محتسبینو په نورستان، فاریابو او بلخ ولایتونو کې محتسبینو څلور تنه خطر ناک کوډګر نیولي دې

fazli_admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۴ - ۹:۴۱
chhar_jadwgr_dr_blkh_w_faryab.jpg

  د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت اړوند د فاریاب، بلخ او نورستان ولایتونو محتسبینو د خپلو کړنو پر مهال څلور تنه هغه کوډګر چې د دم او تعویذ په نومونو یې د کورنیو ترمنځ نفاق او ستونزې راولاړولې او له مېرمنو څخه یې د پیسو په بدل کې د کوډو او جادو ناوړه کړنې تر سره کولې له ګڼ شمېر سحري کتابونو او غیر شرعي تعویذونو سره یوځای نیولي دي.

 مسؤولین وایي: څلور تنه هغه خطر ناک کوډګر یې د جادو له وسایلو سره یو ځای نیولي چې د کورنیو ستونزو د حل په پلمه یې له مېرمنو څخه پیسې اخیستلې او ناروا کړنې یې تر سره کولې نیولي، چې د لا نورو څېړنو په موخه به عدلي او قضایي ارګانونو ته ور وپېژندل شي.

محتسبین همدا زار ډاډ څرکندوي، چې هېڅ چا ته به اجازه ورنه کړي، څو په ټولنه کې خرافاتي او غیر شرعي کړنې ترسره کړي او له خلکو غواړي چې د ورته شومو پدیدو په له منځه وړلو کې له محتسبینو سره همکاري وکړي.

  دا په داسې حال کې ده، چې د امر بالمعروف وزارت له لوري د کوډګرو پر کړنو له بندیز ورووسته د پلازمېنې کابل په ګډون د هېواد په ټولو ولایتونو کې زرګونه کوډګر او هغه کسان نیول شوي چې غیر شرعي کړنې یې تر سره کولې او په دې پار یې کړنې لا هم دوام لري.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۹:۳۸
Background image

محتسبینو په بلخ، کابل او تخار ولایتونو کې ۹ دښمنۍ او شخړې حل کړې

محتسبینو د کابل، بلخ او تخار ولایتونو کې د قومي او ژبني تعصباتو د له منځه وړلو او ټولنیز ثبات په موخه د کورنیو تر منځ د مېرمنو حقونو، خپلمنځي شخړو او ورته نورو مسایلو له امله رامنځته. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۹:۲
Background image

محتسبینو په شپږو ولایتونو کې له سوداګرو او هټۍوالو سره اصلاحي ناستې وکړې

محتسبینو د خپلو ورځنیو کړنو پردوام د دې وزارت له لارښوونو سره سم په تخار، بلخ، پروان، نیمروز، غور او پکتیکا ولایتونو کې د سالم اقتصادي نظام د رامنځته کولو، نرخونو کنټرول، تاریخ تېر. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۸:۴۲
Background image

محتسبینو د هېواد په درې ولایتونو کې ۱۱ دښمنۍ او شخړې حل کړې

محتسبینو د بامیان، تخار او دایکندي ولایتونو په مرکز او یو شمېر ولسوالیو کې د ټولنیز ثبات، قومي او ژبني تعصباتو د له منځه وړلو په موخه  د کورنیو تر منځ د مېرمنو حقونو، خپلمنځي شخړو او. . .

BACK TO NEWS