محتسبینو په پکتیا او پکتیکا ولایتونو کې دوه شخړې حل او ښکېلو اړخونو تر منځ روغه  وکړه

fazli_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۷ - ۸:۴۷
This text will be used by screen readers, search engines, or when the image cannot be loaded.

د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېولو وزارت محتسبینو په پکتیا او پکتیکا ولایتونو کې د خپل دیني، اخلاقي او ټولنیز مسؤلیت له مخې د دیني عالمانو او قومي مخورو په منځګړیتوب د کورنیو تر منځ د  بېلابېلو موضوعاتو پر سر راپورته شوې دوه شخړې حل او د ښکېلو اړخونو تر منځ یې روغه وکړه .

دا اوږد مهاله شخړې، چې د یادو کورنیو تر منځ د ټولنیزو ستونزو او ناوړه دودونو  له امله را منځته شوې وې د محتسبینو په هڅو او د سمیې د دیني عالمانو او قومي مخورو په منځکړیتوب حل شوې.

د یادولو وړ ده، چې د امر بالمعروف وزارت محتسبینو په ټولنه کې د نورو منکراتو د مخنیوي تر څنګ په تېره یوه میاشت کې د هېواد په کچه د لسګونو لویو او وړو دښمنیو مخه نیولې او په دې پار یې کړنې لا هم دوام لري.

 

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۱ - ۱۵:۴۴
Background image

د افغانستان اسلامي امارت د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت وزیر، شیخ الحدیث مولوي محمد خالد حنفي، د خپل ولایتي سفرونو په لړ کې د نورستان ولایت د دواب ولسوالۍ ته سفر وکړ.

نوموړي د یادې ولسوالۍ له مجاهدینو، مسؤولینو، قومي مخورو، علماوو او ولسي خلکو په جوړه شوې سترې غونډه کې ګډون او مهمه وینا وکړه.

د ناستې په پیل کې شیخ الحدیث مولوي محمد خالد حنفي د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۱ - ۱۴:۲۵
Background image

پکتیکا کې د محتسبینو په هڅو ۲۵ کلنه دښمني حل او د ښکېلو اړخونو تر منځ روغه وشوه

   د پکتیکا ولایت د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو ریاست  محتسبینو د خپل دیني، اخلاقي او ټولنیز مسئولیت له مخې د دیني عالمانو او قومي مخورو په منځګړیتوب د خوشامند. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۱ - ۹:۱۵
Background image

محتسبینو په دایکندي ولایت کې درې کوډګر نیولي دي

  د دایکندي ولایت محتسبینو د خپلو کړنو پر دوام درې هغه کوډګر، چې د دم او تعویذ په نومونو یې د کورنیو ترمنځ نفاق او ستونزې جوړولې او له خلکو څخه یې د پیسو په بدل کې د کوډو او جادو ناوړه. . .

BACK TO NEWS