محتسبینو په کابل، فراه، کندز، هلمند، لغمان او کونړ ولایتونو کې له سوداګرو او هټۍوالو سره اصلاحي ناستې وکړې

fazli_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۶ - ۱۰:۳۳
Alternative

د یادو ولایتونو د امر بالمعروف مسؤلینو د خپلو کړنو پر مهال په بازارونو کې د سود، احتکار، ترازو کې د خیانت کولو د مخنیوي، نرخونو کنټرول او د اسلامي سوداګرۍ رامنځته کولو په موخه د مرکز په ګدون په ولسوالیو کې له یو شمېر سوداګرو او هټۍوالو سره اصلاحي ناستې وکړې.
 مسؤلینو په دې بېلا بېلو اصلاحي ناستو کې له سودا ګرو او هټۍوالو سره د سود، احتکار، دوکې، نرخونو کنټرول او له اسلامي احکامو سره د سمې سوداګرۍ په برخه کې سوداګرو او هټۍ والو ته سپارښتنې وکړې او له هغوی یې وغوښتل، ترڅو خپلې چارې له اسلامي اصولو سره سمې تر سره کړي او په یادو برخو کې له سود، احتکار او ټولو غیر شرعي کړنو له کولو ډډه وکړي.
دا په داسې حال کې ده، چې د امر بالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت مسؤلین د هېواد په ټولو ولایتونو کې ورته اصلاحي کړنې تر سره کوي، چې ور سره  په بازارونو کې د منکراتو په کموالي کې د پام وړ بدلون راغلی دی.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۴ - ۱۶:۲۷
Background image

ننګرهار؛ محتسبینو پنځه کلنه ماشومه په بدو کې له ورکولو وژغورله

د ننګرهار د امر بالمعروف، نهي عن المنکر او شکایتونو اورېدلو ریاست مسؤلینو د ښځو حقونو ته په ژمنتیا او په ټولنه کې د ښځو پر وړاندې له تاوتریخوالي د ډکو پېښو د مخنیوي په موخه د دیني. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۴ - ۸:۵۷
Background image

محتسبینو په اتو ولایتونو کې ۳۰ مېرمنې له کورني ظلم څخه وژغورلې

محتسبینو په زابل، بلخ، سرپل، پکتیکا، بغلان، تخار، فراه او غور ولایتونو کې د مېرمنو د حقونو خوندیتوب او په ټولنه کې د مېرمنو پر وړاندې د ناوړه پېښو د مخنیوي په لړ کې ۳۰ مېرمنې، چې د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۳ - ۱۴:۴۲
Background image

محتسبینو په پکتیا، میدان وردګ، غور او بلخ ولایتونو کې پنځه مېرمنې له غیر شرعي نکاح ګانو څخه وژغورلې

د امربالمعروف، نهي عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت اړوند د پکتیا، میدان وردګ، غور او بلخ ولایتونو محتسبینو پنځه مېرمنې، چې کورنیو یې غوښتل د زیاتو پیسو او ناوړه دودونو له امله یې د. . .

BACK TO NEWS