په بدخشان او سرپل ولایتونو کې نهه شخړې حل او ښکېلو اړخونو تر منځ روغه  وکړه

fazli_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۹ - ۹:۲۹
dr_bdkhshan_w_srpl_9_akhtlaf_hl_shd

د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېولو وزارت محتسبینو په بدخشان او سرپل ولایتونو کې د خپل دیني، اخلاقي او ټولنیز مسؤلیت له مخې د دیني عالمانو او قومي مخورو په منځګړیتوب د کورنیو تر منځ د  بېلابېلو موضوعاتو پر سر راپورته شوې نهه شخړې حل او د ښکېلو اړخونو تر منځ یې روغه وکړه .

دا اوږد مهاله شخړې، چې د یادو کورنیو تر منځ د ټولنیزو ستونزو او ناوړه دودونو  له امله را منځته شوې وې د محتسبینو په هڅو او د سمیې د دیني عالمانو او قومي مخورو په منځکړیتوب حل شوې.

د یادولو وړ ده، چې د امر بالمعروف وزارت محتسبینو په ټولنه کې د نورو منکراتو د مخنیوي تر څنګ په تېره یوه میاشت کې د هېواد په کچه د لسګونو لویو او وړو دښمنیو مخه نیولې او په دې پار یې کړنې لا هم دوام لري.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۹:۲
Background image

محتسبینو په شپږو ولایتونو کې له سوداګرو او هټۍوالو سره اصلاحي ناستې وکړې

محتسبینو د خپلو ورځنیو کړنو پردوام د دې وزارت له لارښوونو سره سم په تخار، بلخ، پروان، نیمروز، غور او پکتیکا ولایتونو کې د سالم اقتصادي نظام د رامنځته کولو، نرخونو کنټرول، تاریخ تېر. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۸:۴۲
Background image

محتسبینو د هېواد په درې ولایتونو کې ۱۱ دښمنۍ او شخړې حل کړې

محتسبینو د بامیان، تخار او دایکندي ولایتونو په مرکز او یو شمېر ولسوالیو کې د ټولنیز ثبات، قومي او ژبني تعصباتو د له منځه وړلو په موخه  د کورنیو تر منځ د مېرمنو حقونو، خپلمنځي شخړو او. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۹:۳۴
Background image

محتسبینو په پنځو ولایتونو کې ۱۹ شخړې حل کړې

 د پکتیکا، بامیان،سرپل، تخار او میدان وردګ ولایتونومحتسبینو د خپلو کړنو پر دوام د دیني عالمانو او قومي مخورو په منځګړیتوب د کورنیو تر منځ د بېلا بېلو موضوعاتو پر سر جوړې شوې شخړې، چې د. . .

BACK TO NEWS