میدان وردګ کې محتسبینو یوه مېرمن له اوږد مهاله کورني ظلم څخه وژغورله

fazli_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱ - ۹:۲۳
dr_mydan_wrdk_yk_zn_njat_yaft.jpg

د میدان وردګ  ولایت محتسبینو، د امیرالمؤمنین حفظه الله لوري د مېرمنو د حقونو خوندیتوب په موخه د جوړ شوي قانون له مخې، د  دې ولایت په چک ولسوالۍ کې یوه مېرمن له اوږد مهاله کورني ظلم څخه وژغورله.

 محتسبین وایي: یاده مېرمن چې له اوږدې مودې راهیسې د خپل پلار کور ته له تګ څخه منع کړل شوې وه او له ټولو شرعي حقونو څخه بې برخې وه د محتسبینو په هڅو له شرعي حقونو څخه برخمنه شوه.

محتسبینو د یادې مېرمنې د خسرګنۍ له غړو سره په اصلاحي ناسته کې د اسلام په مبارک دین کې د مېرمنو پر ارزښت او د هغوی د حقونو په تړاو خبرې وکړې او له هغوی څخه یې ژمنه واخیسته، چې په راتلونکي کې د داسې ناوړه کړنو له کولو ډډه وکړي.

د یادولو وړ ده، چې د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت مسؤلینو د هېواد په کچه سلګونه مېرمنې له کورني تاوترخوالي، کورني بند، غیر شرعي نکاح ګانو او ځان وژنې څخه ژغورلې دي او سلګونه مېرمنې یې د میراث له شرعي حقونو څخه برخمنې کړې دي.

 

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۹:۲
Background image

محتسبینو په شپږو ولایتونو کې له سوداګرو او هټۍوالو سره اصلاحي ناستې وکړې

محتسبینو د خپلو ورځنیو کړنو پردوام د دې وزارت له لارښوونو سره سم په تخار، بلخ، پروان، نیمروز، غور او پکتیکا ولایتونو کې د سالم اقتصادي نظام د رامنځته کولو، نرخونو کنټرول، تاریخ تېر. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۸:۴۲
Background image

محتسبینو د هېواد په درې ولایتونو کې ۱۱ دښمنۍ او شخړې حل کړې

محتسبینو د بامیان، تخار او دایکندي ولایتونو په مرکز او یو شمېر ولسوالیو کې د ټولنیز ثبات، قومي او ژبني تعصباتو د له منځه وړلو په موخه  د کورنیو تر منځ د مېرمنو حقونو، خپلمنځي شخړو او. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۹:۳۴
Background image

محتسبینو په پنځو ولایتونو کې ۱۹ شخړې حل کړې

 د پکتیکا، بامیان،سرپل، تخار او میدان وردګ ولایتونومحتسبینو د خپلو کړنو پر دوام د دیني عالمانو او قومي مخورو په منځګړیتوب د کورنیو تر منځ د بېلا بېلو موضوعاتو پر سر جوړې شوې شخړې، چې د. . .

BACK TO NEWS