په بلخ او فاریاب ولایتونو کې درې مېرمنې له غیر شرعي نکاح ګانو څخه وژغورل شوې

fazli_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۵ - ۸:۵۷
dw_zn_dr_blkh_w_faryab_az_nkah_ajbary_njat_yaftnd.jpeg

د بلخ او فاریاب ولایتونو د امر بالمعروف ریاستونو مسؤلینو د خپلو کړنو پر مهال، د مېرمنو حقونو ته په ژمنتیا په دې ولایتونو کې درې مېرمنې، چې له اوږدې مودې راهیسې ور سره د خپلو کورنیو له لوري ناوړه چلند کېده او د خپلې خوښې شرعي نکاح حق  ترې اخیستل شوی و د محتسبینو په هڅو له ناوړه چلند څخه وژغورل شوې او له خپلو شرعي حقونو څخه برخمنې شوې.

 مسؤلین وایي: یادې مېرمنې چې له اوږدې مودې راهیسې ځورول کېدلې او د بې معنی غیرتونو په اساس ترې خپل شرعي حقوق اخیستل شوي وو، د محتسبینو په هڅو له خپلو شرعي حقونو څخه برخمنې شوې.

د یادولو وړ ده، چې د یاد وزارت محتسبینو د هېواد په کچه، د مېرمنو حقونو ته د رسېدنې په برخه کې سلګونه بېلا بېلو قضیو ته رسېدنه کړې، چې پکې د میراث، کورني تاوتریخوالي، ولور، په بدو کې ورکړې او غیر شرعي نکاح ګانو قضیې حل شوې دې.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۹:۳۸
Background image

محتسبینو په بلخ، کابل او تخار ولایتونو کې ۹ دښمنۍ او شخړې حل کړې

محتسبینو د کابل، بلخ او تخار ولایتونو کې د قومي او ژبني تعصباتو د له منځه وړلو او ټولنیز ثبات په موخه د کورنیو تر منځ د مېرمنو حقونو، خپلمنځي شخړو او ورته نورو مسایلو له امله رامنځته. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۹:۲
Background image

محتسبینو په شپږو ولایتونو کې له سوداګرو او هټۍوالو سره اصلاحي ناستې وکړې

محتسبینو د خپلو ورځنیو کړنو پردوام د دې وزارت له لارښوونو سره سم په تخار، بلخ، پروان، نیمروز، غور او پکتیکا ولایتونو کې د سالم اقتصادي نظام د رامنځته کولو، نرخونو کنټرول، تاریخ تېر. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۸:۴۲
Background image

محتسبینو د هېواد په درې ولایتونو کې ۱۱ دښمنۍ او شخړې حل کړې

محتسبینو د بامیان، تخار او دایکندي ولایتونو په مرکز او یو شمېر ولسوالیو کې د ټولنیز ثبات، قومي او ژبني تعصباتو د له منځه وړلو په موخه  د کورنیو تر منځ د مېرمنو حقونو، خپلمنځي شخړو او. . .

BACK TO NEWS