محتسبینو په بغلان، کندز، غزني او بدخشان ولایتونو کې پنځه مېرمنې له غیر شرعي نکاح ګانو څخه وژغورلې

fazli_admin
شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۶ - ۹:۰
mhtsbyn_dr_bghlan_tkhar_ghzny_kndz_w_bdkhshan_5_znan_ra_njat_dadnd.jpg

 د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت اړوند د غزني، بغلان، کندز او بدخشان ولایتونو مسؤلینو د مېرمنو حقونو ته په ژمنتیا په دې ولایتونو کې د  پنځو مېرمنو د غیر شرعي نکاح ګانو مخنیوی وکړ او یادې مېرمنې یې له خپلو شرعي حقونو څخه برخمنې کړې.

 مسؤلین وایي : یادې مېرمنې چې د بې معنی غیرتونو او ناوړه دودونو په  اساس غیر شرعي نکاح ګانو ته مجبورې کړل شوې وې د امر بالمعروف د مسؤلینو له لوري یې مخه ونیول شوه او د کورنیو له غړو یې وغوښتل، چې په راتلونکي کې د داسې ناوړه کړنو له تر سره کولو ډډه وکړي.

دغه راز مسؤلین ډاډ څرګندوي، چې د ټولنې د ټولو دیني ارزښتونو او په ځانګړي ډول د مېرمنو د شرعي حقونو د خوندي ساتلو لپاره به خپلې هڅې لا نورې هم ګړندۍ کړي.

 بلخوا ځایي اوسېدونکي دا پرېکړې د ټولنیز عدالت د تأمین، د مېرمنو پر وړاندې له تاوتریخوالي د ډکو پېښو د مخنیوي او په ځانګړي ډول د جبري ودونو د مخنیوي غوره ګام بولي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۹:۲
Background image

محتسبینو په شپږو ولایتونو کې له سوداګرو او هټۍوالو سره اصلاحي ناستې وکړې

محتسبینو د خپلو ورځنیو کړنو پردوام د دې وزارت له لارښوونو سره سم په تخار، بلخ، پروان، نیمروز، غور او پکتیکا ولایتونو کې د سالم اقتصادي نظام د رامنځته کولو، نرخونو کنټرول، تاریخ تېر. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۸:۴۲
Background image

محتسبینو د هېواد په درې ولایتونو کې ۱۱ دښمنۍ او شخړې حل کړې

محتسبینو د بامیان، تخار او دایکندي ولایتونو په مرکز او یو شمېر ولسوالیو کې د ټولنیز ثبات، قومي او ژبني تعصباتو د له منځه وړلو په موخه  د کورنیو تر منځ د مېرمنو حقونو، خپلمنځي شخړو او. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۹:۳۴
Background image

محتسبینو په پنځو ولایتونو کې ۱۹ شخړې حل کړې

 د پکتیکا، بامیان،سرپل، تخار او میدان وردګ ولایتونومحتسبینو د خپلو کړنو پر دوام د دیني عالمانو او قومي مخورو په منځګړیتوب د کورنیو تر منځ د بېلا بېلو موضوعاتو پر سر جوړې شوې شخړې، چې د. . .

BACK TO NEWS