې برخه کې د مسؤلینو پوره اطاعت وکړي.
دغه راز د سیمې خلکو د امربالمعروف د مسؤلینو له لوري د داسې ناستو جوړول له اسلامي نظام سره د ولس د همکاري مهم راز وباله او زیاته یې کړه چې په ټولنه کې د حجاب دودول او په ودونو کې د بېځایه دودونو او لګښتونو بندیز یې د ټولنې د ثبات او سمون غوره لار وبلله.
د یادولو ده چې د دې ولایت د امربالمعروف ریاست محتسبین د مرکز په ګډون په ولسوالیو کې له ځایي خلکو او امارتي مسؤلینو سره د معروفاتو د اقامې، د منکراتو د مخنیوي او د هغوی د ستونزو اورېدلو په موخه ناستې تر سره کوي چې ور سره په ټولنه کې د منکراتو په مخنیوي او د ځایي خلکو د ستونزو په حل کې د پام وړ بدلون راغلی.
د لوګر ولایت د امربالمعروف ریاست مسؤولینو د دې ولایت د ځینو امارتي ادارو له مسؤولینو سره اصلاحي ناستې تر سره کړې
د لوګر ولایت د امربالمعروف، نهې عن المنکر او د شکایتونو اورېدلو ریاست مسؤولینو د دې ولایت د ځینو امارتي ادارو له مسؤولینو او منسوبینو سره د امربالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت له لوري د معروفاتو اقامې او د منکراتو مخنیوي په موخه بېلا بېلې اصلاحي ناستې تر سره کړې.
په دغو بېلا بېلو اصلاحي ناستو کې محتسبینو د یادو ادارو مسؤولینو ته په خبرو کې وویل: ټولې امارتي ادارې په نظام کې یو قوي ارزښت لري چې مسؤولین یې باید د ټولنې او ولس د خدمت لپاره بې سارې هڅې او د خلکو مشکلاتو او شکایتونو ته پر وخت رسېدنه وکړي.
دغه راز محتسبینو د امربالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت د سپارښتنو پر اساس له هغوی وغوښتل چې سیرت او صورت له نبوي ارشاداتو سره سم جوړ کړي، په بیت المال کې له خیانت کولو ډډه وکړي او په دې برخه کې د مشران پوره اطاعت وکړي.
همدا رنګه د یادو ادارو مسؤولینو په دې ولایت کې د امربالمعروف، نهې عن لمنکر او شکایتونو اورېدلو ریاست د مسؤولینو کړنې وستایلې او ژمنه یې وکړه چې د یاد ریاست له لوري شوې سپارښتنې به په پوره توګه پلې کوي او په کارونو کې به یې مرسته کوي.
د یادولو ده چې د دې ولایت د امربالمعروف، نهې عن المنکر ریاست محتسبین د وزارت د سپارښتنو پر اساس له ځایي خلکو او امارتي مسؤولینو سره د معروفاتو اقامې او د منکراتو مخنیوي په موخه اصلاحي ناستې کوي چې ور سره په دې برخو کې د پام وړ بدلون راغلی.
میدان وردګ ولایت کې محتسبینو د نظامي مرکزونو له مسؤولینو سره اصلاحي ناستې تر سره کړې
د میدان وردګ ولایت د امربالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت محتسبینو د نظامي مرکزونو له مسؤولینو سره په بېلابېلو اصلاحي ناستو کې هغوی ته وویل: زموږ کړنې د الهي احکامو او د وزارت د سپارښتنو پر اساس تر سره کېږي نو په همدې اساس مو له تاسې غوښتنه ده چې د وزارت له لوري په نظامي برخه کې د معروفاتو د اقامې او د منکراتو په مخنیوي کې را سره مرسته وکړئ.
د یاد ولایت محتسبینو په دې اصلاحي ناستو کې چې موخه یې په نظامي مرکزونو کې د معروفاتو اقامه او د منکراتو مخنیوی وو له مسؤولینو سره په ناستو کې هغوی ته وویل: زموږ لومړنۍ هڅه په ټولنه کې د الهي احکامو پلي کول دي؛ نه غواړو خپلې شخصي غوښتنې پر خلکو ومنو، نو پر همدې اساس مو له تاسې غوښتنه ده چې په دې برخه کې د معروفاتو په اقامې او د منکراتو په مخنیوي کې را سره مرسته وکړئ څو په نظامي ځایونو کې د وزارت له لوري شوې سپارښتنې په پوره توګه پلې او د شته منکراتو مخه ونیول شي.
په ورته وخت کې د یاد ولایت محتسبینو دیني عالمانو، قومي مخورو، د ښوونځیو ښوونکو او ځوانانو سره د لیدنو پر مهال هغوی ته زیاته کړه، اسلامي نظام د الله ﷻ نعمت دی چې په کارونو کې یې مرسته کول مو الهي او هېوادنی مسؤولیت دی.
د یادولو ده چې د یاد ولایت د امربالمعروف ریاست محتسبین د وزارت د هدایت پر اساس په ټولو ولسوالیو کې له ځایي خلکو او امارتي مسؤولینو سره اصلاحي ناستې کوي چې ور سره په دې برخو کې د منکراتو په مخنیوي کې د پام وړ بدلون راغلی.
د هرات ولایت د امربالمعروف رئیس: موږ پر ولس حاکمان نه؛ بلکې د ولس خادمان یو
د هرات ولایت د امربالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدلو رئیس الحاج شیخ عزیزالرحمن المهاجر د یاد ولایت اووه ولسوالیو( ادرسکن، زاول، شینډنډ، زیرکوه، کوه زور، پشتکوه او فارسي ولسوالیو) ته د یو پلاوي په ملتیا د ولسي خلکو د ستونزو او شکایتونو اورېدلو او په یادو ولسوالیو کې د امربالمعروف او نهې عن المنکر آمریتونو څخه د هغوی د کړنو د ارزونې او څار په موخه سفرونه وکړل.
د دې سفرونو پر مهال د یاد ولایت د امربالمعروف رئیس د ولسوالیو د ملکي او نظامي ادارو له مسؤولینو سره په لیدنو کې له هغوی وغوښتل چې له خلکو سره له نېک او غوره چلند څخه کار واخلي او شته ستونزو ته یې پر وخت رسېدنه وکړي، د هغه په وینا: ((مونږ د ولس حاکمان نه؛ بلکې خادمان یو، نه باید پر ولس ځان لوړ وګڼو بلکې شپه او ورځ باید هڅه وکړو چې د ولس خدمت وکړو او شته ستونزو ته یې پر وخت رسېدنه وکړو.))
په ورته مهال کې شیخ المهاجر د یادو ولسوالیو د علماوو، قومي مخورو او عامو وګړو سره جلا ناستې تر سره کړې او هغوی ته یې ډاډ ورکړ چې شته ستونزې به یې د حل په موخه تر مسؤولو چارواکو ورسوي.
بل خوا ولسي خلکو د یاد پلاوي له ورتګ څخه خوښي وښوده او د خپلو ستونزو د حل په موخه یې دا ورتګ اغېزمن وباله.
د یادونې وړ ده چې د یاد سفر په ترڅ کې ښاغلي مهاجر د ذکر شوو ولسوالیو د امربالمعروف او نهې عن المنکر آمریتونو څخه د هغوی د کړنو د څار په موخه لیدنه وکړه او پر هغوی یې ټینګار وکړ چې په چارو کې له خلکو سره له غوره چلند څخه کار واخلي او ستونزو ته یې پر وخت رسېدنه وکړي.
پکتیکا کې ځایي اوسېدونکي د امربالمعروف له مسؤولینو غواړي چې د معروفاتو د اقامې او د منکراتو د مخنیوي په پار کړنې جاري وساتي
د پکتیکا ولایت د امربالمعروف، نهې عن المنکر او شکایاتو اورېدلو رئیس مولوي نعمت الله مخلص د دې ولایت د چهاربران، نعمت اباد او ګومل ولسواليو له دیني عالمانو او قومي مخورو سره د همغږۍ او په ټولنه کې د معروفاتو اقامې او د منکراتو مخنیوي په موخه بېلا بېلې ناستې تر سره کړې.
په دې ناستو کې د امربالمعروف رئیس وویل: د اسلامي امارت اصلي موخه په ټولنه کې د شریعت تطبیق او د منکراتو له منځه وړل دي؛ همدا اساسي دنده د دیني عالمانو مسؤولیت دی چې باید تر سره یې کړي او په ټولنه کې د شته ستونزو مخه ونیسي.
دغه راز یې د سیمې پر قومي مخورو غږ وکړ چې په ټولنه کې د بېځایه او غیر شرعي دودونو په مخنیوي، په ځانګړې توګه د بې حجابۍ په له منځه وړلو او په ودونو او نورو خوښیو کې د بې ځایه لګښتونو په مخنیوي کې له محتسبینو سره مرسته وکړي چې په وینا یې تر څو په ټولنه کې الهي قوانین پلي او د شته منکراتو مخه په تمامه مانا ونیول شي.
په ورته مهال ځایي اوسیدونکي د امربالمعروف، نهې عنالمنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت کړنې ستایي او له مسؤولینو غواړي ترڅو په دې برخو کې خپلې هڅې جاري وساتي.
بل خوا د سیمې دیني عالمانو او قومي مخورو د یاد ولایت د امربالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدلو ریاست کړنې وستایلې او ژمنه یې وکړه چې شوې سپارښتنې به پوره توګه پلې کوي.
په میدان وردګ ولایت کې د دوو کورنیو ترمنځ درې کلنه دښمني پر دوستۍ بدله شوه
د میدان وردګ ولایت اړوند سید آباد ولسوالۍ سیوري سیمه کې د یادې ولسوالۍ د امر بالمعروف، نهې عنالمنکر او شکایتونو اورېدلو آمریت محتسبینو، امنیتي مسؤولینو او د سیمې د قومي مخورو په همکارۍ او هلو ځلو د دوو کورنیو ترمنځ درې کلنه بدي حل او پر دوستۍ بدله شوه.
په دې اړه جوړه شوې ناسته کې د سید آباد ولسوالۍ د امر بالمعروف، نهې عنالمنکر او شکایتونو اورېدلو آمر په خپلو خبرو کې د سولې پر ارزښت خبرې وکړې او ویې ویل: خپل منځي شخړې ټولنه د بې اتفاقۍ لور ته ټېل وهي او د خلکو ژوند له ګواښ سره مخ کوي او په ټولنه کې د نورو ستونزو د را منځته کېدو سبب کېږي.
نوموړي د سیمې پر خلکو غږ وکړ چې د اسلامي اصولو په رڼا کې ژوند وکړي او په ټولنه کې دې ټولې ستونزې د خبرو او جرګو له لارې حل کړي.
هغه همداراز زیاته کړه، د اسلامي امارت د هرې برخې مسؤولین هڅه کوي تر څو د هېوادوالو لپاره د ارام ژوند تېرولو زمینه برابره کړي او چاته دا اجازه نه ورکوي چې ګډوډیو او بې اتفاقیو ته لار هواره کړي.
په ورته مهال کې ځایي اوسېدونکو د امر بالمعروف وزارت د محتسبینو اصلاحي کړنې وستایلې او زیاته یې کړه چې مسؤولین، قومي مخور او متنفذین باید د خلکو ترمنځ د شته ستونزو د هواري لپاره خپلې هڅې جاري وساتي.
دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې هم د دې ولایت د امربالمعروف ریاست محتسبینو په خپلو هڅو په ټولنه کې د بدیو مخه نیولې چې ځایي خلک یې له کړنو هر کلی کوي.
غزني کې اته تنه د نشه یي موادو د پلور او اخلاقي فساد په جرمونو نیول شوي دي
د غزني ولایت د امربالمعروف، نهی عن المنکر اوشکایتونو اوریدلو ریاست محتسبینو د ځایي مسؤلینو په همغږۍ د یاد ولایت پنځمې حوزې سنجتک سیمه کې (اته تنه) د نشه یي موادو او ویښتانو د پېر او پلور او اخلاقي فساد په جرمونو نیولي دي چې د قضیو د نورو څېړنو په موخه عدلي او قضایي ارګانونو ته سپارل شوي دي.
په دې تړاو د یاد ولایت د امربالمعروف ریاست محتسبین زیاتوي چې د دې کسانو له جملې څخه یو تن د (شېرین ګل) په نوم له شپږ کیلو چرسو سره نیول شوی او پاتې نور کسان د وېښتانو د پېر او اخلاقي فساد په جرمونو نیول شوي چې قضیې یې د لا نورو څېړنو په موخه اړوندو ارګانونو ته شپارل شوې دي.
په ورته مهال کې ځایي اوسیدونکي د امر بالمعروف، نهې عنالمنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت کړنې ستایي او له مسئولینو غواړي ترڅو په دې برخو کې خپلې هڅې جاري وساتي.
د یادونې وړده چې تردې وړاندې هم د یاد ولایت د امربالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدلو ریاست د مسؤلینو له لوري په لسګونوکسان د اصولوپه رڼا کې د قمار، کوډو، اخلاقي فساد اونوروجرمونو په تړاو نیول شوي چې ور سره په سیمه کې د یادو غیر شرعي کړنو په تر سره کولو کې د پام وړ کمښت راغلی.
د لوګر ولایت د امربالمعروف ریاست محتسبین: په ټولنه کې امر بالمعروف او نهې عن المنکر ترسره کول د هر مؤمن دیني مسؤولیت دی
د لوګر ولایت د امربالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدلو ریاست محتسبینو د دې ولایت د مرکز پل علم په ګډون د ځینو ولسوالیو د جوماتونو له ملا امامانو او قومي مخورو سره د همغږۍ او په ټولنه کې د اصلاح په پار په جوړو شوو اصلاحي ناستو کې هغوی ته وویل، په ټولنه کې امربالمعروف او نهې عن المنکر ترسره کول زموږ د ټولو الهي مسؤولیت دی چې باید په سمه توګه یې سر ته ورسو او په ټولنه کې د شته منکراتو مخه ونیسو.
محتسبینو د سیمې دیني عالمانو او قومي مخورو ته په خطاب کې وویل: امربالمعروف او نهې عن المنکر الهي حکم دی چې باید هر مؤمن یې په تر سره کولو کې برخه واخلي څو په ټولنه کې د شته منکراتو مخه ونیول شي او خلک نېکې لارې ته را وبلل شي.
محتسبینو دغه راز د سیمې پر دیني عالمانو غږ وکړ چې د منبرونو له لارې خلکو ته د امر بالمعروف، نهې عن المنکر او اسلامي نظام پر ارزښت خبرې وکړي او خلک د هغو کارونو له تر سره کولو منع کړي چې تر سره کول یې د وزارت له پالیسۍ سره په ټکر کې وي.
د یادولو ده چې د یاد ولایت د امربالمعروف ریاست محتسبین له ځایي خلکو او امارتي مسؤولینو سره اصلاحي ناستې کوي چې ور سره په ټولنه کې د معروفاتو په اقامې او د منکراتو په مخنیوي کې د پام وړ بدلون راغلی.
نظامي معینیت: لومړنۍ هڅه مو په نظامي برخه کې د شوو سپارښتنو پلي کول دي
د امربالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت د نظامي معینیت علمي بورډ غړو د نظامي محتسبینو په ملیتا د کورنیو چارو وزارت اړوند د پلازمېنې کابل امنیه قومندانۍ د جنایي تحقیقاتو ریاست له مسؤولینو او کارمندانو سره د وزارت له لوري د شوو سپارښتونو د پلي کولو او په دې برخه کې د همغږۍ په موخه ناسته تر سره کړه.
ناستې ته د علمي بورډ غړو په خپلو خبرو کې وویل: له دې ناستو او لیدنو څخه زموږ هدف په نظامي او ملکي برخه کې د وزارت له لوري د معروفاتو اقامې او د منکراتو مخنیوي په موخه د را کړل شوو سپارښتنو پلي کول دي چې په دې برخه کې ستاسې همکاري او همغږي مهمه ده چې باید له موږ یې و نه سپموئ.
دغه راز نوموړو د آمرينو پر اطاعت او د امربالمعروف، نهې عن المنکر پر شرعي حیثیت بحث وکړ او دا یې د مسلمانانو او په ځانګړي ډول د مجاهدینو او مسؤولینو دیني او هېوادنی مسؤولیت یاد کړ.
د یادولو ده چې د امربالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت د نظامي معینیت له لوري په نظامي برخه کې د اصلاحاتو راوستلو په موخه ټاکل شوی هیئت له نظامي مسؤولینو سره ناستې کوي چې ورسره په دې برخه کې د معروفاتو په اقامه کې د پام وړ بدلون راغلی.
د هلمند ولایت د امربالمعروف رئیس: په ټولنه کې امربالمعروف ترسره کول دیني عالمانو ته پیغمبري میراث دی
د هلمند ولایت د امربالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدلو ریاست محتسبینو د دې ولایت له دیني عالمانو، متنفذینو او قومي مخورو سره د همغږۍ، په ټولنه کې د معروفاتو د اقامې او د منکراتو مخنیوي په موخه ناسته تر سره کړه.
دا ناسته چې موخه یې د دې ولایت له دیني عالمانو سره همغږي، په ټولنه کې د شته منکراتو مخنیوی او د معروفاتو اقامه وه، د یاد ولایت د امربالمعروف رئیس مولوي محمد امین بدخشاني راغلو علماوو ته د ښه راغلاست تر څنګ وویل: په ټولنه کې امربالمعروف او نهې عن المنکر ترسره کول پیغمبري میراث او الهي حکم دی چې د ترسره کولو زیات مسؤولیت یې دیني عالمانو ته متوجه دی، نو باید په هغه ډول یې تر سره کړي لکه څنګه چې د اسلام مقدس دین غوښتنه ده.
دغه راز ښاغلي بدخشاني د مشرتابه مقام د هدایت پر اساس له دیني عالمانو وغوښتل چې په ټولنه کې د معروفاتو په اقامې او د منکراتو په مخنیوي کې له محتسبینو سره مرسته وکړي.
بل خوا د سیمې دیني عالمانو په خپلو خبرو کې په دې ولایت کې د ټولنې د اصلاح او سمون په موخه د محتسبینو کړنې وستایلې او په دې برخه کې یې له محتسبینو سره همکاري او مرسته خپل الهي او هېوادنی مسؤولیت یاد کړ او ژمنه یې وکړه چې په ټولو اصلاحي کړنو کې به له محسبینو سره همکاري کوي.
باید وویل شي چې د دې ناستې په پای کې د سیمې قومي مخورو هم د یاد ریاست له مسؤولینو سره په ټولنه کې د معروفاتو د اقامې او د منکراتو د مخنیوي په موخه د پوره همکارۍ ژمنه وکړه او خپل نېک نظرونه یې شریک کړل.
په ارزګان ولایت کې د امربالمعروف ریاست د محتسبینو له لوري د نشه یي موادو مرکز له منځه یو وړل شو
د ارزګان ولایت د امربالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدلو ریاست محتسبینو د یاد ولایت مرکز ترینکوټ په مهراباد سیمه کې د ځایي خلکو په مرسته د نشه یي توکو د استعمال یو پټن ځای کشف او له منځه یو وړ.
په دې تړاو د یاد ولایت محتسبین وایي چې دا ځای له ډېرې مودې راهیسې د روږدیو کسانو د را ټولېدو او د نشه یي موادو د خرڅلاو ځای و چې د سیمې د خلکو په مرسته یې دا ځای کشف او مجرمین یې قضایي ارګانونو ته وسپارل.
دغه راز ځایي اوسېدونکي د محتسبینو دا کړنه ستایي او وایي چې له دې سره به په ټولنه کې له یوې خوا د نشه یي موادو استعمال کم شي او له بل پلوه به د نویو ځوانانو په نشه یي موادو د روږدي کېدلو مخه ونیول شي.
د یادولو ده چې د دې ولایت د امربالمعروف ریاست محتسبین د وزارت د هدایت پر اساس له ځایي خلکو او امارتي مسؤولینو سره اصلاحي ناستې کوي چې ور سره په دې برخو کې د معروفاتو په اقامې او د منکراتو په مخنیوي کې د پام وړ بدلون راغلی.
د کندهار ولایت د امربالمعروف ریاست محتسبینو د یاد ولایت د ځینو امارتي ادارو له مسؤولینو سره اصلاحي ناستې تر سره کړې
د کندهار ولایت د امربالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدلو ریاست محتسبینو د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د فرمان د پلي کولو په موخه چې (محتسبین باید د امربالمعروف وزارت له لوري د شوو سپارښتنو د تطبیق په موخه د امارتي ادارو له مسؤولینو سره ناستې تر سره کړي).
د دې لېدنو په لړ کې محتسبینو د یادو ارګانونو مسؤولینو او کارکونکو ته په خطاب کې وویل: د اوسني اسلامي نظام د راتګ له پاره افغان ولس بې شمېره قربانۍ ورکړې دي، نو په همدې اساس مسؤولین باید له ولس سره له نرم او مسلکي چلند څخه کار واخلي او شته ستونزو ته یې پر وخت رسېدنه وکړي او څوک پرې نږدي چې د نظام او ولس تر منځ د واټن راتلو سبب وګرځي.
دغه راز یې له نظامي مسؤولینو وغوښتل چې په بیت المال کې له خیانت کولو ډډه وکړي او په اداري چارو کې له هر ډول توپیري چلند کولو څخه ځانونه وساتي.
د یادونې وړ ده چې د کندهار ولایت د امربالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدلو ریاست محتسبین د منکراتو د مخنیوي او د معروفاتو د اقامې په موخه د امارتي ادارو څخه لېدنې ترسره کوي چې ور سره په یادو برخو کې د معروفاتو په اقامې او د منکراتو په مخنیوي کې د پام وړ بدلون راغلی.
د خوست ولایت محتسبینو په یاد ولایت کې د دولس ولسوالیو له اوسېدونکو سره اصلاحي ناستې تر سره کړې
د خوست ولایت د امربالمعروف، نهې عن المنکر او د شکایتونو اورېدلو ریاست محتسبینو د مرکز په ګډون په دولس ولسوالیو کې له ځایي خلکو سره په تر سره شوو اصلاحي ناستو کې له هغوی د وزارت د سپارښتنو پر اساس وغوښتل چې سیرت او صورت له نبوي ارشاداتو سره سم جوړ کړي، لمونځونه پر جماعت سره اداء او د هغو ټولو کړنو له تر سره کولو ډډه وکړي چې د اسلامي اصولو او افغاني دود سره په ټکر کې وي.
دغه راز محتسبینو له ځایي خلکو وغوښتل چې په ودونو او نورو خوښیو کې د بېځایه او غیر شرعي کړنو له تر سره کولو ډډه وکړي او په دې تړاو د وزارت له لوري شوې سپارښتنې په پوره توګه پلې کړي.
په ورته وخت کې محتسبینو د دې ولایت د ځینو نظامي او ملکي ادارو له مسؤولینو سره هم په لیدنو کې له هغوی وغوښتل چې په اداري چارو کې له هر ډول توپيري چلند څخه ډډه وکړي، د ولسي خلکو ستونزو ته پر وخت رسېدنه او په دې برخه کې د مشرانو د سپارښتنو پوره اطاعت وکړي.
د یادولو ده چې د دې ولایت د امربالمعروف، نهې عن المنکر او د شکایتونو اورېدلو ریاست محتسبین د وزارت د سپارښتنو پر اساس له ځایي خلکو او امارتي مسؤولینو سره اصلاحي ناستې کوي چې ور سره په دې برخو کې د معروفاتو په اقامې او د منکراتو په مخنیوي کې د پام وړ بدلون راغلی.
د ارزګان ولایت محتسبین: لومړنۍ هڅه مو په امارتي ادارو کې د مشرتابه او امربالمعروف وزارت له لوري د شوو سپارښتنو پلي کول دي
د ارزګان ولایت د امربالمعروف، نهې عن المنکر او د شکایتونو اورېدلو ریاست محتسبینو د دې ولایت په مرکز ترین کوټ کې د ځینو نظامي ارګانونو له مسؤولینو سره په بېلا بېلو اصلاحي ناستو کې هغوی ته وویل: لومړنۍ هڅه مو په نظامي لیکو او امارتي ادارو کې د مشرتابه او امربالمعروف وزارت له لوري د شوو سپارښتونو پلي کول دي.
د محتسبینو دغه څو کسیز هیئت له نظامي ارګانونو څخه د لیدنو پرمهال، د یادو ځایونو مسؤولینو ته په خپلو خبرو کې زیاته کړه؛ دې لپاره موږ اړ یو چې دغه قوانین لومړي په امارتي کارمندانو پلي کړو، چې نړیوالو ته یې د نمونې په شکل وړاندې کړو.
په ورته وخت کې د یاد ولایت د امربالمعروف، نهې عن المنکر او د شکایتونو اورېدلو ریاست محتسبینو د دې ولایت له مرکزي زندان څخه په لیدنه کې د زندان له مسؤولینو وغوښتل چې له زندانیانو سره له غوره چلند څخه کار واخلي او هغوی ته د روزنیزو درسونو لړۍ شروع کړي، څو هغوی د کړو جرمونو له بیا تکرار ډډه وکړي او د اسلامي نظام غوښتنو ته ژمن و اوسي.
د یادولو وړ ده، د دې اصلاحي لیدنو موخه چې د نظامي او ملکي ادارو مسؤولینو ته د امربالمعروف، نهې عن المنکر او د شکایتونو اورېدلو وزارت له لوري د منکراتو د مخنیوي په موخه د شوو سپارښتنو اورول او د شته منکراتو مخه نیول دي، نو د مشرتابه د حکم پر اساس محتسبین په ټول هېواد کې پر نظامي ځایونو ګرځي او هغوی ته د مشرتابه او امربالمعروف وزارت له لوري شوې سپارښتنې اوروي، چې ورسره په نظامي او ملکي ادارو کې د منکراتو په مخنیوي کې د پام وړ بدلون راغلی.
د کونړ ولایت د امربالمعروف ریاست محتسبینو د یاد ولایت له ځینو امارتي ادارو څخه لیدنه وکړه
د کونړ ولایت د امربالمعروف، نهې عن المنکر او د شکایتونو اورېدلو ریاست محتسبینو د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د فرمان له مخې (چې محتسبین باید د امارتي ادارو له مسؤولینو سره د همغږۍ په موخه ناستې ترسره کړي) د تطبیق په دوام د یاد ولایت له امارتي ادارو څخه لیدنه وکړه.
محتسبینو د دې لیدنو په لړ کې امارتي کارکونکو ته په خبرو کې وویل، چې له ولسي خلکو سره له نېک او غوره چلند څخه کار واخلي او په وینا یې؛ ستاسې د هر مسؤول کړنې د اسلامي نظام نمایندګي کوي، ولس د هر امارتي کارکونکي مثبت او منفي چلند نظام او امارت ته منسوبوي، نو راځئ چې د امارت ښه استازولي وکړو او د ټاکل شوې تګلارې پر اساس خپلې کړنې تر سره کړو، څو ولسي خلک له اسلامي نظام څخه راضي او غوښتنو ته یې ژمن و اوسي.
دغه راز محتسبینو د یادو ادارو کارمندانو ته وریاده کړه چې سیرت او صورت له نبوي ارشاداتو سره سم جوړ کړي او په دې برخه کې د مشرانو پوره اطاعت وکړي.
د یادولو ده چې د دې ولایت د امربالمعروف ریاست محتسبین د وزارت د هدایاتو پر اساس له ځایي خلکو او امارتي مسؤولینو سره اصلاحي ناستې کوي چې ور سره په دې برخو کې د معروفاتو په اقامې او د منکراتو په مخنیوي کې د پام وړ بدلون راغلی.
د نورستان ولایت د امربالمعروف ریاست محتسبینو له ځایي خلکو سره اصلاحي ناستې تر سره کړې
د نورستان ولایت د امربالمعروف، نهې عن المنکر او د شکایتونو اورېدلو ریاست محتسبینو د دې ولایت د مرکز په ګډون په شپږو لسوالیو کې له ځایي خلکو سره په ټولنه کې د ناسمو دودونو د مخنیوي او د حجاب پر ارزښت او رعایتولو په پار اصلاحي ناستې تر سره کړې.
په دې اصلاحي ناستو کې محتسبینو ځایي خلکو ته د دعوت پر مهال وویل: زموږ لومړنۍ هڅه په ټولنه کې د معروفاتو اقامه او د منکراتو مخنیوی دی، نو په همدې اساس مو له تاسې غوښتنه ده چې په ټولنه کې د ناسمو دودونو په مخنیوي کې له موږ سره مرسته وکړئ، تر څو په ټولنه کې الهي قوانین پلي او د شته منکراتو مخه ونیول شي.
دغه راز د دې ولایت محتسبینو د سیمې له دیني عالمانو سره په جلا ناستو کې له هغوی وغوښتل چې د منبرونو له لارې خلکو ته د اسلامي نظام، امربالمعروف او نهې عن المنکر پر ارزښت خبرې وکړي او هغوی ته د اسلام او عباداتو لومړني احکام ور وښیي.
په ورته وخت کې محتسبینو د امارتي ادارو له مسؤولینو سره په اصلاحي ناستو کې له هغوی وغوښتل چې له خلکو سره له نېک او غوره چلند څخه کار واخلي، ستونزو ته یې پر وخت رسېدنه وکړي او په اداري چارو کې له هر ډول توپیري چلند کولو څخه ډډه وکړي.
همدارنګه یې هغوی ته سپارښتنه وکړه چې په بیت المال کې له خیانت کولو څخه ډډه وکړي او په دې برخه کې د مشرانو پوره اطاعت وکړي.
د یادولو ده چې د دې ولایت محتسبین د امربالمعروف، نهې عن المنکر او د شکایتونو اورېدلو وزارت د هدایتو پر اساس له ځایي خلکو او امارتي مسؤولینو سره اصلاحي نلاستې کوي چې ورسره په دې برخه کې د معروفاتو په اقامې او د منکراتو په مخنیوي کې د پام وړ بدلون راغلی.
د لغمان ولایت د امربالمعروف رئیس د سیمې له دیني عالمانو او قومي مخورو سره د غیر شرعي دودونو د مخنیوي په موخه اصلاحي ناسته تر سره کړه
د لغمان ولایت د امربالمعروف، نهې عن المنکر او د شکایتونو اورېدلو رئیس د دې ولایت د مرکز په ګډون د ولسوالیو له دیني عالمانو، قومي مخورو او ځایي اوسېدونکو سره په ودونو او نورو خوښیو کې، د تر سره کېدونکو بېځایه او غیر شرعي دودونو د مخنیوي په موخه ولسي ناسته تر سره کړه.
په دې ولسي ناسته کې چې موخه یې د سیمې خلکو ته د امیر المؤمنین حفظه الله او امربالمعروف وزارت له لوري په ټولنه کې د معروفاتو د اقامې او د منکراتو د مخنیوي په موخه د شوو سپارښتنو اورول وو، د یاد ولایت د امربالمعروف رئیس د مشر تابه د فرمان له مخې په ټولنه کې د شریعت خلاف ناوړه دودونو( لکه لوړ ولور، په بدو کې د ښځو ورکړه، له ميراث څخه بې برخې کول، مهر نه ورکول، په زوره نکاح کول او په نکاح ورکول، په ښځو باندې شاقه کارونه کول، بې حجابي او بې ځایه مصارف کول چې غیر شرعي دودونه دي) په تړاو خبرې وکړې او د سیمې پر دیني عالمانو او قومي مخورو یې ټینګار وکړ چې د دې بدو دودونو د له منځه وړلو په برخه کې جدي اقدامات وکړي او له خلکو وغواړي چې د ژوند ټولې چارې د اسلامي اصولو په رڼا کې پرمخ یوسي.
دغه راز یې له دیني عالمانو وغوښتل چې د منبرونو له لارې خلکو ته د اسلام او عباداتو په لومړنیو احکامو خبرې وکړي او خلکو ته په ټولنه کې د امربالمعروف ارزښت بیان کړي.
دغه راز د سیمې دیني عالمانو او قومي مخورو په خپلو خبرو کې د محتسبینو له لوري د داسې ناستو جوړول له اسلامي نظام سره د ولس د همکارۍ مهم راز وباله او زیاته یې کړه چې په ټولنه کې د حجاب دودول او په ودونو کې د بېځایه دودونو او لګښتونو مخه نیول د ټولنې د ثبات او سمون غوره لار ده.
د یادولو ده چې د دې ولایت محتسبین د مرکز په ګډون په ولسوالیو کې له ځایي خلکو سره د معروفاتو د اقامې، د منکراتو د مخنیوي او د هغوی د ستونزو اورېدلو په موخه ناستې تر سره کوي چې ور سره په ټولنه کې د معروفاتو په اقامې او د منکراتو په مخنیوي او د ځایي خلکو د ستونزو په حل کې د پام وړ بدلون راغلی.
د نورستان ولایت د امربالمعروف ریاست محتسبین: په ټولنه کې د ناسمو او غیر شرعي دودونو مخنیوی د ټولو ګډ مسؤولیت دی
د نورستان ولایت د امربالمعروف، نهې عن المنکر او د شکایتونو اورېدلو ریاست محتسبینود دې ولایت مرکز پارون په ګډون په ولسوالیو کې له ځایي خلکو سره په ټولنه کې د ناسمو دودونو پر مخنیوي او د حجاب پر ارزښت او رعایتولو په پار اصلاحي ناستې تر سره کړې.
په دې اصلاحي ناستو کې محتسبینو ځایي خلکو ته دعوت پر مهال وویل: د امر بالمعروف، نهې عن المنکر او د شکایتنو اورېدلو وزارت د محتسبینو لومړنۍ هڅه په ټولنه کې د معروفاتو اقامه او د منکراتو مخنیوی دی، نو په همدې اساس مو له تاسې غوښتنه ده چې په ټولنه کې د ناسمو دودونو په مخنیوي کې له موږ سره مرسته وکړئ، تر څو په ټولنه کې الهي قوانین پلي او د شته منکراتو مخه ونیول شي.
دغه راز د دې ولایت محتسبینو د سیمې له دیني عالمانو سره په جلا ناستو کې له هغوی وغوښتل چې د منبرونو له لارې خلکو ته د اسلامي نظام، امربالمعروف او نهې عن المنکر پر ارزښت خبرې وکړي او هغوی ته د اسلام او عباداتو لومړني احکام ور وښیي.
په ورته وخت کې محتسبینو د امارتي ادارو له مسؤولینو سره په اصلاحي ناستو کې له هغوی وغوښتل چې له خلکو سره له نېک او غوره چلند څخه کار واخلي، ستونزو ته یې پر وخت رسېدنه وکړي او په اداري چارو کې له هر ډول توپیري چلند څخه ډډه وکړي.
همدارنګه یې هغوی ته سپارښتنه وکړه چې په بیت المال کې له خیانت کولو څخه ډډه وکړي او په دې برخه کې د مشرانو پوره اطاعت وکړي.
د یادولو ده چې د دې ولایت محتسبین د امربالمعروف، نهې عن المنکر او د شکایتونو اورېدلو وزارت د هدایتو پر اساس له ځایي خلکو او امارتي مسؤولینو سره اصلاحي ناستې کوي چې ورسره په دې برخه کې د معروفاتو په اقامې او د منکراتو په مخنیوي کې د پام وړ بدلون راغلی.
د هرات ولایت د امربالمعروف ریاست مسؤولینو د دې ولایت د اوسېدونکو (۱۴۰) شکایتونه حل کړي
د هرات ولایت د امربالمعروف، نهې عن المنکر او د شکایتونو اورېدلو ریاست د شکایتونو اورېدلو او څېړلو آمریت د ۱۴۰۳ لېږدیز لمریز کال له پیله (۲۰۰) شکایتونه ثبت کړي چې له یادو شکایتونو څخه (۱۴۰) شکایتونه د یاد آمریت له لورې حل شوي او (۲۱) نور شکایتونه د لا ښې څیړنې په موخه اړوندو اداراو ته استول شوي او پاتې (۱۹) شکایتونه چې د دې ادارې سره یې تړاو نه درلود رد کړل شوي او عارضینو ته لارښونه شوې ده.
په دې تړاو د هرات ولایت د امربالمعروف، نهې عن المنکر او د شکایتونو اورېدلو ریاست رئیس الحاج شیخ عزیز الرحمن المهاجر وایي؛ هغه وګړي چې له امارتي مسؤولینو څخه کوم شکایت ولري، نو په ډاډه زړه کولی شي له دوی سره یې شریک کړي چې په وینا یې د ولسي وګړو شکایتونه په پوره دقت او بې پریتوب څېړل کېږې او د حل په موخه تر مسؤولو چارواکو رسول کېږي.
بل خوا د هرات ولایت ولسي وګړې وایي چې د دې ولایت د امربالمعروف او د شکایتونو اورېدلو ریاست د فعالیت له شروع سره د ډېرو ستونزو مخه نیول شوې او ولسي خلک په ازاد ډول او بې له کومې وېرې کولی شي خپل شکایتونه د حل په موخه تر مسؤولو چارواکو ورسوي.
د کندهار ولایت محتسبینو د یاد ولایت د ځینو امارتي ادارو له مسؤولینو سره د سپارښتنو د پلي کولو په موخه ناستې تر سره کړې
د کندهار ولایت د امربالمعروف، نهې عن المنکر او د شکایتونو اورېدلو ریاست محتسبینو د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د فرمان د پلي کولو په موخه چې (محتسبین باید د امربالمعروف وزارت له لوري د شوو سپارښتنو د تطبیق په موخه د امارتي ادارو له مسؤولینو سره ناستې تر سره کړي) د ځینو نظامي او ملکي ادارو له مسؤولینو سره ناستې تر سره کړې.
د دې لېدنو په لړ کې محتسبینو مسؤولینو او کارکونکو ته په خطاب کې وویل: د اوسني اسلامي نظام د راتګ لپاره افغان ولس بې شمېره قربانۍ ورکړې دي نو په همدې اساس مسؤولین باید د ولس سره له نرم او مسلکي چلند څخه کار واخلي او شته ستونزو ته یې پر وخت رسېدنه وکړي او څوک پرې نږدي چې د نظام او ولس تر منځ د واټن راتلو سبب وګرځي او پر هغوی یې ټینګار وکړ چې خپل سیرت او صورت له نبوي سنتونو سره سم جوړ کړي.
دغه راز یې له نظامي مسؤولینو وغوښتل چې په بیت المال کې له خیانت او په اداري چارو کې له هر ډول توپیري چلند کولو څخه ډډه وکړي.
د یادونې وړ ده چې د کندهار ولایت د امربالمعروف، نهې عن المنکر او د شکایتونو اورېدلو ریاست محتسبین د منکراتو د مخنیوي او د معروفاتو د اقامې په موخه د امارتي ادارو څخه لېدنې ترسره کوي چې ور سره په یادو برخو کې د معروفاتو په اقامې او د منکراتو په مخنیوي کې د پام وړ بدلون راغلی.
د میدان وردګ ولایت د سید آباد ولسوالۍ محتسبینو دوه کلنه دښمني پر دوستۍ بدله کړه
د میدان وردګ ولایت د سید آباد ولسوالۍ د امربالمعروف، نهې عن المنکر او د شکایتونو اورېدلو آمریت محتسبینو د سیمې د قومي مخورو په هڅو د دوو قومونو تر منځ دوه کلنه دښمني پر دوستۍ بدله کړه.
په دې پار جوړه شوې ولسي ناسته کې چې د یاد ولایت د امربالمعروف، نهې عن المنکر او د شکایتونو اورېدلو ریاست مسؤولینو، د یاد ولایت امارتي مسؤولینو، د سیمې دیني عالمانو او قومي مخورو ګډون درلود، محتسبینو په خپلو خبرو کې د بې اتفاقۍ پر بدو پایلو او د یووالي پر ارزښت خبرې وکړې.
همدارنګه محتسبینو زیاته کړه، الله جل جلاله موږ ته په قران کریم کې ویلي دي چې مؤمنان د یو وجود حیثیت لري؛ دوی باید په خپلو منځونو کې یو بل له بدیو منع او د نېکیو لور ته یې را وبولي چې همدا د اسلام مقدس دین غوښتنه ده.
دغه راز ناستې ته دیني عالمانو، قومي مخورو او د پېښې ښکېلو اړخونو په خبرو کې پر دې جوړ جاړي خوښي وښوده او په دې ولایت کې یې د محتسبینو کړنې وستایلې.
د غزني ولایت د امربالمعروف رئیس د یاد ولایت له مرکزي زندان څخه د بندیانو د ستونزو اورېدلو په موخه لیدنه وکړه
د غزني ولایت د امربالمعروف، نهې عن المنکر او د شکایتونو اورېدلو رئیس مولوي محمدعالم ناصح او ورسره مل پلاوي د دې ولایت له مرکزي زندان څخه د زندانیانو د ستونزو اورېدلو په موخه لیدنه وکړه.
ښاغلي ناصح په دې لیدنه کې لومړی د زندان له رئیس قاري عادل سره په ځانګړې ناسته کې له هغوی وغوښتل چې د زندانیانو حقوقو ته پوره پاملرنه وکړي او د هغوی لپاره د اصلاحي درسونو زمینه برابره کړي چې تر څو هغوی د کړو جرمونو له بیا تکرار ډډه وکړي او د اسلامي نظام غوښتنو ته ژمن و اوسي.
دغه راز یې له هغوی وغوښتل چې په دې برخه کې له هر ډول توپیري چلند کولو څخه ډډه وکړي او زندانیانو ته د محکمې د حکم له اورولو څخه مخکې د تعزیري سزا له ورکولو څخه ځان وساتي.
د دې لیدنې په پای کې د یاد ولایت د امربالمعروف، نهې عن المنکر او د شکایتونو اورېدلو رئیس د مل پلاوي په ملتیا له زندانیانو څخه لیدنه وکړه او د هغوی ستونزې یې له نیږدې واورېدې چې ورغلي هیئت ورته د شته ستونزو د حل او تر مسؤولو چارواکو د رسولو ډاډ ورکړ.
د یادولو ده چې د دې ولایت د امربالمعروف، نهې عن المنکر او د شکایتونو اورېدلو ریاست محتسبین د وزارت د هدایاتو پر اساس له ځایي خلکو او امارتي مسؤولینو سره اصلاحي ناستې کوي چې ور سره په یادو برخو کې د معروفاتو په اقامه او د منکراتو په مخنیوي کې د پام وړ بدلون راغلی.
د ارزګان ولایت د امربالمعروف رئیس د دې ولایت خاص ارزګان او چنارتو ولسوالیو ته سفرونه وکړل
د ارزګان ولایت د امربالمعروف، نهې عن المنکر او د شکایتونو اورېدلو رئیس مفتي کریم الله فقیر د دې ولایت (خاص ارزګان او چنارتو) ولسوالیو ته د محتسبینو د کړنو د څارنې او هغوی ته په دعوتي برخه کې د وزارت له لوري د شوو سپارښتنو د اورولو په موخه سفرونه وکړل.
د دې سفرونو پر مهال ښاغلي فقیر محتسبینو ته په خبرو کې وویل، چې په ټولنه کې د معروفاتو د اقامې او د منکراتو مخنیوي لپاره له پوره زغم او حوصلې څخه کار واخلي او په دې برخه کې له خلکو سره نرم او مسلکي چلند وکړي، څو خلک د منکراتو له ترسره کولو ډډه او د معروفاتو اقامه وکړي.
دغه راز یې د یادو ولسوالیو محتسبینو ته د امربالمعروف، نهې عن المنکر او د شکایتونو اورېدلو وزارت له لوري په دعوتي برخه کې د شوو سپارښتنو پر اساس وویل، چې په دعوتي برخه کې له پوره نرمۍ څخه کار واخلي او په دې برخه کې د مشرانو پوره اطاعت وکړي.
د یادولو ده چې د یاد ولایت د امربالمعروف، نهې عن المنکر او د شکایتونو اورېدلو ریاست مسئولینو له لوري د دې ولایت د مرکز او ولسوالیو له محتسبینو سره په دعوتي برخه کې د وزارت له لوري د ټاکل شوې تګلارې د اورولو او له خلکو سره د نرم او غوره چلند کولو په پار روزنیز سمینارونه تر سره شوي چې ور سره د محتسبینو په دعوتي برخه کې د مثبت بدلون راتلو ترڅنګ په ټولنه کې د معروفاتو په اقامې او د منکراتو په مخنیوي کې د پام وړ بدلون راغلی.
فراه ولایت په فراهرود ولسوالۍ کې د دوو قومونو ترمنځ د درېيو تنو د وژل کيدلو پر سر (۲۰) کلنه دښمني پر خپلوۍ بدله شوه
د فراه والایت د امربالمعروف، نهې عن المنکر او د شکایتونواورېدلو ریاست محتسبینو د دې ولایت د فراهرود ولسوالۍ د دوو قومونو(زوریاتو او مانزو) تر منځ د درېیو کسانو د وژل کېدلو پر سر شل کلنه دښمني پر دوستۍ بدله کړه .
د یاد ولایت د امربالمعروف، نهې عن المنکر ریاست له لوري په جوړه شوې ولسي ناسته چې پکې د یاد ولایت والي، مولوي غوث الدین رهبر، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معین مولوي حیات الله مهاجر فراهي، دیني عالمانو، قومي مخورو او ګڼو نورو امارتي مسؤلینو ګډون درلود.
په دې جوړه شوې ناسته کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معين مولوي حيات الله مهاجر فراهي وويل؛ په تيرو شلو کلونو کې ګڼې بدۍ، تربګنۍ او ناخوالې د خلکو ترمنځ رامنځته شوې او خلک پکې وژل شوي دي، د دغو بديو، تربګنيو او ناخوالو د له منځه وړلو په موخه د ټولو لپاره اړينه او لازمې ده، چې د مسلمانانو د خوشحاله او يو ځای کولو لپاره لاس په کار شو.
ښاغلي مهاجر فراهي همدارنګه د سیمې خلکو ته ډاډ ورکړ، چې د والي په ګډون ټول سيمه ييز مسؤلين په ټولنه کې د بديو او هر ډول منکراتو د له منځه وړلو او د ټولنې د وګړو ترمنځ د مينې او ورورولي د راوستلو لپاره هڅې کوي، نوموړي د فراه ولایت له ټولو مسؤلينو، علماوو، قومي مخورو او سپين ږيرو څخه په سيمه کې د ورته نورو پاتې بديو او ناخوالو د له منځه وړلو غوښتنه وکړه او د یاد ولایت د امربالمعروف، نهې عن المنکر او د شکایتونو اورېدلو ریاست داسې کړنې یې د ستاینې وړ وبللې.
دغه راز د فراه ولایت د امر بالمعروف او نهي عن المنکر رياست رئيس مولوي عبدالمجید صميم وویل، د دې ولایت په فراهرود ولسوالي کې د زوريانو او زمانزو قومونو ترمنځ د درېيو تنو د وژل کيدلو پر سر (۲۰) کلنه دښمني د دې ولایت د د امربالمعورف، نهې عن المنکر او د ولایت د همکارو ارګانونوپه منځګړیتوب په خپلوۍ بدله شوه چې په وینا ( په ټولنه کې د معروفاتو د اقامې او د منکراتو د مخنیوي په موخه به یې کړنې لا هم دوام ولري.
د لوګر ولایت محتسبین: په ټولنه کې امربالمعروف او نهې عن المنکر کول د هر مؤمن دیني مسؤولیت دی
د لوګر ولایت د امربالمعروف، نهې عن المنکر او د شکایتونو اورېدلو ریاست محتسبینو د دې ولایت د مرکز پل علم په ګډون د ځینو ولسوالیو د جوماتونو له ملا امامانو او قومي مخورو سره د همغږۍ او په ټولنه کې د اصلاح په پار په جوړو شوو اصلاحي ناستو کې هغوی ته وویل: په ټولنه کې امربالمعروف او خلک له بدیو منع کول زموږ د ټولو دیني مسؤولیت دی چې باید په سمه توګه یې سر ته ورسو او په ټولنه کې د شته منکراتو مخه ونیسو.
محتسبینو د سیمې دیني عالمانو او قومي مخورو ته په خطاب کې وویل: امربالمعروف او نهې عن المنکر الهي حکم دی چې باید هر مؤمن یې په تر سره کولو کې برخه واخلي، څو په ټولنه کې د شته منکراتو مخه ونیول شي او خلک نېکې لارې ته را وبلل شي.
محتسبینو دغه راز د سیمې پر دیني عالمانو غږ وکړ چې د منبرونو له لارې خلکو ته د امربالمعروف، نهې عن المنکر او اسلامي نظام پر ارزښت خبرې وکړي او خلک د هغو کارونو له تر سره کولو منع کړي چې تر سره کول یې د وزارت له پالیسۍ سره په ټکر کې وي.
د یادولو ده چې د یاد ولایت د امربالمعروف ریاست محتسبین له ځایي خلکو او امارتي مسؤولینو سره اصلاحي ناستې کوي چې ور سره په ټولنه کې د معروفاتو په اقامې او د منکراتو په مخنیوي کې د پام وړ بدلون راغلی.
د میدان وردګ ولایت محتسبین: د غیر شرعي دودونو تر سره کول په ټولنه کې د فساد لامل ګرځي
د میدان وردګ ولایت د امربالمعروف، نهې عن المنکر او د شکایتونو اورېدلو ریاست محتسبینو د دې ولایت له دیني عالمانو، د جوماتونو له امامانو او قومي مخورو سره په ټولنه کې د غیر شرعي دودونو د مخنیوي په موخه اصلاحي ناستې ترسره کړې.
په دغو ناستو کې چې موخه یې په ټولنه کې د غیر شرعي کړنو او ناروا دودونو مخینوی وو، محتسبینو قومي مخورو ته په خطاب کې وویل: د غیر شرعي کړنو او دودونو تر سره کول په ټولنه کې د فساد او بې لارۍ لامل کېږي، چې مخنيوی یې زموږ او ستاسې ديني مسؤولیت دی.
دغه راز یې د سیمې له دیني عالمانو وغوښتل چې د منبرونو له لارې خلکو ته د امربالمعروف، نهې عن المنکر او د اسلامي نظام پر ارزښت خبرې وکړي تر څو خلک د اسلامي نظام غوښتنو ته ژمن او په ټولنه کې د شته ستونزو مخه په ښه ډول ونیول شي.
د یادولو ده چې د دې ولایت د امربالمعروف، نهې عن المنکر او د شکایتونو اورېدلو ریاست محتسبین له امارتي مسؤولینو او ځایي خلکو سره اصلاحي ناستې کوي چې ور سره په دې برخو کې د معروفاتو په اقامې او د منکراتو په مخنیوي کې د پام وړ بدلون راغلی.
د کنړ ولایت د امربالمعروف ریاست محتسبین: په نظامي لیکو کې د وزارت له لوري شوې سپارښتنې په پوره توګه پلې کړئ
د کنړ ولایت د امربالمعروف، نهې عن المنکر او د شکایتونو اورېدلو ریاست محتسبینو د امربالمعروف، نهې عن المنکر وزارت د سپارښتنو د پلي کولو په موخه د دې ولایت له نظامي مسؤلینو سره اصلاحي ناستې تر سره کړې.
په دې تر سره شوو اصلاحي ناستو کې د یاد ولایت د امربالمعروف، نهې عن المنکر ریاست محتسبینو له نظامي مسؤلینو وغوښتل چې سیرت او صورت له نبوي ارشاداتو سره سم جوړ کړي، له خلکو سره له نېک او غوره چلند څخه کار واخلي او په اداري چارو کې له هر ډول توپیري چلند کولو څخه ډډه وکړي.
دغه راز یې له هغوی وغوښتل چې په بیت المال کې له خیانت کولو ډډه وکړي او په دې برخه کې د مشرانو له لوري شوې سپارښتنې په پوره توګه پلې کړي.
د یادولو ده چې د دې ولایت د امربالمعروف، نهې عن المنکر واد شکایتونو اورېدلو ریاست محتسبین د وزارت د هدایاتو پر اساس له ځایي خلکو او امارتي مسؤلینو سره اصلاحي ناستې کوي چې ور سره په دې برخو کې د معروفاتو په اقامې او د منکراتو په مخنیوي کې د پام وړ بدلون راغلی.
د کندهار ولایت د امربالمعروف رئیس د یاد ولایت له معروف ولسوالۍ څخه لیدنه وکړه
د کندهار ولایت د امربالمعروف، نهې عن المنکر او د شکایتونو اورېدلو رئیس مولوي عبدالحی عمري او ورسره مل پلاوي له ولسوالیو څخه د لیدنو په لړ کې دا ځل د یاد ولایت له معروف ولسوالۍ څخه لیدنه وکړه.
په دغه لیدنه کې ښاغلي عمري د یادې ولسوالۍ د محتسبینو له آمر، ولسوال، امارتي مسؤولینو، قومي مخورو او دیني عالمانو سره ناستې ترسره کړې.
په ترسره شوو ناستو کې ښاغلي عمري له ټولو امارتي مسؤولینو او منسوبینو وغوښتل چې له ولس سره ښه چلند وکړي، له ظلم او زیاتي څخه ځانونه او خپل ملګري وساتي او له امارتي امکاناتو څخه شخصي استفاده و نه کړي.
دغه راز یې له قومي مخورو او دیني عالمانو سره په لیدنو کې نوموړو ته د امربالمعروف په ارزښت خبرې وکړې او له هغوی یې وغوښتل چې د معروفاتو په اقامې او د منکراتو په مخنیوي کې له محتسبینو سره مرسته وکړي او چاته اجازه ور نه کړي چې په ټولنه کې منکرات ترسره کړي.
د غزني ولایت د امربالمعروف رئیس د دې ولایت د واده تالارونو له مسؤولینو سره اصلاحي ناسته تر سره کړه
د غزني ولایت د امربالمعروف، نهې عن المنکر او د شکایتونو اورېدلو رئیس مولوي محمد عالم ناصح د دې ولایت د واده تالارونو له مسؤولینو سره په ناسته کې هغوی ته وویل: د اسلامي نظام پیروي او د مشرانو اطاعت په دې کې دی چې ټاکل شوي قوانین پلي او تر خپله وسه په ټولنه کې د شته منکراتو مخه ونیسو.
دا اصلاحي ناسته چې موخه یې په واده تالارونو کې د شته ستونزو او منکراتو له منځه وړل و؛ ښاغلي ناصح د تالارونو مسؤولینو ته په خبرو کې وویل: اسلامي نظام د الله ﷻ نعمت دی چې پر موږ د دې لوی نعمت شکر اداء کول او اطاعت لازمي دی.
د هغه په وینا، د اسلامي نظام پیروي په دې کې ده چې ټاکل شوي قوانین په پوره توګه پلي کړو او په ټولنه کې تر خپله وسه د شته ستونزو او منکراتو مخه ونیسو، نو په همدې اساس مو له تاسې غوښتنه ده چې په تالارونو کې د ودونو او نورو خوښیو د لمانځلو پر مهال باید موسیقي و نه غږول شي او د هغو ټولو کړنو مخه ونیول شي چې د وزارت له ټاکل شوې پالیسۍ سره په ټکر کې وي او هم یې هغوی ته ور یاده کړه چې په ودونو کې باید د اختلاط مخه ونیول شي.
دغه راز ښاغلي ناصح په دې برخه کې د تالارونو د مسؤولینو اړینې مشورې واورېدې او د شته ستونزو د حل او تر مسؤولو چارواکو یې د رسولو ډاډ ورکړ.
د یادولو ده چې د غزني ولایت د واده تالارونو مسؤولینو په دې ولایت کې د امربالمعروف، نهې عن المنکر او د شکایتونو اورېدلو ریاست د مسؤولینو کړنې وستایلې او ژمنه یې وکړه چې د تېر په څېر به د یاد وزارت له لوري شوې سپارښتنې په پوره توګه پلې کوي.
محتسبین: اخترونه د خوښۍ او مسلمه امت لپاره د اتحاد ورځې دي
د امربالمعروف، نهې عن المنکر او د شکایتونو اورېدلو وزارت محتسبینو د خپلو فعالیتونو په لړ کې د اختر په ورځو کې له دیني عالمانو، قومي مخورو او ځوانانو سره د اصلاح په موخه لیدنې وکړې.
په دغو لیدنو کې محتسبینو د مسلمانانو ترمنځ په خپلمنځي اتحاد، تقوا او له بې وزلو سره د همکارۍ په تړاو خبرې وکړې او له خلکو یې وغوښتل چې خپل منځي اتحاد لا پیاوړی او د یو بل لاسنیوی وکړي.
محتسبینو همدا راز وویل: مسلمانان په کال کې دوه اخترونه لري چې دا ورځې د مسلمانانو د خوشحالۍ او اتحاد ورځې دي؛ د دې ورځو په راتګ سره مسلمانان باید خپل منځي دښمنۍ او خپګان له زړه وباسي او خپل مرور دوستان پخلا کړي.
دغه راز محتسبینو له خلکو وغوښتل چې د بې وزله هېواد والو لاسنیوی وکړي او په سخته کې یې تر خوا ودرېږي.
د یادولو ده چې محتسبینو په تېره یوه اونۍ کې د بېلابېلو ناستو پرمهال خلکو ته توصیې وکړې چې له منکراتو ځان او خپل اهل وساتي او د معروفاتو په اقامې کې له محتسبینو سره مرسته وکړي.
د لغمان ولایت محتسبینو د سیمې له دیني عالمانو او قومي مخورو سره د غیر شرعي دودونو پر مخنیوي ناستې تر سره کړې
د لغمان ولایت د امربالمعروف، نهې عن المنکر او د شکایتونو اورېدولو ریاست محتسبینو د دې ولایت د مرکز په ګډون په ولسوالیو کې له دیني عالمانو، قومي مخورو او ځایي اوسېدونکو سره په ودونو او نورو خوښیو کې، د تر سره کېدونکو بېځایه او غیر شرعي دودونو د مخنیوي په موخه ولسي ناستې تر سره کړې.
په دې ولسي ناستو کې چې موخه یې د سیمې خلکو ته د امیر المؤمنین حفظه الله او امربالمعروف وزارت له لوري په ټولنه کې د معروفاتو د اقامې او د منکراتو مخنیوي په موخه د شوو سپارښتنو اورول وو؛ محتسبینو د مشرتابه د فرمان له مخې په ټولنه کې د شریعت خلاف ناوړه دودونه لکه لوړ ولور، په بدو کې د ښځو ورکړه، د ميراث نه بې برخې کول ، مهر نه ورکول په زوره نکاح کول او په نکاح ورکول، په ښځو باندې شاقه کارونه کول، بې حجابي او بېځایه مصارف کول چې غیر شرعي دودونه دي، په تړاو خبرې وکړې او د سیمې پر دیني عالمانو او قومي مخورو یې ټینګار وکړ چې د له منځه وړلو په برخه کې جدي اقدامات وکړي او له خلکو وغواړي چې د ژوند ټولې چارې د اسلامي اصولو په رڼا کې پرمخ یوسي.
دغه راز یې له دیني عالمانو وغوښتل چې د منبرونو له لارې خلکو ته د اسلام او عباداتو پر لومړنیو خبرې وکړي او خلکو ته په ټولنه کې د امربالمعروف ارزښت بیان کړي.
دغه راز د سیمې دیني عالمانو او قومي مخورو په خپلو خبرو کې د محتسبینو له لوري د داسې ناستو جوړول له اسلامي نظام سره د ولس د همکاري مهم راز وباله او په ټولنه کې د حجاب دودول او په ودونو کې پر بېځایه دودونو او لګښتونو بندیز یې د ټولنې د ثبات او سمون غوره لار وبلله.
د یادولو ده چې د دې ولایت محتسبین د مرکز په ګډون په ولسوالیو کې له ځایي خلکو سره د معروفاتو د اقامې، د منکراتو د مخنیوي او د هغوی د ستونزو اورېدلو په موخه ناستې کوي چې ور سره په ټولنه کې د معروفاتو په اقامې او د منکراتو په مخنیوي او د ځایي خلکو د ستونزو په حل کې د پام وړ بدلون راغلی.
د ارزګان ولايت محتسبینو له یو شمېر نظامي ځایونو او مسجدونو څخه لیدنې وکړې
د ارزګان ولایت د امربالمعروف، نهې عن المنکر او د شکایتونو اورېدلو ریاست محتسبینو د یاد ولایت په مرکز او ولسوالیو کې له یو شمېر مسجدونو او نظامي ځایونو څخه د اصلاح په موخه لیدنې وکړې.
محتسبینو په یادو لیدنو کې د نظامي ځایونو مسؤولینو او مجاهدینو ته د امیرالمؤمنین حفظه الله د فرمانونو او د وزارت له لوري د شوو سپارښتنو د تطبیق په موخه توصیې وکړې او له هغوی یې وغوښتل چې خپل کارونه په خپل وخت ترسره او خلکو سره له نېک چلنده کار واخلي.
دغه راز محتسبینو له مسجدونو څخه د لیدنو په جریان کې له خلکو وغوښتل چې په ټولنه کې د منکراتو په مخنیوي، د اولادونو په سالمه روزنه، هغوی ته د تعلیم زمینې پر برابرولو او د اسلامي نظام په ارزښت او ساتنه خبرې وکړي.
ورته وخت کې محستبینو د یاد ولایت په مرکز کې له یو شمېر امارتي ځایونو څخه لیدنې وکړې او هغوی ته یې د وزارت له لوري د شوو سپارښتنو د تطبیق په موخه توصیې وکړې.
د میدان وردګ ولایت محتسبینو د دوو کورنیو تر منځ دښمني پر دوستۍ بدله کړه
د میدان وردګ ولایت د امربالمعروف، نهې عن المنکر او د شکایتونو اورېدلو ریاست محتسبینو د خپلو فعالیتونو په جریان کې د یاد ولایت په نرخ ولسوالۍ کې د دوو کورنیو ترمنځ دښمني پر دوستۍ بدله کړه.
د یاد ولایت د محتسبینو د خبر په حواله، دا دښمني چې څه موده مخکې د دوه کورنیو ترمنځ را پورته شوې وه او یو کس هم پکې وژل شوی وو، د یادې ولسوالۍ د محتسبینو او ولسوال د دوامداره هڅو په نتیجه کې په دوستۍ بدله شوه.
ورته وخت کې د یاد ولایت محتسبینو په مرکز او ولسوالیو کې له دیني عالمانو او قومي مخورو سره د منکراتو د مخنیوي په پار ناستې ترسره کړې او له نوموړو یې وغوښتل چې په ټولنه کې د منکراتو د مخنیوي او معروفاتو اقامې په موخه له محتسبینو سره له هېڅ راز مرستو درېغ و نه کړئ.
د دایکندي ولایت محتسبين: خپلې کړنې د اسلامي شریعت سره سمې مخ ته يوسئ
د دایکندي ولایت د امربالمعروف، نهې عن المنکر او د شکایتونو اورېدلو ریاست محتسبینو د خپلو ورځنیو کړنو په جریان کې د ورکړل شوي مهال وېش مطابق د یاد ولایت د مرکز په ګډون د ولسوالیو له صحي مراکزو څخه د معروفاتو د اقامې او منکراتو د مخنیوي په موخه لیدنې وکړې؛ په دغو لیدنو کې یې نوموړو ته توصیه وکړه چې خپلې کړنې له شریعت سره سمې مخ ته یوسي، خلکو سره غوره چلند ترسره او ښه درملنه یې وکړي.
دغه راز یې نوموړو ته توصیه وکړه چې د ښځینه او نارینه وو انتظار ځایونه سره جلا، خپل سیرت او صورت په نبوي ارشاداتو برابر او لمونځونه په جماعت سره اداء کړي.
ورته وخت کې د یاد ولایت محتسبینو له ځایو خلکو سره په لیدنو کې له نوموړو وغوښتل چې د اختر په را رسېدو سره د خپلو بې وزله هېواد والو لاس نیوی او له هغوی سره مالي مرسته وکړي.
د کندهار ولایت محتسبینو د یاد ولایت له نظامي مرکزونو څخه لیدنې وکړې
د کندهار ولایت د امربالمعروف، نهې عن المنکر او د شکايتونو اورېدلو ریاست محتسبینو د خپلو ورځنیو کړنو په جریان کې د یاد ولایت د امنیه قومندانۍ او نورو بېلابېلو نظامي ارګانونو څخه (هغوی ته د وزارت له لوري د اورول شوو سپارښتنو) د څار په موخه لیدنې وکړې.
دا لیدنې چې موخه یې په نظامي مرکزونو کې د امربالمعروف وزارت له لوري د معروفاتو د اقامي او د منکراتو مخنیوي په موخه د شوو سپارښتنو څارل وو، محتسبینو د یادو مرکزونو مسؤولينو ته وویل، چې د مشرانو پوره اطاعت وکړي او په خپلو کړنو کې ولس ته د اسلامي نظام رښتينی انځور وړاندې کړي.
دغه راز یې له نوموړو وغوښتل چې سیرت او صورت له نبوي ارشاداتو سره سم جوړ او خپلې کړنې د اسلامي نظام له پالیسۍ سره سمې تر سره کړي.
په ورته وخت کې د یاد ولایت د ولسوالیو محتسبینو له ځایي خلکو سره د حجاب او امربالمعروف پر ارزښت اصلاحي ناستې تر سره کړې او د سیمې له دیني عالمانو یې وغوښتل چې په ټولنه کې د حجاب رعایتولو او عامه ذهنیت جوړولو له پاره کار وکړي، څو په ټولنه کې الهي احکام پلي او د شته منکراتو مخه ونیول شي.
د یادولو ده چې د یاد ولایت د مرکز او ولسوالیو محتسبین له امارتي مسؤولینو او ځایي خلکو سره اصلاحي ناستې کوي چې ورسره په دې برخه کې د منکراتو په مخنیوي کې د پام وړ بدلون راغلی دی.
د زابل ولایت د امربالمعروف رئیس د یاد ولایت له ۶ ولسوالیو څخه لیدنې وکړې
د زابل ولایت د امربالمعروف، نهې عن المنکر او د شکایتونو اورېدلو رئیس مولوي محمد ابراهیم جاوید او ورسره مل پلاوي له ولسوالیو څخه د لیدنو په لړ کې دا ځل د یاد ولایت له سیوري، شینکي، شاجوي، نوبهار شملزو او اتغر ولسوالیو څخه لیدنې وکړې.
په دغو لیدنو کې ښاغلي جاوید د یادو ولسوالیو د محتسبینو له آمرینو، ولسوالانو، امارتي مسؤولینو، قومي مخورو او دیني عالمانو سره ناستې ترسره کړې.
په ترسره شوو ناستو کې ښاغلي جاوید له ټولو امارتي مسؤولینو او منسوبینو وغوښتل چې له ولس سره ښه چلند وکړي، له ظلم او زیاتي څخه ځانونه او خپل ملګري وساتي او له امارتي امکانانو څخه شخصي استفاده و نه کړي.
دغه راز یې له قومي مخورو او دیني عالمانو سره په لیدنو کې نوموړو ته د امربالمعروف په ارزښت خبرې وکړې او له نوموړو یې وغوښتل چې د معروفاتو په اقامې او د منکراتو په مخنیوي کې له محتسبینو سره مرسته وکړي او چاته اجازه ور نه کړي چې په ټولنه کې منکرات ترسره کړي.
د فراه ولایت د امربالمعروف رئیس: له امارتي امکاناتو څخه شخصي استفاده مه کوئ
د فراه ولایت د امر بالمعروف، نهې عن المنکر او د شکایتونو اورېدلو ریاست رئیس مولوي عبدالمجید صميم او ورسره مل پلاوي د یاد ولایت له دوهمې پلې لواء څخه د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د فرمانونو او د وزارت د سپارښتنو د تطبیق په موخه لیدنه وکړه.
په دغه لیدنه کې چې د یادې لواء مسؤولینو او منسوبینو ګډون درلود ښاغلي صمیم وویل: د راغلي اسلامي نظام باید شکر ادا او په پوره اخلاص ورته کار وکړو، د خپلو مشرانو اطاعت او له منکراتو څخه ځان وساتو.
دغه راز ښاغلي صمیم وویل، چې له امارتي امکاناتو څخه باید شخصي استفاده ونه کړو او په ساتلو کې یې خپل ایماني مسؤولیت ترسره کړو.
په پای کې ښاغلي صمیم له ټولو مسؤلینو او منسوبینو وغوښتل چې د معروفاتو په اقامه او د منکراتو په مخنیوي کې له محتسبینو سره مرسته وکړي او چاته اجازه ور نه کړي چې په ټولنه کې منکرات ترسره کړي.
د پکتیا ولایت د ټولو امارتي ادارو مسؤولینو ته درې ورځنی روزنیز سمینار ورکړل شو
د پکتیا ولایت مقام، د امربالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدلو ریاست او د اصلاحات اداري ریاست په ګډه د دې ولایت د ټولو امارتي ادارو مسؤولینو ته درې ورځنی روزنیز سمینار ورکړل شو.
دا روزنیز سمینار چې په کې د دې ولایت د ټولو امارتي ادارو مسؤولینو ګډون درلود، د یاد ولایت د امربالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدلو رئیس مولوي سید جمال جمالي د رسول الله ﷺ د سیاسي ستراتیژۍ او د نبوي سیاسي تګلارې پر موضوعاتو خبرې وکړې او له ګډون والو یې وغوښتل چې خپلې ټولې کړنې د اسلامي اصولو پر اساس تر سره او په دې برخه کې د مشرانو پوره اطاعت وکړي.
دغه راز نوموړي د اسلامي نظام، امربالمعروف او نهې عن المنکر پر ارزښت خبرې وکړې او زیاته یې کړه چې د اسلامي نظام مسؤولین مکلف دي تر څو په امارتي ادارو کې د امربالمعروف وزارت له لوري شوې سپارښتنې په پوره توګه پلې کړي او د معروفاتو اقامه په لا ښه شکل وکړي.
دغه راز ناستې ته د یادو ادارو مسؤولینو هم پر ټاکل شوو موضوعاتو خبرې وکړې او د سمینار ګډون والو ژمنه وکړه چې په اړوندو برخو کې به د امربالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت له لوري د معروفاتو د اقامې او د منکراتو د مخنیوي په موخه شوې سپارښتنې په پوره توګه پلې کوي.
د ارزګان ولایت محتسبینو له دیني عالمانو او قومي مخورو سره د حجاب د اهمیت په اړه خبرې وکړې
د ارزګان ولایت د امر بالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدلو ریاست محتسبینو د خپلو ورځنیو کړنو په لړ کې، د ورکړل شوي مهال وېش اړوند د یاد ولایت په مرکز او شاوخوا سیمو په مسجدونو کې له خلکو سره د حجاب د اهمیت په اړه خبرې وکړې له نوموړو یې وغوښتل چې خپلو کورنیو کې د حجاب د ارزښت او اهمیت په اړه توصيه وکړي.
دغه راز یې له خلکو وغوښتل چې خپل سیرت او صورت په نبوي ارشاداتو برابر او لمونځونه په جماعت سره اداء کړي.
ورته وخت کې د یاد ولایت محتسبینو د ښار په بېلابېلو برخو کې له علماوو او قومي مخورو سره په ټولنه کې د امربالمعروف او نهې عن المنکر په ارزښت خبرې وکړې او له هغوی یې وغوښتل چې د معروفاتو په اقامه او د منکراتو په مخنیوي کې د یاد ریاست له محتسبینو سره مرسته وکړي، د یاد ولایت خلکو د محتسبینو له اصلاحي کړنو خوښي وښوده او له محتسبینو سره یې د معروفاتو په اقامه کې د هر راز مرستې ډاډ ورکړ.
د نیمروز ولایت محتسبینو له ملا امامانو او ښوونکو وغوښتل چې د ټولنې په اصلاح کې ډېره هڅه وکړي
د نیمروز ولایت د امر بالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدلو ریاست محتسبینو د یاد ولایت په مرکز او ولسوالیو کې د یو شمېر مسجدونو له ملا امامانو او د ښوونځیو له ښوونکو سره د اصلاح په موخه لیدنې ترسره کړې.
په یادو لیدنو کې محتسبینو له ملا امامانو او ښوونکو وغوښتل تر څو د ټولنې د سمون لپاره ډېرې هڅې وکړي، دغه راز یې له نوموړو وغوښتل چې په ټولنه کې د امربالمعروف او نهې عن المنکر په ارزښت خبرې وکړې او د معروفاتو په اقامه او منکراتو په مخنیوي کې د یاد ریاست له محتسبینو سره مرسته وکړي، د یاد ولایت خلکو د محتسبینو له اصلاحي کړنو خوښي وښوده او له محتسبینو سره یې د معروفاتو په اقامه کې د هر رنګه مرستې ډاډ ورکړ.
هېره دې نه وي چې د یاد ولایت د امربالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدلو ریاست محتسبینو په تېرو دوو میاشتو کې له زیات شمېر امارتي او خصوصي ادارو څخه د اصلاح په موخه لیدنې ترسره کړي او ورته یې د وزارت لخوا د شویو سپارښتنو د پلي کولو توصیې کړي.
د هلمند ولایت محتسبینو له (۱۷) ولسوالیو څخه لیدنې وکړې
د هلمند ولایت د امر بالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدلو ریاست محتسبینو په تېرو (۲۴) ساعتونو کې د یاد ولایت د مرکز په ګډون په (۱۷) ولسوالیو کې له (۷۳) مسجدونو او (۱۹) نظامي ځایونو څخه د امر بالمعروف وزارت د سپارښتنو د پلي کېدو په موخه لیدنې ترسره کړې.
په دغو لیدنو کې محتسبینو د مسجدونو له ملا امامانو او قومي مخورو وغوښتل چې په ټولنه کې د حجاب په ارزښت او د اولادونو په سالمه روزنه خلکو ته عامه پوهاوی ورکړي؛ ځوانان وهڅوي چې خپل سیرت او صورت په نبوي ارشاداتو برابر او لمونځونه په جماعت سره اداء کړي.
د غه راز محتسبینو له نظامي ځایونو څخه د لیدنو پر مهال مجاهدینو ته توصیه وکړه، چې له خلکو سره نېک چلند وکړي او کارونه یې په خپل وخت ترسره کړي.
ورته وخت کې د یاد ولایت محتسبینو د ښار له یو شمېر هوټلونو او تجارتي ځایونو څخه لیدنې وکړې او هغوی ته یې د وزارت له لوري لازمې لارښوونې او سپارښتنې واورولې، له نوموړو یې وغوښتل چې د هر هغه څه له ترسره کولو څخه ډډه وکړي چې اسلام مبارک دین یې د نه کولو امر کړی وي
د دایکندي ولایت محتسبینو له (۵۴) روغتيايي مرکزونو څخه د اصلاح په موخه لیدنې وکړې
د دایکندي ولایت د امر بالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدلو ریاست محتسبینو د خپلو فعالیتونو په لړ کې د یاد ولایت په مرکز او ولسوالیو کې له (۵۴) صحي مراکزو څخه د عالیقدر امیر المؤمنین د فرامینو او وزارت لخوا د شویو سپارښتنو د تطبیق په موخه لیدنې ترسره کړې.
په دغو لیدنو کې محتسبینو په سر کې د صحي مراکزو له مسؤولینو او کارمندانو څخه د هغوی د زحمتونو په پار مننه وکړه او تر څنګ یې نوموړو ته توصیه وکړه چې له خلکو سره ښه چلند وکړي او په درملنه کې یې له پوره اخلاص کار واخلي.
همدا راز محتسبینو د یادو مراکزو مسؤولینو ته توصیه وکړه چې د نارینه او ښځینه وو انتظار ځایونه سره جلا کړي.
په یادو لیدنو کې د ټولو صحي مراکزو مسؤولینو د محستبیو له اصلاحي کړنو څخه د مننې تر څنګ ژمنه وکړه چې ټولې هغه سپارښتنې چې د محتسبینو لخوا ورته کېږي په ځان او په خپل کاري ټیم به یې عملي کوي
د فراه ولايت محتسبین: اسلام د ورورولۍ او اتحاد دین دی
د فراه ولایت د امربالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدلو ریاست محتسبینو د یاد ولایت په مرکز او ولسوالیو کې له یو شمېر دیني عالمانو، قومي مخورو او ځوانانو سره د خپل منځي اتفاق او ورورولۍ په پار لیدنې ترسره کړې.
په دغو لیدنو کې محتسبینو په خپلو خبرو کې زیاته کړه چې اسلام د ورورولۍ دین دی نو باید د وروڼو په څېر ژوند وکړو او د یو بل تر خوا ودرېږو هېڅ یو ته اجازه ور نه کړو چې په منځ کې مو خدای مه کړه نفاق واچوي. دغه راز محتسبینو له خلکو وغوښتل چې د اولادونو سالمه روزنه وکړي او د ديني تعليم ترڅنګ یې عصري تعليم ته هم وهڅوي.
په ورته وخت کې محتسبینو د یاد ولایت په مرکز کې له یو شمېر امارتي ادارو څخه د اصلاح په موخه لیدنه ترسره کړه او نوموړو ته یې د وزارت له خوا د شویو توصیو د تطبیق سپارښتنه وکړه او له هغوی یې وغوښتل چې د یاد ولایت له محتسبینو سره د معروفاتو په اقامه او د منکراتو په مخنیوي کې مرسته وکړي.
د میدان وردګ ولایت محتسبین: د مدارسو او مکاتبو آبادول مو دیني وجیبه ده
دمیدان وردګ ولایت د امر بالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدلو ریاست اړوند د جغتو ولسوالۍ محتسبینو د یادې ولسوالۍ د یو مسجد په پرانیست غونډه کې چې زیات شمېر دیني عالمانو، قومي مخورو او ځوانانو هم ګډون درلود وویل،
د مدارسو، مساجدو او مکاتبو آبادول مو ټولنه له تیارو څخه راباسي او د آبادۍ پر لوري مو بیایي چې دا د هر فرد دیني وجیبه جوړېږي چې په دې لار کې خپلې هڅې وکړي.
دغه راز محتسبینو له قومي مخورو او دیني عالمانو وغوښتل چې د مدارسو او مساجدو له لارې خلکو ته د اتحاد او ورورولۍ پیغام ورکړئ او اتحاد ته یې را وبولۍ.
دغه راز محتسبینو د یاد ولایت په مرکز کې له یو شمېر روغتونونو تعلیمي، او تجارتي ځایونو څخه لیدنې وکړې هغوی ته یې د وزارت له لوري په شویو سپارښتنو د تطبیق توصیه وکړه او له نوموړو یې وغوښتل چې د معروفاتو په ټينګښت او د منکراتو په مخنیوي کې له دوی سره مرسته وکړي.
د غزني ولایت د امربالمعروف رئيس د صرافانو د اتحادیې له غړو سره وکتل
د غزني ولایت د امربالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدلو ریاست رئیس مولوي محمد عالم ناصح د خپلو لیدنو په لړ کې د یاد ولایت د صرافانو د ټولنې له غړو سره لیدنه وکړه.
په دغه لیدنه کې ښاغلي ناصح داتحادیې مسؤلینوته په شرعي طریقه د راکړې ورکړې سرته رسولو، دسودي معاملاتوڅخه د ځان اوماتحت ساتلو لمونځونه په جماعت سره ادا کول او د خلکو د کارونو په ښه طریقه سرته رسولو باندې سپارښتنې وکړې.
د یادې غونډې په پای کې د صرافانو د اتحادیې ټولو غړو د امربالمعروف وزارت له کړنو خوښي وښوده او زیاته یې کړه چې ټولې هغه کړنې به په ځان عملي کوي چې د محتسبینو لخوا ورته کېږي.
نورستان ولایت محتسبین: امارتي کارمندان باید د وزارت له لوري شوې سپارښتنې په پوره توګه پلې کړي
د نورستان ولایت د امربالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدلو ریاست محتسبینو د دې ولایت د مرکز په ګډون په ولسوالیو کې د بېلابېلو امارتي ادارو له مسؤولینو څخه د مشرتابه د فرمانونو او د وزارت له لوري د شوو سپارښتنو پر اساس وغوښتل چې سیرت او صورت له نبوي ارشاداتو سره سم جوړ کړي او په اداري چارو کې له هر ډول توپيري چلند څخه ډډه وکړي.
په دې اصلاحي لیدنو کې چې موخه یې په امارتي ادارو کې د وزارت له لوري د شوو سپارښتنو پلي کول وو، محتسبینو وویل: زموږ لومړنۍ هڅه په امارتي ادارو کې د مشرتابه د فرمانونو او د وزارت له لوري د شوو سپارښتنو پلي کول او په دې برخو کې د شته منکراتو مخه نیول دي، نو په همدې اساس مو له تاسې غوښتنه ده چې سیرت او صورت له نبوي ارشاداتو سره سم جوړ کړئ، خپلې کړنې د اسلامي نظام له پالیسۍ سره سمې تر سره او د داسې کړنو له تر سره کولو ډډه وکړئ چې د نظام له پالیسۍ سره په ټکر کې وي.
په ورته وخت کې د یاد ولایت محتسبینو له ښاري هټۍ والو وغوښتل چې لمونځونه پر جماعت سره اداء او د لمونځونو د اداء پر وخت جماعتونو ته لاړ شی.
د یادولو ده چې د دې ولایت محتسبین د وزارت د هدایاتو پر اساس په مرکز او ولسوالیو کې له ځایي خلکو او امارتي مسؤولینو سره اصلاحي ناستې کوي چې ورسره په دې برخو کې د معروفاتو په اقامې او د منکراتو په مخنیوي کې د پام وړ بدلون راغلی.
د ارزګان ولایت د امربالمعروف رئیس د یاد ولایت د استخباراتو له رئيس سره وکتل
د ارزګان ولایت د امربالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدلو رئيس مفتي کریم الله فقیر او مل پلاوي د یاد ولایت د استخباراتو له رئيس او معاون سره د کارونو د لا ښه ترسراوي او همغږۍ په موخه وکتل.
په دغه ناسته کې ښاغلي فقیر د استخباراتو له رئيس او معاون څخه د هغوی د دوامداره هڅو په پار مننه وکړه او زیاته یې کړه چې په ادارتو کې یو بل سره مرسته او همکاري د کارونو د لا ښه ترسراوي په برخه کې مهم رول لوبوي.
دغه راز ښاغلي فقیر د یاد ریاست له کارمندانو سره د امیرالمؤمنین حفظه الله فرمانونه او د امربالمعروف وزارت لارښوونې شریکې او له هغوی یې وغوښتل چې یاد فرمانونه او لارښوونې په خپلو ورځنیو کارونو کې عملي کړي.
ښاغلي فقیر همدا راز زیاته کړه چې ټول امارتي کارکوونکي له ولس سره په ښه چلند مکلف دي او د خلکو کارونه باید په خپل وخت ترسره کړي.
د ناستې په پای کې د یاد ولایت د استخباراتو رئیس او معاون د محتسبینو اصلاحي کړنې د ستایلو وړ وبللې او ډاډ یې ورکړ چې د معروفاتو په اقامه او د منکراتو په مخنیوي کې به له محتسبینو سره هر راز مرسته کوي.
د کندهار ولایت محتسبینو د معروفاتو د اقامې او منکراتو د مخنیوي په پار بېلابېلې ناستې ترسره کړې
د کندهار ولایت د امربالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدلو ریاست محتسبینو د یاد ولایت له دیني عالمانو، قومي مخورو او ځوانانو سره د عقیدوي جوړښت، فکري سمون او په ټولنه کې د منکراتو د مخنیوي او معروفاتو د اقامې په موخه بېلابېلې ناستې ترسره کړې.
په دغو ترسره شویو ناستو کې محتسبینو له دیني عالمانو او قومي مخورو وغوښتل چې خلکو ته د دین لومړنیو اړینو مسائلو ښودلو تر څنګ ځوانان دیني او عصري زده کړو ته وهڅوي.
دغه راز یې دیني عالمانو او قومي مخورو ته وویل، چې د نوي نسل په فکري برخه کار وکړي، هغوی د اسلامي نظام په ارزښت او ساتنه وپوهوي او پرې نه ږدي چې ځوان نسل د غربي افکارو ښکار وګرځي.
همدارنګه محتسبینو له دیني عالمانو او قومي مخورو وغوښتل چې د معروفاتو په اقامه او د منکراتو په مخنیوي کې د یاد ریاست له محتسبینو سره مرسته وکړي.
د یادو ناستو په پای کې دیني عالمانو او قومي مخورو د محتسبینو کړنې وستایلې او په دې برخه کې یې هغوی ته د هر راز مرستې ډاډ ورکړ.
د میدان وردګ ولایت د امربالمعروف رئیس د یوناما له استازو سره وکتل
د میدان وردګ ولایت د امربالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدلو رئیس مولوي عبدالله محمد په خپل کارې دفتر کې د یوناما له استازو سره چې سرپرستي یې انیت برندیت کوله، وکتل.
په دغه لیدنه کې ښاغلي محمد د یوناما استازو ته د ښه راغلاست ترڅنګ هغوی سره خپلې درې کلنې لاسته راوړنې شریکې کړې او زیاته یې کړه چې امر بالمعروف وزارت تل هڅه کړې چې د هېواد والو حقوق ورته وسپاري او نېکې لارې ته یې دعوت کړي.
دغه راز ښاغلي محمد له نوموړو وغوښتل چې خپلې ټولې کړنې د بې طرفۍ اصل په پام کې نیول او اخلاصمندۍ په اساس مخ ته یوسي او نړۍ ته د اسلامي امارت رښتینی انځور وړاندې کړي.
په ورته وخت کې د یوناما استازو د اسلامي امارت خصوصاً د امربالمعروف وزارت اړوند د شکایتونو اورېدلو په برخه کې لاسته راوړنې د ستایلو وړ وبللې او زیاته یې کړه چې د شکایتونو اورېدلو اداره د عدالت په تأمینولو او د خلکو د حقوقو په خوندي کولو کې مهم رول لري، چې دا یوه غوره لاسته راوړنه
د کونړ ولايت محتسبین: دیني علماء او قومي مخور دې د ټولنې په سمون کې له محتسبینو سره مرسته وکړي
د کونړ ولايت د امربالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدلو ریاست محتسبینو د دې ولایت له دیني عالمانو او قومي مخورو سره د همغږي په موخه په جوړه شوې ناسته کې وویل: زموږ کړنې د الهي احکامو او د وزارت د سپارښتنو پر اساس تر سره کېږي نو په همدې اساس مو له دیني عالمانو او قومي مخورو غوښتنه ده چې په ټولنه کې د معروفاتو په اقامې او د منکراتو په مخنیوي کې مرسته وکړي.
دا ناسته چې موخه یې په ټولنه کې د معروفاتو اقامه او د منکراتو مخنیوی وو، محتسبینو له دیني عالمانو او قومي مخورو وغوښتل چې په ټولنه کې د معروفاتو په اقامې او د منکراتو په مخنیوي کې مرسته وکړي، چې په وینا یې: ((دا زموږ او ستاسې دیني مسؤولیت دی، چې په ټولنه کې اصلاح رامنځته او د شته منکراتو مخه ونیسو.))
دغه راز محتسبینو د سیمې پر قومي مخورو غږ وکړ چې په ودونو او نورو خوښیو کې د بې ځایه دودونو او لګښتونو مخنیوی وکړي، تر څو په ټولنه کې د شته منکراتو مخه ونیول شي.
په ورته وخت کې د یاد ولایت محتسبینو له نظامي مسؤولینو سره په بېلا بېلو اصلاحي ناستو کې له هغوی وغوښتل چې د وزارت له لوري شوې سپارښتنې په پوره توګه پلې کړي او په دې برخه کې د مسؤولینو پوره اطاعت وکړي.
د یادولو ده چې د دې ولایت محتسبین د وزارت د سپارښتنو پر اساس له امارتي مسؤولینو او ځایي خلکو سره اصلاحي ناستې کوي چې ورسره په دې برخو کې د معروفاتو په اقامې او د منکراتو په مخنیوي کې د پام وړ بدلون راغلی.
د غزني ولایت محتسبینو د یوې نجلۍ په بدو کې د ورکړې مخنیوی وکړ
د غزني ولایت د امربالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدلو ریاست محتسبینو د یاد ولایت مقر ولسوالۍ په کوه بند سیمه کې د یوې نجلۍ په بدو کې د ورکولو مخنیوی وکړ.
د مقر ولسوالۍ د امربالمعروف او نهې عن المنکر آمریت څخه د تر لاسه شوو معلوماتو په اساس د یادې ولسوالۍ د نانګه او سنګر د کلیو تر منځ د یوې شخړې د حل په موخه ځینو کسانو غوښتل چې مقابل لوري ته یوه نجلۍ په زور په نکاح کړي چې محتسبینو د یادې پېښې مخنیوی کړی او د نوموړو ستونزه یې د خبرو له لارې حل کړې ده.
په ورته وخت کې محتسبینو د یاد ولایت په مقر ولسوالۍ کې د دوو قومونو تر منځ لس کلنه دښمني چې د یوې مېرمنې په سر راپورته شوې وه حل او له دواړو لوریو یې وغوښتل چې خپله هره مسئله د شریعت په رڼا کې حل کړي، نه د احساساتو له مخې.
هېره دې نه وي چې د امربالمعروف وزارت د محتسبینو له لوري دې ته ورته په زرګونو قضیې حل شوي، چې هېواد وال یې هم له کړنو خوښي ښیي او محتسبینو ته د پوره همکارۍ ډاډ ورکوي.
د زابل ولایت د امربالمعروف رئیس: د اولادونو سالمه روزنه وکړئ، دیني او عصري زده کړو ته یې وهڅوئ
د زابل ولایت د امربالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدلو ریاست رئیس مولوي ابراهیم جاوید د یاد ولایت په مرکز قلات کې د دستار بندۍ په یوه غونډه کې له خلکو وغوښتل چې د خپلو اولادونو سالمه روزنه وکړي همدا راز دیني او عصري زده کړو ته یې هم وهڅوي.
ښاغلي جاوید همدا راز زیاته کړه: دا شل کاله زمونږ هېواد تر یرغل لاندې وو چې زمونږ ځوان نسل د تعلیم له نعمته محروم وو؛ اوس چې الله تعالی پر مونږ آزادي او دا امنیت پېرزو کړی باید بشپړه استفاده ترې وشي او نوی نسل په دیني او عصري تعلیم سمبال وروزو.
ورته وخت کې د یاد ولایت محتسبینو د ښار په بېلابېلو برخو کې له علماوو او قومي مخورو سره په ټولنه کې د امربالمعروف په ارزښت خبرې وکړې او له هغوی یې وغوښتل چې د معروفاتو په اقامه او د منکراتو په مخنیوي کې د یاد ریاست له محتسبینو سره مرسته وکړي، د یاد ولایت خلکو د محتسبینو له اصلاحي کړنو خوښي وښوده او محتسبینو ته یې د هر راز مرستې ډاډ ورکړ.
په خوست ولایت کې د امربالمعروف ریاست محتسبینو د نظامي مرکزونو له مسؤولینو سره اصلاحي ناستې تر سره کړې
د خوست ولایت د امربالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدلو ریاست محتسبینو د مرکز په ګډون په ولسوالیو کې د نظامي مرکزونو له مسؤولینو سره په بېلابېلو اصلاحي ناستو کې هغوی ته وویل: زموږ کړنې د الهي احکامو او د وزارت د سپارښتنو پر اساس تر سره کېږي، نو په همدې اساس مو له تاسې غوښتنه ده چې د وزارت له لوري په نظامي برخه کې د معروفاتو د اقامې او د منکراتو د مخنیوي په برخه کې را سره مرسته وکړئ.
د یاد ولایت محتسبینو په دې اصلاحي ناستو کې چې موخه یې په نظامي مرکزونو کې د معروفاتو اقامه او د منکراتو مخنیوی وو له مسؤولینو سره په ناستو کې هغوی ته وویل: زموږ لومړنۍ هڅه په ټولنه کې د الهي احکامو پلي کول دي، نو پر همدې اساس مو له تاسې غوښتنه ده چې په دې برخه کې د معروفاتو په اقامې او د منکراتو په مخنیوي کې را سره مرسته وکړئ څو په نظامي ځایونو کې د وزارت له لوري شوې سپارښتنې پلې او د شته منکراتو مخه ونیول شي.
په ورته وخت کې د یاد ولایت محتسبینو دیني عالمانو، قومي مخورو، د ښوونځیو ښوونکو او ځوانانو سره د لیدنو پر مهال هغوی ته وویل: اسلامي نظام د الله ﷻ نعمت دی، نو د دې نظام د بقا لپاره کار کول مو الهي او هېوادنی مسؤولیت دی.
د غزني ولایت محتسبینو د یوې نجلۍ په بدو کې د ورکړې مخنیوی وکړ
د غزني ولایت د امربالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدلو ریاست محتسبینو د یاد ولایت اندړو ولسوالۍ په کوه بند سیمه کې د یوې نجلۍ په بدو کې د ورکولو مخنیوی وکړ.
د اندړو ولسوالۍ د امربالمعروف او نهې عن المنکر آمریت څخه د تر لاسه شوو معلوماتو په اساس د یادې ولسوالۍ د نانګه او سنګر د کلیو تر منځ د یوې شخړې د حل په موخه ځینو کسانو غوښتل چې مقابل لوري ته یوه نجلۍ په زور په نکاح کړي چې محتسبینو د یادې پېښې مخنیوی کړی او د نوموړو ستونزه یې د خبرو له لارې حل کړې ده.
په ورته وخت کې محتسبینو د یاد ولایت په مقر ولسوالۍ کې د دوو قومونو تر منځ لس کلنه دښمني چې د یوې مېرمنې په سر راپورته شوې وه حل او له دواړو لوریو یې وغوښتل چې خپله هره مسئله د شریعت په رڼا کې حل کړي، نه د احساساتو له مخې.
هېره دې نه وي چې د امربالمعروف وزارت د محتسبینو له لوري دې ته ورته په زرګونو قضیې حل شوي، چې هېواد وال یې هم له کړنو خوښي ښیي او محتسبینو ته د پوره همکارۍ ډاډ ورکوي.
د نیمروز ولایت محتسبین هټۍ والو ته: په خپلو چارو کې له عدالت او انصاف څخه کار واخلئ
د نیمروز ولایت د امر بالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدلو ریاست محتسبینو له ښاري هټۍ والو سره په بېلا بېلو اصلاحي ناستو کې هغوی ته وویل: دوکانداران او کسب ګران مکلف دي چې په خپلو چارو کې له عدالت او انصاف څخه کار واخلي همدارنکه په پېر او پلور کې له خیانت او دروغ ویلو څخه چې په اسلام کې یو ناروا عمل دی ځانونه وساتي.
دغه راز محتسبینو له هټۍ والو وغوښتل چې لمونځونه په جماعت سره اداء او خپلې ټولې کړنې له اسلامي شریعت سره برابرې مخ ته یوسي.
محتسبینو د بازار له مسؤولینو څخه غوښتنه وکړه چې د معروفاتو په اقامې او د منکراتو په مخنيوي کې له دوی سره پوره همکاري وکړي.
په ورته وخت کې محتسبینو د روغتیایي مرکزونو له مسؤولینو سره په اصلاحي ناستو کې هغوی ته توصیه وکړه، چې خپلې کړنې د وزارت له ټاکل شوې پالیسۍ سره سمې مخ ته یوسي او د داسې کړنو له تر سره کولو ډډه وکړي چې د وزارت له پالیسۍ او اسلامي شریعت سره په ټکر کې وي.
د میدان وردګ ولایت د امربالمعروف رئیس په افغانستان کې د ښوونې او روزنې په برخه کې د تر کیې هېواد له ټاکلي استازي سره وکتل
په دې مخامخ ناسته کې د یاد ولایت د امربالمعروف رئیس مولوي عبدالله محمد په افغانستان کې د ترکیې هېواد له لوري د ښوونې او روزنې په برخه کې له مرستیال ( حیات مراد) سره په هېواد کې په روان تعلیمي وضعیت خبرې وکړې او له هغوی یې وغوښتل چې په افغانستان کې د ترکیې هېواد له لوري په شته تعلیمي بنسټونو کې د اسلامي امارت او په خاص ډول د امربالمعروف وزارت له لوري شوې سپارښتنې په پوره توګه پلې کړي.
دغه راز د یاد هېواد استازي ښاغلي مراد په افغانستان کې د ترکیې هېواد له لوري د پوهنې په برخه کې د کړو فعالیتونو او کړنو په تړاو خبرې وکړې او ډاډ یې ورکړ چې په دې برخه کې به یې فعالیتونه لاهم دوام ولري او د اسلامي نظام له لوري ټاکل شوي قوانین به په پوره توګه پلي کوي.
د ناستې په پای کې ښاغلي محمد په افغانستان کې د ترکیې هېواد استازي ښاغلي مراد ته د اسلامي امارت اصولو په چوکات کې د پوره همکارۍ ډاډ ورکړ.
د امربالمعروف وزارت محتسبینو په پنځه ولایتونو کې د عامه اذهانو د جوړولو په موخه له ولسي وګړو سره ناستې وکړې
د امربالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت محتسبینو د خپلو ورځنیو کړنو په جریان کې د هېواد په پنځه ولایتونو ( دایکندي، قندهار، غزني، غور او بادغیس) کې له ولسي وګړو سره د عامه اذهانو د جوړولو او د منکراتو د مخنیوي په موخه بېلابېلې ناستې ترسره کړې.
په دغو ناستو کې محتسبینو خلکو ته د اسلامي نظام په ارزښت خبرې وکړې او له نوموړو یې وغوښتل چې نوی نسل په اسلامي روحیه سمبال وروزي او هغوی د دښمن له پلانونو خبر او پرې نه ږدي چې د دښمن په لومو کې ګیر شي.
همدا راز محتسبینو له خلکو وغوښتل چې په ټولنه کې د منکراتو د مخنیوي په برخه کې د یاد وزارت له محتسبینو سره مرسته وکړي او چاته اجازه ور نه کړي چې په ټولنه کې منکرات ترسره کړي.
د یادولو وړ ده چې د یادو ولایتونو محتسبین د امربالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونوو اورېدلو وزارت د سپارښتنو پر اساس له ځایي خلکو او امارتي مسؤولینو سره اصلاحي ناستې کوي چې ور سره په یادو برخو کې د منکراتو په مخنیوي کې د پام وړ بدلون راغلی.
د میدان وردګ ولایت محتسبینو په یاد ولایت کې دوو دښمنیو ته د پای ټکی کېښود
د میدان وردګ ولایت د امربالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدلو ریاست محتسبینو د یاد ولایت دایمیرداد ولسوالۍ کې دوو دښمنیو ته د پای ټکی کېښود.
د یادې ولسوالۍ محتسبینو د خپلو دوامداره هڅو په دوام کې د څلورو کورنیو تر منځ هغه دښمنۍ په دوستۍ بدلې کړې چې کلونه مخکې یې تر منځ را پورته شوې وې.
محتسبینو نوموړو ته د دوښمنۍ په بدو پایلو او د دوستۍ او صلحې په ارزښت خبرې وکړې او زیاته یې کړه چې نور په خپلو کې د وروڼو په څېر ژوند وکړئ.
دا په داسې حال کې ده چې د یاد ولایت محتسبینو په تېرو درې کلونو کې د خپلو دوامداره هڅو په پایله کې د زیاتو قومونو او کورنیو تر منځ دښمنۍ په دوستۍ بدلې کړي چې د یاد ولایت اوسېدونکې یې هم له فعالیتونو خوښي ښیي او زیاتوي چې د محتسبینو د فعالیتونو په نتیجه کې د زیاتو دښمنیو د مخنیوي ترڅنګ په ټولنه کې د منکراتو مخه هم نیول شوې ده.
د هلمند ولایت محتسبینو په ۱۷ ولسوالیو کې له دیني عالمانو او قومي مخورو سره د امربالمعروف په ارزښت ناستې ترسره کړې
د هلمند ولایت د امربالمعروف، نهې عن المنکر د (۱۷) ولسوالیو آمرینو د خپلو ورځنیو کړنو په جریان کې د یادو ولسوالیو له یو شمېر دیني عالمانو، قومي مخورو او ځوانانو سره د ټولنې د اصلاح، معروفاتو د اقامې او د منکراتو د مخنیوي په پار ناستې ترسره کړې.
محتسبینو له دیني عالمانو او قومي مخورو څخه وغوښتل چې په ټولنه کې د معروفاتو پر اقامې او د منکراتو په مخنیوي کې د یاد ولایت له محتسبینو سره مرسته وکړي.
ورته وخت کې محتسبینو د یاد ولایت له (۱۸) نظامي ځایونو څخه لیدنې ترسره کړې، هغوی ته یې د وزارت لخوا د شویو سپارښتنو د تطبیق په موخه توصیې وکړې او له هغوی یې وغوښتل چې له ولس سره نېک چلند او کارونه یې په وخت ترسره کړي.
دغه راز یې نوموړو ته لارښوونې وکړې چې خپل سیرت او صورت په نبوي ارشاداتو برابر او لمونځونه په جماعت سره اداء کړي.
د پکتیا ولایت محتسبین: در سپارل شوي مسؤولیتونه په پوره امانتدارۍ سره تر سره کړئ
د پکتیا ولایت د امربالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدلو ریاست محتسبینو د خپلو ورځنیو کړنو په جریان کې د دې ولایت د ځینو امارتي ادارو له کارمندانو سره په امارتي ادارو کې د معروفاتو د اقامې او د منکراتو د مخنیوي په موخه بېلابېلې اصلاحي ناستې تر سره کړې.
دا ناستې چې موخه یې په امارتي ادارو کې د معروفاتو اقامه او د وزارت له لوري د شوو سپارښتنو پلي کول وو، محتسبینو وویل: در سپارل شوي مسؤولیتونه الهي امانت او د ولس حق دی چې باید په پوره امانتدارۍ سره یې تر سره کړئ؛ په پوره توان ولس ته رښتینی خدمت وړاندې او ستونزو ته یې پر وخت رسېدنه وکړئ.
دغه راز محتسبینو د یادو ریاستونو کارمندانو ته وریاده کړه چې سیرت او صورت د نبوي ارشاداتو سره سم جوړ کړي او د داسې کړنو له تر سره کولو ډډه وکړي چې د اسلامي نظام له پالیسۍ سره په ټکر کې وي.
په ورته وخت کې د یاد ولایت د مرکز او ولسوالیو محتسبینو له ښوونځیو څخه په لیدنه کې د ښوونځیو له ښوونکو وغوښتل چې زده کوونکو ته د درسي کتابونو تر څنک د نبوي سیرت او فکري کتابونو د لوستلو سپارښتنه وکړي، ترڅو مو نوی نسل له اسلامي احکامو خبر او په اسلامي روحیه سمبال وروزل شي.
د یادلو ده چې د دې ولایت محتسبین د مرکز په ګډون په ولسوالیو کې له ځایي خلکو او امارتي مسؤولینو سره اصلاحي ناستې کوي چې ورسره په یادو برخو کې د معروفاتو په اقامې او د منکراتو په مخنیوي کې د پام وړ بدلون راغلی.
د لوګر ولایت محتسبینو د سیمې له ځایي خلکو سره د منکراتو د مخنیوي په موخه اصلاحي ناستې تر سره کړې
د لوګر ولایت د امربالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدلو ریاست محتسبینو د خپلو ورځنیو کړنو په جریان کې د یاد ولایت په مرکز او ولسوالیو کې له یو شمېر قومي مخورو، دیني عالمانو او ځوانانو سره په ټولنه کې د معروفاتو د ټینګښت، منکراتو د مخنیوي، د امربالمعروف او نهې عن المنکر په ارزښت بېلابېلې ناستې ترسره کړې.
په یادو ناستو کې محتسبينو د یاد ولايت قومي مخورو او ديني عالمانو ته په خپلو خبرو کې وویل، چې یوه اسلامي ټولنه له امر بالمعروف پرته نیمګړې ده او دا د هر مسلمان دنده ده چې د معروفاتو په ټينګښت او د منکراتو په مخنیوي کې خپله ونډه واخلي.
دغه راز محتسبینو له دیني عالمانو وغوښتل چې په ټولنه کې د حجاب ارزښت، په جماعت سره د لمانځه اداء کولو او په نبوي طریقه د ژوند کولو په اړه بيانونه وکړي او خلکو ته توصیه وکړي چې د وزارت سپارښتنې پلي کړي.
په ورته وخت کې د یاد ولایت محتسبینو د (۷۸) مسجدونو، (۲۶) تجارتي مرکزونو او (۵) نظامي مرکزونو څخه د وزارت له لوري د شوو سپارښتنو د څار په موخه لیدنه وکړه.
د یادولو ده چې د دې ولایت د امربالمعروف ریاست محتسبین د وزارت د هدایاتو پر اساس له ځایي خلکو او امارتي مسؤولینو سره اصلاحي ناستې کوي چې ورسره په دې برخو کې د معروفاتو په اقامې او د منکراتو په مخنیوي کې د پام وړ بدلون راغلی.
د میدان وردګ ولایت محتسبینو د دوو کورنیو ترمنځ ۵ کلنه دښمني په دوستۍ بدله کړه
د میدان وردګ ولایت د امربالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدلو ریاست محتسبینو د یاد ولایت د مرکز اړوند ابراهیم خېلو کلي کې یوه ۵ کلنه دښمني د یادې محلې د دیني عالمانو او قومي مخورو په مرسته له ډېرو هڅو وروسته په دوستۍ بدله کړه.
یاده دښمني چې له نن څخه ۵ کاله وړاندې د دوو کورنیو ترمنځ د ځمکې په سر راپورته شوې وه، چې وروسته له ډېرو هڅو په دوستۍ بدله شوه.
محتسبینو دواړه لوریو ته د دښمنۍ پر بدو پایلو خبرې وکړې او له دواړو لوریو وغوښتل چې یو بل ته له بدیو تېر شي او بخښنه وکړي.
دواړو لوریو له محتسبینو، دیني عالمانو او قومي مخورو مننه وکړه چې د دوی تر منځ يې د سولې لپاره نه ستړې کېدونکې هلې ځلې وکړې او ژمنه یې وکړه چې وروسته له دې به دښمني نه پالي او د وروڼو په څېر به ژوند کوي.
د بادغیس ولایت محتسبين: خپلې کړنې د اسلامي شریعت سره سمې مخ ته يوسئ.
د بادغیس ولایت د امربالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدلو ریاست محتسبینو د خپلو ورځنیو کړنو په جریان کې د ورکړل شوي مهال وېش مطابق د یاد ولایت د مرکز په ګډون (۵) ولسوالیو کې د معروفاتو د اقامې او منکراتو د مخنیوي په موخه لیدنې وکړې؛ په دغو لیدنو کې یې خلکو ته توصیه وکړه چې خپلې کړنې له شریعت سره سمې مخ ته یوسي، خپل سیرت او صورت په نبوي ارشاداتو برابر او لمونځونه په جماعت سره ادا کړي او د یاد ریاست له محتسبینو سره د معروفاتو په اقامه او د منکراتو په مخنیوي کې مرسته وکړي.
دغه راز یې په خپلو خبرو کې له خلکو وغوښتل چې د اختر په رارسېدو سره د خپلو بېچاره هېواد والو لاس نیوی وکړي او له هغوی سره مالي مرسته وکړي.
دمیدان وردګ ولایت دامربالمعروف رئیس دعلماوو شورا لخوا په جوړه شوې غونډه کې ګډون وکړ.
دمیدان وردګ ولایت دامربالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدلو رئیس مولوي عبدالله محمد دعلماوو شورا لخوا په جوړه شوې غونډه کې ګډون وکړ.
یاده غونډه چې موخه یې د کارونو د لا ښه ترسراوي او له یو بل سره په کارونو کې مرسته کول وو، ښاغلي محمد دعلماوو د شورا له رئیس شیخ عبدالهادي فضلي سره د هر راز مرستې ډاډ ورکړ او زیاته یې کړه چې د کارونو د لاښه ترسراوي په موخه د ادارتو ترمنځ همغږي یو مهم اصل دی چې باید موجود وي.
همدا راز د علماوو د شورا رئیس شیخ عبدالهادي فضلي دمنکراتو د مخنیوي په برخه کې د امربالمعروف د محتسبینو لاسته راوړنې وستایلې او د معروفاتو د اقامې او منکراتو د مخنیوي په برخه کې یې د هر راز مرستې ډاډ ورکړ.
دمیدان وردګ ولایت دامربالمعروف رئیس دعلماوو شورا لخوا په جوړه شوې غونډه کې ګډون وکړ.
د میدان وردګ محتسبین: مجرمینو ته د محکمې له حکم پرته سزا ورکول جرم دی.
دمیدان وردګ ولایت دامربالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدلو ریاست د بهسودو د لومړۍ حصې اړوند محتسبینو د امنیه قومندانۍ او استخباراتو له مسؤولینو سره په اصلاحي ناسته کې له هغوی وغوښتل چې مجرمینو ته پرته دمحکمې له حکم څخه سزا ورکول جرم دی او څوک یې صلاحیت نه لري.
همدا راز یې نوموړو ته سپارښتنې وکړې چې له مجرمینو سره د امیرالمؤمنین حفظه الله د فرمان مطابق باید نېک او ښه چلند وشي او پرته د محکمې له حکم څخه هېڅ ډول سزار ور نه کړل شي.
دغه راز یې نوموړو ته سپارښتنې وکړې چې د ولس پر مخ خپلې دروازې شپه او روځ خلاصې پرېږدي او ستونزو ته يې پر وخت رسېدنه وکړي.
د مشرانو اطاعت مو د نظام د استحکام او بقا یوازینۍ لار ده.
د امربالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت د ازاله منکراتو ریاست اړوند د علمي بورډ ټاکل شوي هیئت د پلازمینې کابل استخباراتو عمومي ریاست اړوند د ځینو ریاستونو له مسؤولینو سره په بېلا بېلو اصلاحي ناستو کې هغوی ته وویل: د اسلامي نظامي ساتنه یوازې په وسایلو او اسبابو سره نه کېږي، بلکي د مشرانو اطاعت او د ټاکل شوو قوانینو پلي کول د نظام د استحکام او بقا لومړنۍ لار ده.
نو په همدې اساس مو له تاسې غوښتنه ده چې د امربالمعروف وزارت له لوري د نظامي ارګانونو له پاره د منکراتو د مخنیوي په موخه شوې سپارښتنې په پوره توګه پلې کړئ او خپلې کړنې د ټاکل شوې پالیسي سره سمې سر ته ورسوئ.
هغوی په همدې تړاو وویل، موږ هڅه کوو د وزارت له لوري ټاکل شوي اصول په پوره توګه پلي کړو، چې په دې پار کړنې مو د مشرتابه د حکم او امربالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت د ټاکل شوې پالیسي پر اساس دي څو وکولی شو په نظامي لیکو او ملکي ادارو کې د شته منکراتو او ستونزو مخه ونیسو.
د یادولو ده چې د امربالمعروف وزارت د نظامي معینیت له لوري ځانګړی ټاکل شوی هیئت د نظامی ارګانونو له مسؤلینو سره اصلاحي ناستې کوي چې ورسره په نظامي لیکو کې د معروفاتو په اقامې او د منکراتو په مخنیوي کې د پام وړ بدلون راغلی.
د غزني ولایت د امربالمعروف ریاست دوه کلنې لاسته راوړنې
د غزني ولایت د امربالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدلو ریاست محتسبینو په تېرو دوو کلونو کې په مرکز او ولسوالیو کې د خپلو دوامداره هڅو په جریان کې د (۱۸) قومونو او (۲۷) کورنیو تر منځ چې له ډېر وخت راهیسې دښمنۍ وې د قومي مخورو او دیني عالمانو په هڅو په دوستۍ بدلې کړې.
همدا راز د یاد ریاست د شکایتونو اورېدلو آمریت په تېرو دوو کلونو کې د هېواد والو (۱۵۳) شکایتونه چې له امارتي مسؤولینواو منسوبینو څخه یې درلودل حل او پاتې شکایتونه چې د یادې ادارې اړوند نه وو شاکیانو ته لازمې لارښوونې کړې تر څو خپل شکایت تر مربوطه ادارې ورسوي.
بلخوا دیاد ولایت محتسبینو د منکراتو د مخنیوي او معروفاتو د اقامې په برخه کې له زیاتو دیني عالمانو، قومي مخورو او ځوانانو سره ناستې ترسره کړې تر څو د نوموړو په مرسته په ټولنه کې د شته منکراتو مخه ونیسي. دغه راز د یاد ولایت محتسبینو د ښار له نظامي ځایونو، ښوونیزو مرکزونو، ورزشي ځایونو، هوټلونو او عامه ځایونو څخه د لیدنو پر مهال نوموړو ته د وزارت لخوا د شویو سپارښتنو د تطبیق په موخه توصیې کړي چې ورسره د زیاتو منکراتو مخه نیول شوې.
د یادولو ده چې په تېرو دوو کلونو کې د یاد ولایت محتسبینو په مرکز او ولسوالیو کې د زیاتو کوډ ګرانو مخه نیولې او عاملین یې قضایي ارګانونو ته سپارلي چې له خلکو به یې په چل او فریب پیسې اخیستې او د شریعت خلاف عمل به یې ترسره کول.
هېره دې نه وي چې د محتسبینو له اصلاحي کړنو سره په ټولنه کې د زیاتو منکراتو مخه نیول شوې او معروفات قایم شوي او هېواد وال هم د محتسبینو له اصلاحي کړنو څخه د خوښۍ ترڅنګ د هر راز مرستې ډاډ ورکوي.
د میدان وردګ ولایت محتسبینو له لوري د دوو کورنیو ترمنځ ۶ کلنه دښمني په دوستۍ بدله شوه.
د میدان وردګ ولایت د امربالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدلو آمریت له لوري د یاد ولایت نرخ ولسوالۍ میا یعقوب په کلي کې د دوو کورنیو ترمنځ شپږ کلنه دښمني په دوستي بدله شوه.
د یاد ولایت د شکایتونو اورېدلو آمر وایي یاده دښمني چې د دوو کورنیو ترمنځ د شخصي خصومت پر سر راپورته شوې وه، د محتسبینو د دوامداره هڅو په پایله کې په دوستۍ بدله شوه؛ دواړو لوریو د امربالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت د محتسبینو له هڅو د مننې تر څنګ ژمنه وکړه چې وروسته له دې به د وروڼو په څېر ژوند کوي.
په ورته وخت کې د یاد ولایت محتسبینو د نرخ ولسوالۍ له اوسېدونکو سره د خپلمنځي اتحاد او ورورګلوۍ په تړاو بېلابېلې ناستې ترسره او خلکو ته یې توصیې وکړې تر څو په خپلو کې د وروڼو په څېر ژوند وکړي او له اختلافاتو ځان وساتي.
د زابل ولایت د امر بالمعروف رئیس: له اولس سره نېک چلند او کارونه یې په خپل وخت ترسره کړئ
د زابل ولایت د امر بالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدلو ریاست رئیس مولوي محمد ابراهیم جاوید د خپلو کړنو په جریان کې د یاد ولایت سیوري ولسوالۍ ته د هېوادوالو د ستونزو د اورېدلو او امارتي مسؤلینو سره د همغږۍ په موخه سفر وکړ.
یاد سفر کې ښاغلي جاوید د یادې ولسوالۍ له امارتې مسؤلینو سره د همغږۍ په موخه ناستې ترسره او هغوی ته یې د امیرالمؤمنین حفظه الله له لوري د نوي توشیح شوی قانون په تړاو سپارښتنې وکړې او له نوموړو یې وغوښتل چې له اولس سره نېک چلند وکړې او کارونه يې په خپل وخت ترسره کړي.
همدا راز ښاغلي جاوید د یادې ولسوالۍ له اوسېدونکو سره بېلابېلې ناستې ترسره او هغوی ته یې د اسلامي نظام د ارزښت او ساتلو اړوند لازمې لارښوونې وکړې دغه راز یې د نوموړو ستونزې واورېدې او د حل ډاډ یې ورکړ.
د غزني محتسبین: په خپلو نېکو کړنو ولس ته د اسلامي نظام رښتینی انځور وړاندې کړي
د غزني ولایت د امربالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدلو ریاست محتسبینو د دې ولایت د سره میاشت او پاملرنې مؤسسې له مسؤولینو سره د مشرتابه د فرمانونو او د وزارت د سپارښتنو د پلي کولو په پار ناستې تر سره کړې.
په دې ناستو کې چې د یادو ریاستونو ډېری مسؤولینو ګډون درلود، د یاد ولایت د امربالمعروف ریاست محتسبینو په امارتي ادارو کې د کارمندانو د صورت او سیرت جوړونې، د نارینه او ښځینه کارکوونکو د کارځایونو د بېلوالي، د ولس ستونزو ته پر وخت رسېدلو، د الهي احکامو د پلي کولو او په یو شمېر نورو برخو کې د اسلامي امارت د مشرتابه فرمان شریک کړ او په دې برخه کې یې مسؤولینو ته اړینې سپارښتنې وکړې.
دغه راز محتسبینو له هغوی وغوښتل چې په اداري چارو کې له هر ډول توپیري چلند څخه ډډه وکړئ او په خپلو نېکو کړنو ولس ته د اسلامي نظام رښتینی انځور وړاندې کړي.
(داطلاعاتو او نشراتو ریاست)
د بادغیس محتسبین: رسنۍ باید د اولس ريښتینی آواز جوړ شي
د بادغیس ولایت د امربالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدلو ریاست محتسبینو د یاد ولایت له انځوریزو، غږیزو او چاپي رسنیو سره د همغږۍ په موخه ناسته ترسره کړه.
یاده ناسته کې محتسبینو د رسنیو استازو ته توصیه وکړه چې خپل نشرات داسې برابر کړئ چې اولس ته یې خیر او ګټه ورسېږي او هڅه وکړئ چې د اولس ريښتینی آواز جوړ شئ.
همدا راز یې له نوموړو وغوښتل چې د نوي نسل د سالمې روزنې په موخه اصلاحي خپرونې نشر کړئ او د معروفاتو په اقامه او منکراتو په مخنیوي کې د یاد ریاست له محتسبینو سره مرسته وکړئ.
د یادولو ده چې د دې ولایت محتسبین د وزارت د هدایت پر اساس له ځایي خلکو او امارتي مسؤولینو سره اصلاحي ناستې کوي چې ورسره په دې برخه کې د منکراتو په مخنیوي کې د پام وړ بدلون راغلی؛ ځایي خلک او امارتي مسؤولین په ټولنه کې د منکراتو د مخنیوي په موخه د محتسبینو کړنې ستایي او دا د ټولنې د سمون غوره لار بولي.
(داطلاعاتو او نشراتو ریاست)
د لوګر ولایت د امربالمعروف ریاست محتسبینو اووه کلنه دښمني پر دوستۍ بدله کړه
د لوګر ولایت د امر بالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدلو ریاست محتسبینو د سیمې د قومي مخورو په هڅو د دوو قومونو تر منځ اووه کلنه دښمني پر دوستۍ بدله کړه.
په دې پار جوړه شوې ولسي ناسته کې چې د یاد ولایت د امربالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدلو ریاست مسؤولینو، د یاد ولایت امارتي مسؤولینو، د سیمې دیني عالمانو او قومي مخورو ګډون درلود، محتسبینو په خبرو کې د بې اتفاقۍ پر بدو پایلو او د یووالي پر ارزښت خبرې وکړې.
دا شخړه چې د حقوقي موضوع پر سر را ولاړه شوې وه، د قضیو ښکېلو اړخونو له اوو کلنو وروسته یاده قضیه د یاد ولایت د امربالمعروف ریاست مسؤولینو ته د حل په موخه وسپارله.
په دې تړاو محتسبینو زیاته کړه، الله ﷻ موږ ته په قران کریم کې ویلي دي چې مؤمنان د یو وجود حیثیت لري؛ دوی باید په خپلو منځونو کې یو بل له بدیو منع او د نېکیو لور ته یې را وبولي چې همدا د اسلام مقدس دین غوښتنه ده.
دغه راز ناستې ته دیني عالمانو، قومي مخورو او د پېښې ښکېلو اړخونو په خبرو کې پر دې جوړ جاړي خوښي وښوده او په دې ولایت کې یې د محتسبینو کړنې وستایلې.
د میدان وردګ ولایت محتسبین: زکات یو الهي حکم دی، چې ورکړه یې پر هر مسلمان فرض ده
د میدان وردګ ولایت د امر بالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدلو ریاست محتسبینو د خپلو ورځنیو کړنو په جریان کې د یاد ولایت له قومي مخورو، دیني عالمانو او یو شمېر ځوانانو سره په بېلا بېلو لیدنو کې د زکات په تړاو خبرې وکړې.
په یادو لیدنو کې محتسبینو له خلکو وغوښتل؛ د خپلو مالونو زکات چې د غریب حق دی اداء کړي او په دې کار سره ځان او ټولنه د الله ﷻ له عذاب څخه وژغوري، همدا راز یې زیاته کړه: زکات یو الهي حکم دی او ورکړه یې په هغه مسلمان فرض ده چې مال یې نصاب ته رسېدلی وي، نو باید په خپل وخت یې مستحیقینو ته یې وسپاري.
دغه راز محتسبینو له ديني عالمانو وغوښتل چې خلکو ته د زکات په تړاو پوهاوی ورکړي او په دې یې و پوهوي چې زکات یوه الهي فریضه ده؛ په ورکړې سره یې د الله تعالی رضایت او نه اداء کول یې بیا د الله تعالی د عذاب سبب ګرځي، نو باید هر هغه مسلمان چې مال یې نصاب ته رسېدلی وي، په خپل ټاکلي وخت مستحیقینو ته زکات ورکړي. په خوست ولایت کې د امر بالمعروف ریاست مسؤولینو د یاد ولایت د علماوو شورا، ښاري محکمې او عامې روغتیا ریاست له مسؤولینو سره ناسته تر سره کړه
په خوست ولایت کې د امر بالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدلو ریاست مسؤولینو د یاد ولایت د علماوو شورا، ښاري محکمې او عامې روغتیا ریاست له مسؤولینو او د یاد ولایت له هټي والو او پانګه والو سره په ګډه د تجارانو لپاره د روا او ناروا تجارت د ګټو او زیانونو، د بې کیفیته خوړو او درملو د خرڅلاو په اړه ځانګړې اصلاحي ناسته تر سره کړه.
دغې ناستې ته ورغلو مسؤولینو د اسلام له نظره د حلال تجارت د ګټو، حرام تجارت د زیانونو، د بې کیفیته خوړو او درملو د صحي زیانونو او په شریعت کې د دوکې د جرم او سزا په تړاو مفصلې خبرې وکړې.
د ناستې په پیل کې د امر بالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدلو ریاست محتسبینو آمر مولوي معلم جان مدقق د حلال تجارت د ګټو په اړه هر اړخیزې څرګندونې وکړې او زیاته یې کړه؛ انسان د ځمکې پر مخ هغه مخلوق دی چې د نورو موجوداتو په پرتله یې ژوند خوندي او له وقار ډک دی، نو په همدې اساس یې باید هره کړنه له تدبره ډکه وي.
ښاغلي مدقق په دې تړاو وویل: د ګڼ شمېر قرآني آیتونو، نبوي احادیثو او دیني نصوصو له مخې دوکه او خیانت جرم ګڼل شوی او مسلمانان ترې په کلکه منع شوي دي.
دغه راز ناستې ته د استخباراتو رياست مطبوعاتي مسؤول قاري عبیدالله په خپلو خبرو کې له ورغلو مسؤولینو او تجارانو مننه وکړه، چې پر مهمو مسایلو د بحث او په دې اړه، پر دیني او شرعي احکامو د پوهېدو په موخه راټول شوي وو.
د ده په وینا شریعت تل خپل پلویان فردي او ټولنیزې اصلاح ته رابولي او همدا شان د فردي او اجتماعي تېروتنو په له منځه وړلو ټینګار کوي.
د نوموړي په باور د فردي تېروتنې په صورت کې قضات نرمي ښيي، خو ټولنیزې تېروتنې ته بیا شدید عکس العمل ښودل کېږي، ځکه پدې حالت کې ټولنه د نابودۍ او هلاکت خواته ځي.
بل خوا تجارانو، سوداګرو او هټۍ والو د امر بالمعروف ریاست او د نورو امارتي ادارو له دې اقدام څخه خوښي وښوده چې له دیني، شرعي او حقوقي اړخه یې د تجارت د ارزښت، ګټو او اغېز په تړاو اړین مسایل بیان کړل او ژمنه یې وکړه چې له دې وروسته به په پوره اخلاص او کاملې ایماندارۍ اړوند سوداګریزې معاملې او راکړې ورکړې تر سره کوي او هم به د دنیوي امورو د اجراء پر مهال له عدل او انصاف څخه کار اخلي.
د غزني ولایت محتسبین په یاد ولایت کې د معروفاتو اقامې او منکراتو د مخنیوي په برخه کې ګڼ شمېر لاسته راوړنې لري
د غزني ولایت د امر بالمعروف نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدلو ریاست محتسبین په تېرو دوو میاشتو کې په مرکز او ولسوالیو کې د معروفاتو اقامې او منکراتو مخنیوي په برخه کې ګڼ شمېر لاسته راوړنې لري.
د غزني ولایت د امر بالمعروف ریاست محتسبین وايي چې په دغو لاسته راوړنو کې لومړی د دوه کورنیو تر منځ د راپورته شوې دښمنۍ پر دوستۍ بدلول وو، چې دغه روغه جوړه د ډېرو کوښښونو په نتیجه کې رامځته شوې ده. همدارنګه محتسبینو د زیاتو کونډو، یتمیانو او هغو مظلومو هېواد والو حقوق چې د اخیستلو توان یې نه درلود له مقابل لوري اخیستي او حقدار ته یې سپارلي دي.
دغه راز د یاد ولایت د شکایتونو اورېدلو آمریت په تېرو دوه میاشتو کې تر ۴۰ زیات شکایتونه ثبت کړي، چې ځينې یې حل او پاتې نور یې د حل په موخه اړوندو مراجعو ته سپارلي.
بله خوا د یاد ولایت محتسبینو په تېرو دوه میاشتو کې د زیات شمېر جادوګرانو، قمار بازانو او معتادینو مخنیوي کړی او عاملین یې قضایي ارګانونو ته سپارلي.
د یادولو ده چې د محتسبینو له اصلاحي کړنو سره په ټولنه کې د زیاتو منکراتو مخنیوی شوی او هېوادوال هم د محتسبینو له دغو اصلاحي کړنو څخه خوښي ښیي او محتسبینو سره د پوره مرستې ډاډ ورکوي.
(داطلاعاتو او نشراتو ریاست)
د هرات ولایت د امر بالمعروف ریاست مسؤولینو په تیره یوه میاشت کې ۴۵ شکایتونه حل کړي
د هرات ولایت د امر بالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدلو ریاست اړوند د شکایتونو اورېدلو او څېړلو آمریت له لوري په تیره یوه میاشت کې د ولسي خلکو ۵۰ شکایتونه چې له ځینو امارتي منصوبینو یې لرل، ثبت کړې دي.
د یادو شکایتونو څخه ۴۵ شکایتونه په ذکر شوي آمریت کې حل شوي او ۵ عرائض د نورو اصولي کړنو لپاره اړوند ادارو ته د حل په موخه استول شوي دي.
بل خوا د هرات ښار ولسي خلک د امر بالمعروف ریاست د شکایتونو اورېدلو د څانګې د فعالیتونو څخه د خوښي ښودلو تر څنګ زیاتوي چې اوس ولس د چا له ټوپک او چوکۍ نه ډارېږي، چې غیرې اصولي کړنه به ورسره ترسره کړي او ډاډه دي چې د د امربالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدلو ریاست مسؤولین یې ستونزې اوري او رسېدنه ورته کوي.
همدا راز د هرات ولایت د امر بالمعروف، نهې عن المنکر او شکایاتو اورېدلو ریاست مسؤولین وایي؛ هېڅ چا ته اجازه نه ورکوي چې د ولس سره د خپل موقف نه په استفاده خدای مکړه ناوړه چلند ترسره کړي.]
(داطلاعاتو او نشراتو ریاست)
د کندز ولایت محتسبین: د معروفاتو اقامه او د منکراتو مخنوی د مشرتابه حکم نه؛ بلکې الهي امر دی چې باید پر ځای شي
د کندز ولایت د امر بالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدلو ریاست محتسبینو د دې ولایت په نهو ولسوالیو کې له ځایي خلکو سره په اصلاحي ناستو کې هغوی ته د دعوت پر مهال وویل: په ټولنه کې د معروفاتو اقامه او د منکراتو مخنیوی د مشرتابه حکم نه، بلکې دا یو الهي امر دی چې باید پر ځای شي.
د یاد ولایت محتسبینو په دې بېلا بېلو اصلاحي ناستو کې چې موخه یې د سیمې خلکو ته د وزارت له لوري د شویو سپارښتنو اورول وو، وویل: د معروفاتو ټینګښت او د منکراتو مخنیو د ټولنې بنستیزه اړتیا ده چې په پلي کېدا یې ټولنه اصلاح کېږي.
په ورته وخت کې د یاد ولایت محتسبینو د دې ولایت د بندخونو له مسؤولینو سره په بېلابېلو ناستو کې د وزارت د هدایت پر اساس هغوی ته وویل: هېڅ څوک نه شي کولی بندیانو ته د محکمې له حکم پرته سزا ورکړي او پر هغوی یې ټینګار وکړ چې په بندخونو کې له بندیانو سره له نېک او مسلکي چلند وکړي او ستونزو ته یې پر وخت رسېدنه وکړي، ترڅو هغوی د کړو جرمونو له بیا تکرار څخه ډډه وکړي او د اسلامي نظام غوښتنو ته ژمن و اوسي.
دغه راز محتسبینو له نظامي مسؤولینو غوښتي چې په نظامي لیکو کې د کم عمره او کل ږیرو کسانو له ګمارنې ډډه وکړي، څو په دې برخه کې د وزارت له لوري شوې سپارښتنې پلې شي.
د یادولو ده چې د امر بالمعروف وزارت ولایتي محتسبین له ځایي خلکو او امارتي مسؤولینو سره اصلاحي ناستې کوي چې ور سره په ټولنه او د امارتي مسؤولینو په چلند کې د پام وړ بدلون راغلی.
(داطلاعاتو او نشراتو ریاست)
د پکتیا ولایت د امربالمعروف رئیس د دې ولایت د مرکزي پوهنتون له محصلینو سره اصلاحي ناسته تر سره کړه
د پکتیا ولایت د امر بالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدلو ریاست رئیس مولوي سید جمال جمالي د یاد ولایت مرکزي پوهنتون له محصلینو سره د عقیدوي جوړښت او فکري سمون په موخه په جوړه شوې اصلاحي ناسته کې د ګډون پر مهال وویل: لوستي ځوانان د ټولنې د ملا د تیر حیثیت لري، لازمه ده چې دوی په اسلامي روحیه وروزل شي، تر څو د ټولنې د هوساینې او پرمختګ سبب وګرځي چې په وینا یې: ((د دوی اخلاقي قوت او روزنه د ټولنې د قوت او پرمختګ سبب کېږي)).
پورته څرګندونې ښاغلي ناصح د یاد ولایت په مرکزي پوهنتون کې محصلینو ته هغه مهال وکړې چې په دغې اصلاحي ناسته کې د یاد پوهنتون استادانو، د بېلا بېلو څانګو محصلینو او اداري کارمندانو هم شتون درلود.
ښاغلي جمالي دغه راز وویل: په ښوونیزو ځایونو کې پر زده کړو بوخت کسان به هغه وخت د دین او وطن رښتینی خدمت وکړي چې په دې ځایونو کې موجود تدریسي نصاب د اسلامي نصوصو تشریح او د هغوی پر قیاس برابر شي.
همدارنګه زده کړیالانو ته یې په خپلو خبرو کې زیاته کړه: له وخت څخه په ګټې اخیستنې زده کړیز فرصتونه له لاسه مه ورکوئ، هڅه وکړئ د خپلو درسي کتابونو تر څنګ دیني او فکري کتابونه هم ولولئ، څو له اسلامي احکامو خبر او د پردیو فکرونو له ضرر څخه په امن شئ.
دغه راز ناستې ته د یاد پوهنتون استادانو او محصلینو هم خبرې وکړې؛ په دې ولایت کې یې د محتسبینو کړنې وستایلې او د دې برخې له مسؤولینو یې د داسې ناستو د دوام غوښتنه وکړه. د یادولو ده چې د دې ولایت د امربالمعروف ریاست محتسبین د ښوونیزو مرکزونو له مسؤولینو، امارتي ادارو او ولسي خلکو سره اصلاحي ناستې کوي، چې ورسره په ټولنه کې د معروفاتو په اقامه او د منکراتو په مخنیوي کې د پام وړ بدلون راغلی.
(داطلاعاتو او نشراتو ریاست)
د لغمان ولایت د امربالمعروف ریاست محتسبینو له دیني عالمانو او قومي مخورو سره ولسي ناسته تر سره کړه
د لغمان ولایت د امربالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدلو ریاست محتسبینو د دې ولایت د علیشنګ ولسوالۍ اړوند دیني عالمانو، قومي مخورو او ځایي اوسېدونکو سره په ودونو او نورو خوښیو کې، د تر سره کېدونکو بېځایه او غیر شرعي دودونو د مخنیوي په تړاو ولسي ناسته تر سره کړه.
په دغې ولسي ناسته کې چې موخه یې د سیمې خلکو ته د امیرالمؤمنین حفظه الله فرمانونه او د امربالمعروف وزارت له لوري د شویو سپارښتنو اورول وو، محتسبینو د مشر تابه د فرمان له مخې په ټولنه کې د شریعت خلاف ناوړه دودونو (لکه لوړ ولور، په بدو کې د ښځو ورکړه، د ميراث څخه بې برخې کول، مهر نه ورکول، په زوره نکاح کول او په نکاح ورکول، په ښځو باندې شاقه کارونه کول، بې حجابي او په ودونو کې بېځایه مصارف کول چې غیر شرعي دودونه دي) په تړاو خبرې وکړې او د سیمې پر دیني عالمانو او قومي مخورو یې ټینګار وکړ چې د له منځه وړلو په برخه کې یې جدي اقدامات وکړي او د ژوند ټولې چارې باید د اسلامي اصولو پر رڼا کې پر مخ یوسي.
دغه راز یې په یاده ناسته کې له دیني عالمانو وغوښتل چې د منبرونو له لارې خلکو ته د اسلام او عباداتو پر لومړنیو احکامو خبرې وکړي او خلکو ته په ټولنه کې د امر بالمعروف ارزښت بیان کړي.
ناستې ته دیني عالمانو او قومي مخورو په خپلو خبرو کې د محتسبینو له لوري د داسې ناستو جوړول له اسلامي نظام سره د ولس د همکاري مهم راز وباله او په ټولنه کې د حجاب دودول او په ودونو کې پر بېځایه دودونو او لګښتونو بندیز یې د ټولنې د ثبات او سمون غوره لار وبلله.
د یادولو ده چې د دې ولایت محتسبین د مرکز په ګډون په ولسوالیو کې له ځایي خلکو سره د معروفاتو د اقامې، د منکراتو د مخنیوي او د هغوی د ستونزو اورېدلو په موخه ناستې کوي چې ورسره په ټولنه کې د معروفاتو په اقامې، د منکراتو په مخنیوي او د ځایي خلکو د ستونزو په حل کې د پام وړ بدلون راغلی.
(داطلاعاتو او نشراتو ریاست)
د ارجاع او پيګيرۍ رئيس جوزجان ولایت ته د لاينحل موضوعاتو د حل او عامه پوهاوي په موخه سفر وکړ.
د امربالمعروف، نهې عن المنکر او شکايتونو اورېدلو وزارت اړوند د ارجاع او پیګیرۍ رياست رئيس جانان آغا او د شکايتونو اورېدلو د علمي بورډ غړو د خپلو رسمي سفرونو په جريان کې چې د هېواد شمال غربي ولايتونو ته يې د لاينحل موضوعاتو په موخه پيل کړي، جوزجان ولايت ته سفر وکړ، چې د دغه سفر په پایله کې يې د همدې ولایت د امر بالمعروف رياست له رئيس حافظ مولوي محمد ياسين وقاص او د شکایتونو اورېدلو له آمر سره د ياد رياست په مقر کې ليدنه وکړه، ښاغلي جانان اغا په سر کې د خپل سفر موخه د ياد رياست له رئيس سره شريکه او له نوموړو يې وغوښتل چې د هېوادوالو هغه شکايتونه ورسره شريک کړي چې لاينحل پاتې وي، تر څو يې حل په موخه اقدام وکړي.
ټاکل شوې ده چې ياد هئيت به د جوزجان ولايت له والي، امنیه قومندانۍ، استخباراتو ریاست او نورو امارتي مسؤولينو سره د هېوادوالو د ستونزو د حل په موخه چې له امارتي مسؤولينو څخه يې لري ليدنه وکړي او یو یو با صلاحیته استازی به (د ولايت مقام، امنیه قوماندانۍ، استخباراتو رياست، استناف محکمې، نظامي محکمې او د ملي دفاع وزارت مربوط له لواء)څخه د وزارت مقام د لارښوونې په اساس وټاکل شي، څو یاد هیئت سره په ګډه د هېوادوالو لاینحل ستونزې په شفاف ډول حل کړي.
هېره دې نه وي چې ياد هیئت به د هېواد والو د ستونزو د حل په موخه، د روان کال د دلوې له ۷ نېټې څخه د همدې میاشتې تر ۱۲ نېټې پورې یاد ولايت کې پاتې وي تر څو د هېواد والو ستونزې په ژر او شفاف ډول حل کړي.
(داطلاعاتو او نشراتو ریاست)
په بلخ ولایت کې شکايتونو ته د رسېدنې کمېټې 202 شکايتونه د حل په موخه اړوندو مراجعو ته وسپارل .
د امربالمعروف، نهې عن المنکر او شکايتونو اورېدلو وزارت اړوند د شکایتونو اورېدلو رياست ټاکل شوي هيئت چې د جانان آغا په سرپرستۍ بلخ ولايت ته د هېواد والو د ستونزو د حل او عامه پوهاوي په موخه سفر کړی وو، د يوې اونۍ په جريان کې 202 شکايتونه ثبت، چې له جملې څخه يو شمېر حل او پاتې نور يې د حل په موخه مربوطه څانګو ته وسپارل، چې د حل تر وخته به يې ياد هيئت او د ولايت په سطح ټاکل شوې کمېټه چې له شپږګونو ارګانونو څخه تشکیل شوې نظارت کوي او وزارت ته به يې د حل په موخه ډاډ ورکوي.
دغه راز ټاکل شوي هيئت د خپل سفر په وروستۍ ورځ يو ځل بیا د ياد ولايت له والي حاجي محمد يوسف وفا سره ليدنه وکړه او د يوې هفتې لاسته راوړنې او ستونزې ورسره شریکې کړې او له نوموړي يې وغوښتل چې د يادو مشکلاتو د حل په موخه له ټاکل شوې کمېټې سره مرسته وکړي او د حل تر وخته يې تر څارنې لاندې ونيسي.
د ياد ولايت والي ښاغلي وفا د کمېټې د لاسته راوړنو څخه د مننې تر څنګ ډاډ ورکړ چې له ټاکل شوې کمېټې سره به د ستونزو د حل موخه مرسته کوي او تر پايه به يې څارنه کوي.
(داطلاعاتو او نشراتو ریاست)
د زابل ولایت محتسبینو د یاد ولایت د مرکز په ګډون په ولسوالیو کې له ځايي خلکو سره اصلاحي ناستې تر سره کړې
د زابل ولایت د امربالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدلو رياست محتسبینو د مرکز په ګډون په ولسوالیو کې له ځایي خلکو سره بېلابېلې اصلاحي ناستې ترسره کړې.
د یاد ولایت د مر کز او ولسوالیو محتسبینو په دې اصلاحي ناستو کې چې موخه یې په ټولنه کې د معروفاتو اقامه او د منکراتو مخنیوی وو، ځایي خلکو ته د دعوت پر مهال وویل: زموږ لومړنۍ هڅه په ټولنه کې د الهي احکامو پلي کول دي، نو پر همدې اساس مو له تاسې غوښتنه ده چې په ټولنه کې د معروفاتو په اقامې او د منکراتو په مخنیوي کې له موږ سره مرسته وکړئ.
په ورته وخت کې محتسبینو د دیني مدارسو او جوماتونو له ملا امامانو سره په جلا ناستو کې له هغوی وغوښتل چې خلکو ته د اسلامي نظام او امربالمعروف پر ارزښت خبري وکړي؛ څو په ټولنه کې د امربالمعروف وزارت له لوري شوې سپارښتنې پلې او د شته منکراتو مخه ونیول شي.
د یادولو ده چې د امربالمعروف وزارت د هدایت پر اساس د هېواد په ټولو ولایتونو کې محتسبین له ځایي خلکو او امارتي مسؤولینو سره اصلاحي ناستې کوي چې ور سره په دې برخو کې د منکراتو په مخنیوي کې د پام وړ بدلون راغلی.
(داطلاعاتو او نشراتو ریاست)
د پلازمېنې کابل ښاري ریاست محتسبینو له ځینو تصویري او غږیزو رسینو څخه لیدنه وکړه،
د پلازمېنې کابل ښاري ریاست محتسبینو له ځینو تصویري او غږیزو رسینو څخه لیدنه وکړه، په دې لیدنه کې د کابل ښاري ریاست د امربالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدلو ریاست محتسبینو د رسنیو مسؤولینو ته په خبرو کې وویل: په ټولنه کې د عامه ذهنیت جوړولو او خلکو ته د اسلامي احکامو د رسولو دروند مسؤولیت د رسنیو پر اوږو دی؛ ځکه رسنۍ په ټولنه کې د محراب او منبر حیثیت لري نو پر تاسې لازمه ده چې د ټولنې تر خلکو هغه څه ور ورسوئ، کوم چې د اسلام او اسلامي نظام اساسي غوښتنې وي.
محتسبینو په دې تړاو زیاته کړه، محلي رسنۍ د اماراتي ادارو او ولس تر منځ د اعتماد او باور جوړونې پُل دی، نو اړینه ده چې د دې پُل حمایه او ملاتړ وشي. هغوی د رسنیو له استازو ته سپارښتني وکړي، چې د ولس د اذهانو په تنویر کې خپل اسلامي او ملي مسؤولیت په ښه توګه ادا کړي.
دغه راز هغوی د ټولنې ویښتیا او پرمختګ په برخه کې د رسنیو ونډه مهمه یاده کړه، د اماراتي ادارو او سیمیزو رسنیو تر منځ یې په ښې همغږۍ ټینګار وکړ.
همدارنګه د رسنیو مسؤولینو د اسلامي نظام قوانینو ته غاړه ایښودل او پلي کول خپل دیني او هېوادنی مسؤولیت وباله او د شوو سپارښتو د پوره پلي کېدلو ژمنه یې وکړه.
(داطلاعاتو او نشراتو ریاست)
د ارزګان ولایت محتسبین: رسنۍ دي خپلې ټولې کړنې له شرعي امورو سره سمې تر سره کړي.
د ارزګان ولایت د امربالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدلو ریاست محتسبینو په دې ولایت کې د ملي راډیو له مسؤولینو او کارمندانو سره اصلاحي ناسته ترسره کړه.
محتسبینو په دې اصلاحي ناسته کې چې موخه یې په یاد ولایت کې د امربالمعروف وزارت له لوري د منکراتو د مخنیوي په موخه شوې سپارښتنې پلي کول و، وویل: د عامه ذهنیت جوړولو او خلکو ته د اسلامي احکامو د ور رسولو تر ټولو لوی مسؤولیت د رسنیو پر اوږو دی او زیاته یې کړه، رسنۍ باید دا کوشش وکړي چی کړنې او دار ومدار یی د عامه پوهاوی په موخه وي
همدارنګه محتسبینو په دې تړاو وویل، په لرې پرتو سیمو کې خلک له راډیو ماسیوا نورو نشراتي وسایلو ته زیات لاس رسی نه لري؛ نو دا ستاسې مسؤولیت دی چې اسلامي احکام تر هغوی ور ورسوئ؛ څو په ټولنه کې الهي احکام پلي او د شته منکراتو مخه ونیول شي.
دغه راز محتسبینو هغوی ته ور یاده کړه، چې سیرت او صورت د نبوي ارشاداتو سره سم جوړ کړي؛ څو اللهي قوانین پلي او د شته ستونزو مخه ونیول شي.
د یادلو وړ ده چې د یادې رسنۍ مسؤولینو د نظام غوښتنو ته ژمن پاتې کېدل خپل لومړنی مسؤولیت وباله او ژمنه یې وکړه چې شوې سپارښتنې به په پوره توګه پلي کړي.
(داطلاعاتو او نشراتو ریاست)
د ارزګان ولایت محتسبین: رسنۍ دي خپلې ټولې کړنې له شرعي امورو سره سمې تر سره کړي.
د ارزګان ولایت د امربالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدلو ریاست محتسبینو په دې ولایت کې د ملي راډیو له مسؤولینو او کارمندانو سره اصلاحي ناسته ترسره کړه.
محتسبینو په دې اصلاحي ناسته کې چې موخه یې په یاد ولایت کې د امربالمعروف وزارت له لوري د منکراتو د مخنیوي په موخه شوې سپارښتنې پلي کول و، وویل: د عامه ذهنیت جوړولو او خلکو ته د اسلامي احکامو د ور رسولو تر ټولو لوی مسؤولیت د رسنیو پر اوږو دی او زیاته یې کړه، رسنۍ باید دا کوشش وکړي چی کړنې او دار ومدار یی د عامه پوهاوی په موخه وي
همدارنګه محتسبینو په دې تړاو وویل، په لرې پرتو سیمو کې خلک له راډیو ماسیوا نورو نشراتي وسایلو ته زیات لاس رسی نه لري؛ نو دا ستاسې مسؤولیت دی چې اسلامي احکام تر هغوی ور ورسوئ؛ څو په ټولنه کې الهي احکام پلي او د شته منکراتو مخه ونیول شي.
دغه راز محتسبینو هغوی ته ور یاده کړه، چې سیرت او صورت د نبوي ارشاداتو سره سم جوړ کړي؛ څو اللهي قوانین پلي او د شته ستونزو مخه ونیول شي.
د یادلو وړ ده چې د یادې رسنۍ مسؤولینو د نظام غوښتنو ته ژمن پاتې کېدل خپل لومړنی مسؤولیت وباله او ژمنه یې وکړه چې شوې سپارښتنې به په پوره توګه پلي کړي.
(داطلاعاتو او نشراتو ریاست)
د امربالمعروف وزارت نظامي معینيت: نظامي مسؤولین باید د وزارت له لوري شوې سپارښتنې په پوره توګه پلې کړي
د امربالمعروف،نهي عن المنکر اوشکایتونو وزارت د نظامي معینیت اړوند د ازاله منکراتو ریاست مسؤولینو د خپلو ورځنیو کړنو په جریان کې د پلازمېنې کابل د کمپنۍ، باغ بالا او نادر پښتون واټ پر لویو لارو د چیک پواینټونو پر مهال له تېرېدونکو نظامي مسؤولینو وغوښتل چې د وزارت له لوري په نظامي برخه کې د منکراتو د مخنیوي په موخه شوې سپارښتنې په پوره توګه پلې کړي.
د دې چیک پواینټونو پر مهال د یاد ریاست مسؤولینو د وزارت د هدایت پر اساس له نظامي مسؤولینو وغوښتل چې باید د سنت خلاف وېښتان کم او په دې برخه کې د مسؤولینو پوره اطاعت وکړي، تصویرونه یی په موټرونو مه لګوی، چی په دي برخه کي یو شمیر د اسلامي امارت د مشرانو لګول شوي عکس تري لیري شوه،
دغه راز مسؤلینو هغوی ته په خپلو ویناوو کې وویل: د داسې کړنو له تر سره کولو ډډه وکړئ چې د اسلامي نظام له ټاکل شوې پالیسۍ سره په ټکر کې وي او زیاته یې کړه: ولس موږ ته په کتو کړنې تکراروي، نو موږ ته لازمه ده چې په خپلو نېکو کړنو ولس ته د اسلامي نظام رښتینی انځور وړاندې کړو.
د یادولو وړ ده چې د یاد ریاست مسؤولین د وزارت د هدایت پر اساس د پلازمېنې کابل په ګډون په ولایتونو کې له نظامي مسؤولینو سره اصلاحي ناستې تر سره کوي چې ور سره په نظامي مرکزونو کې د منکراتو په مخنیوي کې د پام وړ بدلون راغلی.
(داطلاعاتو او نشراتو ریاست)
د ارزګان محتسبین: امارتي مسؤولین باید د ولس له پاره الګو وي
د ارزګان ولایت د امربالمعروف،نهی عن المنکر اوشکایتونو ریاست محتسبینو د دې ولایت د مرکز ترین کوټ په ګډون د ځینو ولسوالیو له نظامي مسؤولینو د وزارت له لوري د شوو سپارښتنو د پلي کېدلو په پار په بېلابېلو اصلاحي ناستو کې هغوی ته وویل: امارتي مسؤولین باید د ټولنې له پاره الګو وي او ټاکل شوي قوانین په پوره توګه پلي کړي.
په دې پار جوړې شوې اصلاحي ناستې کې چې د ډېرو نظامي او ملکي ادارو کارمندانو شتون درلود محتسبینو وویل، په ټولنه کې هغه وخت د منکراتو مخه نیول کېږي او ټاکل شوي قوانین په پوره توګه پلي کېږي، چې مسؤولین ټاکل شوي قوانین لومړی په خپله عملي کړي او زیاته یې کړه: امارتي مسؤولین باید د نظام له لوري ټاکل شوي قوانین پر ځانونو پلي کړي څو یې ولس ته د نمونې په ډول وړاندې کړو.
محتسبینو دغه راز له هغوی وغوښتل چې له خلکو سره له نېک او مسلکي چلند څخه کار واخلي؛ څو پوري ولسي خلک له نظامه راضي او غوښتنو ته یې ژمن و اوسي.
په ورته وخت کې د یاد ولایت د مرکز ترین کوټ محتسبینو له ښاري هټۍ والو سره په لیدنه کې له هغوی غوښتي چې لمونځونه په جماعت سره ادا کړي او خپل کارونه د وزارت له لوري د ټاکل شوو قوانینو په رڼا کې ترسره کړی.
د یادولو ده چې د دې ولایت محتسبین د وزارت د هدایاتو پر اساس له ځایي خلکو او امارتي مسؤولینو سره د وزارت د سپارښتنو د پلي کولو په موخه اصلاحي ناستې کوي چې ور سره په دې برخه کې د منکراتو په مخنیوي کې د پام وړ بدلون راغلی.
(داطلاعاتو او نشراتو ریاست
د امربالمعروف وزارت له لوري ټاکل شوي هيئت د بلخ ولايت له ديني علماوو او قومي مخورو سره ليدنه وکړه
د امربالمعروف، نهې عن المنکر او شکايتونو اورېدلو وزارت اړوند د شکايتونو اورېدلو رياست رئيس مولوي جانان آغا او د امربالمعروف وزارت د علمي بورډ غړو بلخ ولايت ته د خپل رسمي سفر په جريان کې د هېواد والو د ستونزو او د شفاف حل په موخه د ياد ولايت له ديني عالمانو، قومي مخورو، ځوانانو او زيات شمېر ولسي خلکو سره ليدنه وکړه.
ټاکل شوي هيئت ځایي خلکو ته په خپلو خبرو کې وويل: که له هر چا سره خدای مکړه د امارتي مسؤولينو له لوري ظلم او زياتی شوی وي مونږ به يې د حق پوښتنه کوو او چاته به اجازه ور نه کړو چې د چا حق تر پښو لاندې او زياتی ور سره وکړي او له هغوی يې وغوښتل چې پرته له کومې وېرې خپل مستند شکایت موږ ته راورسوئ تر څو ستاسو حق تاسو ته وسپارل شي.
همدارنګه د ياد هیئت د علمي بورډ غړو په خپلو خبرو کې خلکو ته ډاډ ورکړ چې هېڅ څوک ستاسو حق نه شي ضایع کولی او زياته يې کړه چې د فتحې په راتګ سره که کوم امارتي مسؤول ستاسو شخصی کور يا موټر د بیت المال او حکومتي په نوم اخيستی وي اوهغه شخصی ثابت سی مونږ به یی فورا بېرته تاسو ته وسپارو او له مقابل لوري سره به قانوني چلند وشي.
دغه راز د ياد ولايت د دفتر رئيس مولوي سلطان محمد سعيد ورغلي هيئت د ښه راغلاست تر څنګ د هر راز مرستې ډاډ ورکړ او له ځایي خلکو يې وغوښتل خپل مستند عرایض تر مسؤولینو ورسوي او مسؤولین به يې له مقابل لوري حق ترلاسه کوي ولو که د نظام په هر موقف کې وي.
بلخوا د ياد ولايت اوسېدونکو د هيئت له ورتګ څخه خوښي وښوده او زياته یی کړه چې دخلګو ومشکلاتو ته داسي رسیدګي بل هېڅ حکومت نه وه کړې؛ چی هېواد وال د چارواکو سره خپلې ستونزې او مشکلات مخامخ شریک کړي چی دا کړنه د ولس او امارت تر منځ لرې والی ختموي او د خلکو باور په خپل نظام لا پياوړی کوی
هېره دې نه وي چې د وزارت له لوري ټاکل شوي هيئت د بلخ ولايت له مقام، استخباراتو، امنيه قوماندانۍ، قول اردو، ښاروالۍ، اطلاعاتو کلتور، د محکمو له استازو او ګڼ شمېر نورو امارتي مسؤولینو سره هم د ياد ولايت په مقام کې لیدنه وکړه او له نوموړو سره يې د خپل سفر موخه شريکه او هغوی ته يې د امیر المومنین حفظه الله فرامین واورول او امارتي چارواکو ته یې زیاته کړه، چې د محکمې له حکمه پرته مجرم ته جزا ورکول د قانون خلاف عمل دی او له انجامونکي سره به يې قانوني چلند کېږي.
(داطلاعاتو او نشراتو ریاست)
د زابل ولایت محتسبین: د ځوان نسل فکري رغښت د د یني عالمانو او لوستو ځوانانو مسؤولیت دی
د زابل ولایت د امربالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدلو ریاست محتسبینو د دې ولایت د مرکز په ګډون په ولسوالیو کې له دیني عالمانو او ځوانانو سره په جوړو شوو بېلا بېلو اصلاحي ناستو کې هغوی ته د دعوت پر مهال وویل: د ځوان نسل د فکرونو رغول او په اسلامي روحیه سمبالول ستاسو دیني عالمانو او لوستو ځوانانو مسؤولیت دی، چې باید په پوره توګه یې تر سره کړئ؛ څو پورې ځوان نسل مو له اسلامي احکامو خبر او په اسلامي روحیه سمبال وروزل شي.
محتسبینو په دې اصلاحي ناستو کې چې موخه یې په ټولنه کې د معروفاتو اقامه، د منکراتو مخنیوی او د عامه ذهنیت جوړول وو، دیني عالمانو ته په خطاب کې وویل: د نوي نسل د عامه ذهنیت جوړلو له پاره کار وکړئ؛ څو لوستي ځوانان په شعوري ډول د اسلامي نظام قوانینو ته ژمن پاته شي او نوی نسل مو په اسلامي روحیه سمبال وروزل شي.
همدارنګه محتسبینو زیاته کړه: دښمن له هر لوري هڅه کوي چې خپل کلتور او رواج زموږ ټولنې ته راوړي او پر موږ یې تحمیل کړي؛ نو پر وړاندې یې مبارزه زموږ او ستاسو ګډ مسؤولیت دی چې په پوره ځیرکتیا سره یې ترسره کړو او په دې اسلامي ټولنه کې د پردي کلتور د خپرېدو مخه ونیسو.
همدا راز دیني عالمانو او ځوانانو په دې ولایت کې د امربالمعروف محتسبینو کړنې وستایلې او د نوي نسل په سالم فکر روزل او په هېواد کې د پردي کلتور د خپرېدو مخه نیول یې خپل الهي او هېوادنی مسؤولیت وباله.
(داطلاعاتو او نشراتو ریاست)
د لغمان ولایت د امربالمعروف رئیس: د ولس شکایتونه اورېدل مو لومړیتوب دی
د لغمان ولایت د امربالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدلو ریاست رئیس مولوي پاچاګل احمدي، د شکایتونو اورېدلو آمر، محتسبینوعلماء کرامو، د استخباراتو او حج او اوقافو ریاستونو استازو په ملتیا په دې ولایت کې د بابا صاحب پنډغالي له اوسېدونکو سره اصلاحي ناسته تر سره کړه.
د دې ناستې پر مهال د یاد ولایت د امربالمعروف رئیس مولوي پاچاګل احمدي په خپلو خبرو کې وویل چې دلته زموږ د راتګ موخه ستاسو د شته ستونزو او شکایتونو اورېدل او د حل په موخه تر مسؤولو چارواکو رسول دي، چې په وینا یې: (د ولس شکایتونه اورېدل زموږ لومړيتوب دی).
دغه راز ښاغلي احمدي د سیمې له خلکو وغوښتل چې د معروفاتو په اقامې او د منکراتو په مخنیوي کې له محتسبینو سره مرسته وکړی؛ تر څو په ټولنه کې الهي قوانین پلي او د شته ستونزو مخه ونیول شي.
همدارنګه په دغې ناستې کې راغلو مسؤولینو او دیني عالمانو هم خبرې وکړې او په یاد ولایت کې یې د محتسبینو کړنې وستایلې او په دې برخه کې له محتسبینو سره مرسته یې خپل الهي او هېوادنی مسؤولیت یاد کړ.
د یادولو وړ ده چې د دې ولایت محتسبین وخت پر وخت له ځایي خلکو او امارتي مسؤولینو سره د معروفاتو د اقامې او د منکراتو د مخنیوي په موخه ناستې کوي، چې ورسره په دې برخو کې د منکراتو په مخنیوي کې د پام وړ بدلون راغلی.
(داطلاعاتو او نشراتو ریاست)
په میدان وردګ ولایت کې د محتسبینو له لوري څلور کلنه دښمني پر دوستۍ بدله شوه
د میدان وردګ ولایت د سید آباد ولسوالۍ د امربالمعروف،نهی عن المنکر آمریت محتسبینو د دې ولسوالۍ د دیني عالمانو، قومي مخورو او متنفذینو په مرسته د یادې ولسوالۍ په شیخ آباد سیمه کې د دوو کورنیو تر منځ څلور کلنه دښمني پر دوستۍ بدله کړه.
په دې پار رابلل شوې ولسي ناستې ته محتسبینو په خبرو کې د بې اتفاقۍ پر بدو پایلو او د یووالي پر ارزښت خبرې وکړې او وې ویل: الله جل جلاله موږ ته په قرآن کریم کې ویلي چې مؤمنان د یو وجود حیثیت لري؛ دوی باید په خپلو منځونو کې یو بل له بدیو منع کړي او د نېکیو لور ته یې را وبولي چې همدا د اسلام د مقدس دین غوښتنه ده.
دغه راز ناستې ته دیني عالمانو، قومي مخورو او د پېښې ښکېلو اړخونو په خبرو کې پر دې توافق او جوړ جاړي خوښیي وښوده او په یاد ولایت کې یې د محتسبینو کړنې وستایلې.
د یادولو ده چې د دې ولایت د مرکز او ولسوالیو محتسبین د وزارت د هدایاتو پر اساس له ځایي خلکو او امارتي مسؤولینو سره اصلاحي ناستې کوي چې ور سره په دې برخو کې د منکراتو په مخنیوي کې د پام وړ بدلون راغلی.
(داطلاعاتو او نشراتو ریاست)
د نورستان محتسبین: په ټولنه کې د ناسمو او غیر شرعي دودونو مخنیوی د ټولو ګډ مسؤولیت دی
د نورستان ولایت د امربالمعروف،نهی عن المنکر اوشکایتونو ریاست محتسبینو د دې ولایت د مرکز په ګډون په ولسوالیو کې له ځایي خلکو سره په ټولنه کې د ناسمو دودونو پر مخنیوي او د حجاب پر ارزښت او رعایتولو اصلاحي ناستې تر سره کړې.
په دې اصلاحي ناستو کې محتسبینو ځایي خلکو ته د دعوت پر مهال وویل: د امر بالمعروف محتسبینو لومړنۍ هڅه په ټولنه کې د معروفاتو اقامه او د منکراتو مخنیوی دی، نو په همدې اساس مو له تاسې غوښتنه ده چې په ټولنه کې د ناسمو رواجونو په مخنیوي کې له موږ سره مرسته وکړئ، چې تر څو په ټولنه کې الهي قوانین پلي او د شته منکراتو مخه ونیول شي.
دغه راز د دې ولایت محتسبینو د سیمې له دیني عالمانو سره په جلا ناستو کې له هغوی وغوښتل چې د منبرونو له لارې خلکو ته د اسلامي نظام او امربالمعروف پر ارزښت خبرې وکړي او هغوی ته د اسلام او عباداتو لومړني احکام ور وښیي.
په ورته وخت کې محتسبینو د امارتي ادارو له مسؤولینو سره په اصلاحي ناستو کې له هغوی وغوښتل چې له خلکو سره له نېک او غوره چلند څخه کار واخلي، ستونزو ته یې پر وخت رسېدنه وکړي او په اداري چارو کې له هر ډول توپیري چلند څخه ډډه وکړي.
دغه راز یې هغوی ته سپارښتنه وکړه چې په بیت المال کې له خیانت کولو څخه ډډه او په دې برخه کې د مشرانو پوره اطاعت وکړي.
د یادولو ده چې د دې ولایت محتسبین د وزارت د هدایاتو پر اساس له ځایي خلکو او امارتي مسؤولینو سره اصلاحي نلاستې کوي چې ورسره په دې برخه کې د منکراتو په مخنیوي کې د پام وړ بدلون راغلی.
(داطلاعاتو او نشراتو ریاست)
د شکایتونو اورېدلو رياست رئيس بلخ ولایت ته د لاينحل موضوعاتو د حل په موخه سفر وکړ
د امر بالمعروف، نهې عن المنکر او شکايتونو اورېدلو وزارت اړوند د شکایتونو اورېدلو رياست رئیس مولوي فضل الرحمن مجددي او مل پلاوي د خپلو رسمي سفرونو په جريان کې چې د هېواد شمال غربي ولايتونو ته يې د لاينحل شکایاتو دحل په موخه پيل کړي، د بلخ ولايت د امربالمعروف رياست له رئيس مولوي سید نوراغا هاشمي سره د ياد رياست په مقر کې ليدنه وکړه، ښاغلي مجددي په سر کې د خپل سفر موخه د ياد رياست له رئيس سره شريکه او له نوموړو يې وغوښتل چې د هېوادوالو هغه شکايتونو ورسره شريک کړي چې لاينحل پاتي دي تر څو يې د شفاف او صريح حل په موخه اقدام وکړي.
ټاکل شوې ياد هئيت د ولايت له (والي، امنيه قوماندان، د استخباراتو رئيس، استناف محکمې، نظامي محکمې او د دفاع وزارت مربوط لواء) له مسؤولانو سره د هيوادوالو د ستونزو د حل په موخه چې له امارتي مسؤولينو څخه يې لري هم ليدنه وکړي.
هېره دې نه وي چې د وزارت مقام د هدايت په اساس به د ولايت له پورته یادو شويو شپږ ګونو ارګانونو څخه يو يو با صلاحيته استازی هم ټاکل کېږي تر څو د هغوی په شتون او همکارۍ د هېوادوالو ستونزو ته په شفاف او صریح ډول رسېدنه وشي.
ياد هئيت به د هېواد والو د ستونزو د حل په موخه ياد ولایت کې له ۱۴۰۲/۱۰/۳۰ تاريخ څخه تر ۱۴۰۲/۱۱/۵ تاريخ پورې پاتي شي.
(داطلاعاتو او نشراتو ریاست)
د امربالمعروف وزارت دپالیسي اومسلکي معین نورستان ولایت ته سفر وکړ
د امربالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت د پالیسي اومسلکي معين شیخ الحدیث مولوي محمد فقیر محمدي او ورسره مل پلاوي نورستان ولایت ته، د یاد ولایت د امربالمعروف ریاست د محتسبینو د کړنو د ارزونې په موخه، سفر وکړ.
د دې سفر پر مهال شیخ محمد فقیر محمدي د یاد ولایت د والي په ملتیا د نورستان ولایت د امربالمعروف ریاست له رئیس او محتسبینو سره د کړنو د ارزونې او په دې برخه کې د شته ستونزو د اورېدلو په موخه ناسته تر سره کړه.
ناستې ته د امربالمعروف وزارت مسلکي معین شیخ محمد فقیر محمدي په خبرو کې وویل: لله الحمد د امربالمعروف وزارت د کړنو له شروع سره د پلازمېنې کابل په ګدون د هېواد په ټولو ولایتونو کې د معروفاتو د اقامې او د منکراتو د مخنیوي په موخه د محتسبینو کړنې د ستایلو وړ دي.
دغه راز هغه محتسبینو ته په خطاب کې وویل چې په دعوتي برخه کې له پوره حوصلې څخه کار واخلي او خپلې دعوتي کړنې د وزارت له ټاکل شوې تګلارې سره سمې تر سره او له خلکو سره غوره او نېک چلند وکړي.
همدا راز د ناستې په پای کې محتسبینو له ورغلي هیئت څخه د مننې تر څنګ له هغوی سره خپلې غوښتنې او ستونزې شریکې کړې، چې د هیئت غړو ورته د حل او تر مسؤولو چارواکو د رسولو ډاډ ورکړ.
د یادولو ده چې د امربالمعروف وزارت د رهبرۍ له لوري د محتسبینو د کړنو د ارزونې په موخه ټاکل شوی هیئت به د دې وزارت د مسلکي معین شیخ محمد فقیر محمدي په مشرۍ د هېواد نورو ولایتونو ته هم د محتسبینو د کړنو د ارزونې او په دې برخه کې د شته ستونزو د حل په موخه سفرونه وکړي.
(داطلاعاتو او نشراتو ریاست)
د هرات ولسي خلک: اوس ولس پر نظم باور لري ځکه مسؤولین یې غږ اوري او رسېدنه ورته کوي
د هرات ولایت د امربالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدلو ریاست رئیس الحاج شیخ عزیز الرحمن المهاجر د هرات ولایت رباط سنګي ولسوالۍ ته د محتسبینو د چارو د ارزونې او د خلکو د ستونزو اورېدلو په موخه سفر وکړ.
شیخ المهاجر د رباط سنګي ولسوالۍ او د یادې ولسوالۍ اړوند د تورغنډۍ بندر ولسي خلکو سره ولېدل، د هغوی ستونزې او شکایتونه یې واورېدل او د رسېدنې ډاډ یې ورکړ.
ښاغلي المهاجر له ځایي خلکو سره په ناسته کې د خبرو پر مهال وویل چې د امربالمعروف ریاست په دوه برخو د امربالمعروف،نهی عن او شکایتونو اورېدلو کې هره ورځ د ولسي خلکو ستونزې اورې او رسېدنه ورته کوي او ولسي وګړي په ډېر ډاډ سره کولای شي د خپلو موضوعاتو د حل په موخه یادو څانګو ته مراجعه وکړي.
له بلې خوا د یادې ولسوالۍ اوسېدونکو وویل د اسلامي امارت له قیام او په خاص ډول د امربالمعرف وزارت د کړنو له پیل سره هېڅ څوک د چا د ټوپک او چوکۍ څخه نه ډارېږې، چې غیرې اصولي کړنه ورسره ترسره کړي، ځکه دوی ډاډه دي چې په اسلامي نظام کې داسې ادارې شتون لري چې د دوی غږ اوري او ستونزو ته یې پر وخت رسېدنه کوي.
همدا راز شیخ المهاجر د یادې ولسوالۍ محتسبینو ته په ځینو چارو کې لارښونه وکړه او ورته یی وویل: خلک په نیکه او نرمه طریقه د معروفاتو د اقامې او د منکراتو د ازالې لوري ته راوبولئ د تُندۍ څخه ځانونه وساتئ.
د یادونې وړ ده چې د یاد ولایت د امربالمعروف رئیس شیخ المهاجر د محتسبینو د کړنو د ارزونې او د خلکو ستونزو اورېدلو په موخه د هرات ولایت اړوند ولسوالیو ته وخت ناوخت سفرونه کوي چې د ډیری خلکو ستونزې ورسره حل او فصل شوي دي.
(داطلاعاتو او نشراتو ریاست)
د کنړ ولایت محتسبین: د خلکو ستونزې اورېدل او ورته رسېدنه مو الهي او هېوادنی مسؤولیت دی
د کنړ ولایت د امربالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدلو ریاست محتسبینو د خپلو ورځنیو کړنو په جریان کې د دې ولایت د مرکز په ګډون په پنځلس ولسوالیو کې له ځایي خلکو سره د حجاب رعایتولو، عامه پوهاوي او د خلکو د شکایتونو اورېدلو په موخه بېلابېلې اصلاحي ناستې تر سره کړې.
په دې تر سره شوو ناستو کې محتسبینو ځایي خلکو ته په خبرو کې وویل: د امربالمعروف وزارت د شکایتونو اورېدلو د برخې مسؤولین هېواد والو ته ریښتینی خدمت او د هېواد والو ستونزې اورېدل خپل الهي او هېوادنی مسؤلیت ګڼي او لومړنۍ هڅه یې خلکو ته د ریښتیني خدمت وړاندې کول دي.
دغه راز محتسبینو ځایي خلکو ته په خبرو کې وویل چې پر خپلو ښځینه وو حجاب رعایت کړي ځکه دا یو الهي امر دی نه د مسؤولینو غوښتنه، چې د حجاب په کولو سره په ټولنه کې د ډېری منکراتو مخنه نیول کېږي او الهي احکام پلي کېږي.
په ورته وخت کې د یاد ولایت د مرکز او ولسوالیو محتسبینو د سیمې له دیني عالمانو سره په جلا ناستو کې هغوی ته وویل چې خلکو ته د اسلام او عباداتو لومړني احکام ور وښیي او د منبرونو له لارې خلکو ته د اسلامي نظام او امربالمعروف پر ارزښت خبرې وکړي چې تر څو پوري الهي احکام پلي او خلک د نظام غوښتنو ته ژمن و اوسي.
د یادولو ده چې د دې ولایت محتسبین د وزارت د هدایاتو پر اساس په روغتونونو، ښوونیزو او ورزشي ځایونو ګرځي او مسؤولینو ته د وزارت له لوري شوې سپارښتنې اوروي چې ور سره په یادو ځایونو کې د معروفاتو په اقامې او د منکراتو په مخنیوي کې د پام وړ بدلون راغلی.
(داطلاعاتو او نشراتو ریاست)
د میدان وردګ محتسبین: د شرعي اصولو خلاف د هر راز سپارښتنو له منلو څخه ډډه وکړئ
د میدان وردګ ولایت د امربالمعروف نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدلو ریاست محتسبینو په دې ولایت کې د ابتدائیه محکمې له رئیس او د دې ولایت د پوهنې ریاست له مسؤولینو سر په کارونو کې د همغږۍ او د وزارت له لوري د شوو سپارښتنو د اورولو په موخه یو ځایي ناسته ترسره کړه.
په دغې ناسته کې محتسبینو د یادو امارتي ادارو مسؤولینو ته په خبرو کې وویل: د اسلامي شریعت د نافذه قوانینو او مقرراتو پرخلاف له هر راز سپارښتنو او په اداري چارو کې له هر ډول توپیري چلند څخه باید ډډه وشي او په چارو کې له عدالت څخه کار واخیستل شي
دغه راز یې له مسؤولینو وغوښتل چې خپل لاس لاندي کارمندانو سیرت او صورت له نبوي ارشاداتو سره سم جوړ او له خلکو سره له نېک او غوره چلند څخه کار واخلي او خپل لمونځونه په جماعت سره ادا کړي.
همدارنګه د ناستې په پای کې د یادو امارتي ادارو مسؤولینو په دې ولایت کې د محتسبینو کړنې وستایلې او په کارونو کې یې محتسبینو ته د پوره همکارۍ ډاډ ورکړ.
د یادولو ده چې د دې ولایت محتسبین د وزارت د هدایاتو پر اساس له ځایي خلکو او امارتي مسؤولینو سره اصلاحي ناستې کوي چې ور سره په دې برخو کې د منکراتو په مخنیوي کې د پام وړ بدلون راغلی.
(داطلاعاتو او نشراتو ریاست)
شکايتونو ته د رسېدنې ټاکل شوي هئيت د بلخ ولايت له والي سره ليدنه وکړه
د امربالمعروف، نهې عن المنکر او شکايتونو اورېدلو وزارت اړوند د ارجاع او پيګیرۍ رياست رئيس مولوي فضل الرحمن مجددي او د امربالمعروف وزارت د علمي بورډ غړو د بلخ ولايت له والي حاجي محمد يوسف وفا سره د هېوادوالو د ستونزو د شفاف او صریح حل په موخه چې له امارتي مسؤولينو څخه يې لري د ياد ولایت په مقر کې ليدنه وکړه.
د يادې کمېټې مشر مولوي فضل الرحمن مجدیدي له ښاغلي وفا سره د خپل سفر موخه شريکه او له نوموړي يې وغوښتل چې د هېواد والو د ستونزو د حل په موخه له ټاکل شوي هيئت سره هر راز همکاري ترسره کړي تر څو هېواد والو ته خپل حق ورکړل شي.
ښاغلي وفا د امربالمعروف وزارت له لوري ټاکل شوي هيئت ته د ښه راغلاست تر څنګ د هر راز مرستې ډاډ ورکړ او زياته يې کړه چې د زرګونو شهيدانو يواځينی ارمان د اشغال خاتمه او د اسلامي نظام حاکميت وو، چې لله الحمد د اشغال د خاتمې ارمان پوره شوو اوس وار د بشپړ اسلامي نظام حاکميت دی چې د امارت هر وګړی باید په پوره صداقت او ايماندارۍ ورته کار وکړي او هر څوک چې د امير المؤمنين حفظه الله او د نورو مشرانو له لارښوونو سرغړونه کوي بايد د قانون پنجو ته وسپارل شي، ولو که زه هم اوسم.
دغه راز ياد هيئت له ښاغلي وفا څخه د شپږ کسیزې کمېټې چې د ( ولایت له مقام، استناف محکمې، امنيه قوماندانۍ، استخباراتو رياست، نظامي محکمې او د ملي دفاع وزارت اړوند لیواء) څخه د هېواد والو د ستونزو د حل په موخه ټاکل کېږی؛ غوښتنه وکړه چې ورته يې معرفي کړي تر څو د هغوی په شتون کې د هېواد والو ستونزې په شفاف او صريح ډول حل کړي.
هېره د نه وي چې ياد هيئت به په نوموړي ولايت کې د هېواد والو د ستونزو د شفاف او صريح حل په موخه يوه اونۍ پاتې شي.
(داطلاعاتو او نشراتو ریاست)
د لوګر ولایت محتسبین: زمونږ ټولې کړنې د ټولنې د اصلاح لپاره دي نه د توهین او تحقیر؛
د لوګر ولایت د امربالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدلو ریاست محتسبینو د یاد ولایت په مرکز او ولسوالیو کې د یو شمېر مسجدونو له ملا امامانو او قومي مخورو سره د معروفاتو د اقامې او د منکراتو د مخنیوي په موخه ناستې ترسره کړي.
په دغو ناستو کې چې ډیری خلکو شتون درلود محتسبینو ځایي خلکو ته په خبرو کې وویل: زمونږ هره کړنه د ټولنې د اصلاح لپاره ده، نه د توهین او تحقیر لپاره او لومړنۍ هڅه مو په ټولنه کې د الهي قوانینو پلي کول او ولس ته رښتینی خدمت وړاندې کول دي.
محتسبینو په دې تړاو زیاته کړه: غواړو چې په ټولنه کې معروفات قایم او د منکراتو مخه ونیسو، نو په همدې اساس مو له تاسې غوښتنه ده چې په دې برخه کې له موږ سره مرسته وکړئ.
دغه راز محتسبینو د جوماتونو له ملا امامانو وغوښتل چې د منبرونو له لارې خلکو ته د اسلامي نظام او امربالمعروف پر ارزښت خبرې وکړي او هغوی ته د اسلام او عباداتو لومړني احکام ور وښیي.
په ورته وخت کې د یاد ولایت محتسبینو له ۹روغتیا یي مرکزونو، ۶ تعلیمي ځایونو او ۹ ملکي او نظامي ادارو څخه لیدنې ترسره کړې او له هغوی یې وغوښتل چې د معرفاتو په اقامه او د منکراتو په مخنیوي کې له محتسبینو سره، له هېڅ راز مرستې درېغ ونه کړي.
(داطلاعاتو او نشراتو ریاست)
د غزني ولایت د امربالمعروف رئیس: د ولس رښتینی خدمت مو الهي او هېوادنی مسؤولیت دی
د غزني ولایت د امربالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدلو ریاست رئیس مولوي محمد عالم ناصح د یاد ولایت د پوهنې ریاست له مسؤولینو سره په اصلاحي ناسته کې هغوی ته وویل: ولس ته رښتینی خدمت کول د اسلامي نظام لومړنۍ هڅه او زموږ هېوادنی مسؤولیت دی.
دا ناسته چې پکې د ریاست مسؤولینو، د ولسوالیو د پوهنې آمرینو او د بېلابېلو ادارو کارمندانو شتون درلود؛ موخه یې په یاده برخه کې د شته ستونزو له منځه وړل و، ښاغلي ناصح وویل: ولس ته رښتینی خدمت مو الهي او هېوادنی مسؤولیت دی؛ موږ هڅه کوو چې د ټاکل شوو قوانینو په رڼا کې ولس ته اسانتیاوې برابرې او په ټولنه کې د شته ستونزو او منکراتو مخه ونیسو.
ښاغلي ناصح ناستې ته د اسلامي نظام پر اهمیت، عامه فکر جوړونې، د منکراتو په له منځه وړلو خبرې او د ټولو اداراتو ترمنځ په همغږۍ او همکارۍ ټینګار وکړ؛ مسؤولین يې مخاطب کړل څو د ټاکل شوو قوانینو په رڼا کې خپلې کړنې تر سره او د خپلو مشرانو او نظام واقعي نمایندګي وکړي.
د یادولو وړ ده چې د امربالمعروف وزارت محتسبین د پلازمېنې کابل په ګډون د هېواد په ټولو ولایتونو کې له ځایي خلکو او امارتي مسؤولینو سره اصلاحي ناستې کوي، چې ور سره په دې برخو کې د منکراتو په مخنیوي کې د پام وړ بدلون راغلی.
(داطلاعاتو او نشراتو ریاست)
د میدان وردګ ولایت محتسبین: امارتي ادارو کې مسؤولين مکلف دي چې صورت او سیرت په نبوي سنتو برابر کړي.
د میدان وردګ ولایت د امربالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدلو ریاست محتسبینو د دې ولایت د صنعت او سوداګرۍ ریاست له مسؤولینو سره د مشرتابه د فرمانونو او د وزارت د سپارښتنو د پلي کولو په پار ناسته تر سره کړه.
په دې ناسته کې چې د یاد ریاست ډېری مسؤولینو ګډون درلود، د یاد ولایت د امربالمعروف ریاست محتسبینو په امارتي ادارو کې د کارمندانو د صورت او سیرت جوړونې، د نارینه او ښځینه کارکوونکو د کارځایونو د بېلوالي، د ولسونو ستونزو ته پر وخت رسېدلو، د الهي احکامو د پلي کولو او په یو شمېر نورو برخو کې د اسلامي امارت د مشرتابه فرمان شریک کړ او په دې برخه کې یې مسؤولینو ته اړینې سپارښتنې وکړې.
دغه راز محتسبینو له هغوی وغوښتل چې په اداري چارو کې له هر ډول توپیري چلند څخه ډډه وکړي او په خپلو نېکو کړنو ولس ته د اسلامي نظام رښتینی انځور وړاندې کړي.
د یادولو ده چې د دې ولایت محتسبین د وزارت د سپارښتنو د پلي کولو او د مشرتابه د هدایاتو پر اساس په دې ولایت کې له ملکي او نظامي ادارو څخه لیدنه کوي چې ور سره په دې برخو کې د منکراتو په مخنیوي کې د پام وړ بدلون راغلی.
(داطلاعاتو او نشراتو ریاست)