ارزګان ولایت کې محتسبینو یوه مېرمن له غیر شرعي نکاح څخه وژغورله

fazli_admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۱:۱۹
dr_arzgan_yk_zn_az_nkah_ghyr_shry_njat_yaft.jpg

 د امربالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت اړوند د ارزګان ولایت محتسبینو د مېرمنو حقونو ته په ژمنیتا او په دې برخه کې د ناوړه پېښو د مخنیوي په موخه یوه  مېرمن، چې د کورنیو غړو یې غوښتل د زیاتو پیسو او ناوړه دوونو له امله یې د هغې له خوښې پرته په نکاح کړي وژغورله.

 یاده مېرمن، چې د ناوړه دودونو او زیاتو پیسو په بدل کې د هغې له خوښې پرته په نکاح ورکول کېدله؛ وروسته له هغه یې مخه ونیول شوه، چې یادې مېرمنې د یاد ولایت اړوند د امربالمعروف ریاست ته د قضیې د حل په موخه عارضه شوه.

د یادولو وړ ده، چې د امر بالمعروف، نهی عن‌المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت مسؤلین د مېرمنو د حقونو خوندیتوب خپل لومړیتوب ګني او ډاډ څرګندوي چې هېڅ چا ته به اجازه ورنکړي څو د مېرمنو حقونه تر پښو لاندې کړي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۴:۴۴
Background image

محتسبینو په څلورو ولایتونو کې له سوداګرو او هټۍوالو سره اصلاحي ناستې وکړې

محتسبینو د خپلو ورځنیو کړنو پردوام او د امربالمعروف وزارت له لارښوونو سره سم په سمنګان، تخار، زابل او بلخ ولایتونو کې د سالم اقتصادي نظام د رامنځته کولو، نرخونو کنټرول، تاریخ تېر موادو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۱:۲۲
Background image

محتسبینو د هېواد په نهو ولاتونو کې (۲۲) دښمنۍ او شخړې حل کړې

 د امربالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت اړوند په فراه، بغلان، دایکندي، غور، نورستان، بلخ، تخار، سرپل او ننګرهار ولایتونو محتسبینو په مرکز او یو شمېر ولسوالیو کې د ټولنیز. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۰:۵۰
Background image

محتسبینو په سرپل ولایت کې دوه کوډګر نیولي دي

 د سرپل ولایت محتسبینو د خپلو کړنو پر دوام دوه هغه کوډګر، چې د دم او تعویذ په نومونو یې د کورنیو ترمنځ نفاق او ستونزې جوړولې او له خلکو څخه یې د پیسو په بدل کې د کوډو او جادو ناوړه کړنې. . .

BACK TO NEWS