اروزګان کې محتسبینو څلور مېرمنې له ظلم څخه وژغورلې

fazli_admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۸ - ۱۵:۲
ph_arwzgan_4_myrmn_az_zlm_wzhghwrl_shwy_dy

د اروزګان ولایت د امربالمعروف ریاست محتسبینو په مرکز ترینکوټ او چهارچینو ولسوالي کې څلور مېرمنې چې له اوږدې مودې راهیسې د خپلو خاوندانو او کورنیو له لوري له ناوړه چلند او سخت کورني تاوتریخوالي سره مخ وې وژغورلې.

د یاد ریاست مسؤلین په دې تړاو وایي: د یادو مېرمنو له جملې، چې ځینې یې له اوږدې مودې راهیسې د خپلو خاوندانو د ناوړه چلند له امله د پلرونو په کورونو کې اوسېدلې او بې سرنوشته پاتې وې، د محتسبینو په هڅو بېرته له خپلو خاوندانو سره یو ځای او له خپلو شرعي حقونو څخه برخمنې شوې.

د یادولو وړ ده، چې د امر بالمعروف، نهي عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت محتسبینو د مېرمنو د حقونو د ورکړې او په دې برخه کې د غیر شرعي کړنو د مخنیوي په موخه زرګونه مېرمنې له کورني ظلم، جبري ودولو او کورنيو بند خونو څخه ژغورلې او زرګونو مېرمنو ته یې د میراث، نفقې، ولور او پخپله خوښه د نکاح حقوق سپارلي دې.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۹:۳۸
Background image

محتسبینو په بلخ، کابل او تخار ولایتونو کې ۹ دښمنۍ او شخړې حل کړې

محتسبینو د کابل، بلخ او تخار ولایتونو کې د قومي او ژبني تعصباتو د له منځه وړلو او ټولنیز ثبات په موخه د کورنیو تر منځ د مېرمنو حقونو، خپلمنځي شخړو او ورته نورو مسایلو له امله رامنځته. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۹:۲
Background image

محتسبینو په شپږو ولایتونو کې له سوداګرو او هټۍوالو سره اصلاحي ناستې وکړې

محتسبینو د خپلو ورځنیو کړنو پردوام د دې وزارت له لارښوونو سره سم په تخار، بلخ، پروان، نیمروز، غور او پکتیکا ولایتونو کې د سالم اقتصادي نظام د رامنځته کولو، نرخونو کنټرول، تاریخ تېر. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۸:۴۲
Background image

محتسبینو د هېواد په درې ولایتونو کې ۱۱ دښمنۍ او شخړې حل کړې

محتسبینو د بامیان، تخار او دایکندي ولایتونو په مرکز او یو شمېر ولسوالیو کې د ټولنیز ثبات، قومي او ژبني تعصباتو د له منځه وړلو په موخه  د کورنیو تر منځ د مېرمنو حقونو، خپلمنځي شخړو او. . .

BACK TO NEWS