په پکتیا ولایت کې محتسبینو (۲) مېرمنې له کورني ظلم څخه وژغورلې

fazli_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۸/۶ - ۹:۲۶
ph_pktyka_dwh_myrmn_wzhghwrl_shwh.jpg

د پکتیا ولایت د امر بالمعروف مسؤلینو د مېرمنو د حقونو ساتنې او د مېرمنو حقونو ته په ژمنیتا  په روحاني بابا ولسوالۍ کې (۲) مېرمنې چې د کورني تاوتریخوالي او ناوړه دودونو په اساس له خپلو شرعي حقونو څخه بې برخې وې له شرعي حقونو څخه برخمنې کړې.

 مسؤلین وایي: یادې مېرمنې چې له تېرو  اوو  کلونو راهیسې د ناوړه دودونو پر اساس ځورول کېدلې او حقوق یې تر پښو لاندې شوي و، د امر بالمعروف د مسؤلینو په هڅو وژغورل شوې.

د یادولو وړ ده، چې د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت ولایتي مسؤلین په دوامداره توګه له ځایي خلکو سره د مېرمنو د حقونو د ورکړې او په دې تړاو د عامه ذهنیت د سمون په موخه اصلاحي ناستې کوي، چې ور سره په دې برخه کې د پام وړ بدلون راغلی ده.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۲ - ۸:۴۰
Background image

محتسبینو په پکتیکا ولایت کې یو کوډګر نیولی دی

د پکتیکا ولایت  د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اوېدلو ریاست محتسبینو په ټولنه کې د خرافاتو د مخنیوي، اسلامي ارزښتونو د خوندیتوب، او ټولنیز فساد د مخنیوي په موخه د دې ولایت په. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۲ - ۸:۲۹
Background image

خوست کې یوې مېرمنې له (۱۸) کلن محرومیت وروسته د خپلې خوښې شرعي نکاح حق تر لاسه کړ

د خوست ولایت د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو ریاست مسؤلینو د دې ولایت په مرکز متون ښار کې، هغه مېرمن د خپلې خوښې شرعي نکاح له حقونو څخه برخمنه کړه، چې خاوند یې وفات. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۲ - ۸:۲۵
Background image

محتسبینو د هېواد په درې ولایتونو کې اته مېرمنې له کورني ظلم څخه وژغورلې

 د امربالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت محتسبینو د هېواد په نورستان، غزني او سرپل ولایتونو کې د مېرمنو د حقونو خوندیتوب او په ټولنه کې د مېرمنو پر وړاندې د ناوړه پېښو د. . .

BACK TO NEWS