نورستان کې محتسبینو د ځمکې پر سر راپورته شوې (۴۰) کلنه دښمني حل کړه

fazli_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۸/۶ - ۸:۵۳
ph_nwrstan_40_klnh_dshmny_payth_wrsyd.jpg

د نورستان ولایت د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو ریاست مسؤلینو د ټولنیز عدالت د تأمین او د یووالي روحیې د پیاوړي کولو په موخه د ځایي مسؤلینو، قومي مخورو او دیني عالمانو په منځګړیتوب په دې ولایت کې  د دوو کورنیو تر منځ د ځمکې پر سر راپورته شوې (۴۰) کلنه دښمني حل او فصل کړه.

مسؤلین وایي، یادې کورنۍ چې له تېرو څلوېښتو کلونو راهیسې پخپلو منځونو کې په شخړو او دعوو بوخت و، چې له امله یې دواړو لوریو ته ګڼ مالي او ځاني زیانونه اوښتي وو د دې ولایت محتسبینو د دیني عالمانو، ځایي مسؤلینو او قومي مخورو په منځګړیتوب روغه وکړه او له ښکېلو اړخونو یې وغوښتل چې په راتلونکي کې د هغو ټولو بدو کړنو له کولو ډډه وکړي، چې دوامداره بدیو ته لار هواروي.

مسؤلینو د سیمې پر خلکو غږ وکړ، چې د اسلامي اصولو په رڼا کې ژوند وکړي او په ټولنه کې دې ټولې ستونزې د خبرو او جرګو له لارې حل کړي.

د هغوب په وینا: د اسلامي امارت د هرې برخې مسؤلین هڅه کوي تر څو د هېواد والو له پاره د ارام ژوند تېرولو زمینه برابره کړي او چاته دا اجازه نه ورکوي چې ګډوډیو او بې اتفاقیو ته لار هواره کړي.

 ورته مهال ځایي اوسېدونکو د امر بالمعروف وزارت د محتسبینو اصلاحي  کړنې وستایلې او زیاته یې کړه چې مسؤلین، قومي مخور او متنفذین  باید د خلکو ترمنځ د شته ستونزو د‌ هواري لپاره خپلې هڅې جاري وساتي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۸/۶ - ۹:۲۶
Background image

په پکتیا ولایت کې محتسبینو (۲) مېرمنې له کورني ظلم څخه وژغورلې

د پکتیا ولایت د امر بالمعروف مسؤلینو د مېرمنو د حقونو ساتنې او د مېرمنو حقونو ته په ژمنیتا  په روحاني بابا ولسوالۍ کې (۲) مېرمنې چې د کورني تاوتریخوالي او ناوړه دودونو په اساس له خپلو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۸/۶ - ۸:۵۳
Background image

نورستان کې محتسبینو د ځمکې پر سر راپورته شوې (۴۰) کلنه دښمني حل کړه

د نورستان ولایت د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو ریاست مسؤلینو د ټولنیز عدالت د تأمین او د یووالي روحیې د پیاوړي کولو په موخه د ځایي مسؤلینو، قومي مخورو او دیني عالمانو. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۵ - ۱۱:۱۸
Background image

ټاکنه!

د امر بالمعروف، نهی عن‌المنکر او د شکایتونو اورېدلو وزارت رهبري د لزوم دید او د ریاست‌الوزرا مقام د حکم له مخې، د دې وزارت ویاند مولوي سیف‌السلام خیبر د یاد وزارت مرستیالانو، مرکزي رئیس. . .

BACK TO NEWS