نورستان کې د محتسبینو په هڅو درې مېرمنې له کورني ظلم څخه وژغورل شوې

fazli_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۸ - ۹:۲۳
dr_nwrstan_sh_zn_njat_yaft.jpeg

د نورستان  ولایت د امربالمعروف ریاست مسؤلینو د مېرمنو د حقونو خوندیتوب او په ټولنه کې د مېرمنو پر وړاندې د ناوړه پېښو د مخنیوي په موخه درې مېرمنې، چې د خپلو خاوندانو له لوري ور سره ناوړه چلنده کېده او له شدید کورني تاوتریخوالي سره مخ وې ژغورلې او له خپلو شرعي حقونو څخه برخمنې کړې دې.

مسؤلین یې په تړاو وایي: د یادو مېرمنو له جملې، چې ځینې یې له اوږدې مودې راهیسې د خپلو خاوندانو د ناوړه چلند له امله د خپلو پلرونو په کورونو کې اوسېدلې او بې سرنوشته پاتې وې د محتسبینو په هڅو بېرته له خپلو خاوندانو سره یو ځای او له خپلو شرعي حقونو څخه برخمنې شوې.

بلخوا ځایي اوسېدونکي په سیمه کې د ټولو منکراتو او ناوړه پېښو په مخنیوي کې د محتسبینو کړنې ستایي او ډاډ څرګندوي، چې د ټولنې په سمون کې د محتسبینو تر څنګ ولاړ دې.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۹:۲
Background image

محتسبینو په شپږو ولایتونو کې له سوداګرو او هټۍوالو سره اصلاحي ناستې وکړې

محتسبینو د خپلو ورځنیو کړنو پردوام د دې وزارت له لارښوونو سره سم په تخار، بلخ، پروان، نیمروز، غور او پکتیکا ولایتونو کې د سالم اقتصادي نظام د رامنځته کولو، نرخونو کنټرول، تاریخ تېر. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۸:۴۲
Background image

محتسبینو د هېواد په درې ولایتونو کې ۱۱ دښمنۍ او شخړې حل کړې

محتسبینو د بامیان، تخار او دایکندي ولایتونو په مرکز او یو شمېر ولسوالیو کې د ټولنیز ثبات، قومي او ژبني تعصباتو د له منځه وړلو په موخه  د کورنیو تر منځ د مېرمنو حقونو، خپلمنځي شخړو او. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۹:۳۴
Background image

محتسبینو په پنځو ولایتونو کې ۱۹ شخړې حل کړې

 د پکتیکا، بامیان،سرپل، تخار او میدان وردګ ولایتونومحتسبینو د خپلو کړنو پر دوام د دیني عالمانو او قومي مخورو په منځګړیتوب د کورنیو تر منځ د بېلا بېلو موضوعاتو پر سر جوړې شوې شخړې، چې د. . .

BACK TO NEWS