امر بالمعروف، نهي عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت په اونۍ کې

fazli_admin
پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۹ - ۱۱:۲۴
awny_khbrwnh_23_aly_30_asd

د مېرمنو حقونو ته رسېدنه:

د امربالمعروف وزارت محتسبینو په دې اونۍ کې د مېرمنو د حقونو اړوند (۱۰۷) بېلابېلې قضیې حل کړې دي، چې له جملې یې (۵۳) د کورني تاوتریخوالي، (۱۰) د میراث، (۱۳) د غیر شرعي نکاح ګانو،(۸) د ولور، (۱۱) د نفقې ورکړې، (۵) مېرمنو ته د شرعي نکاح زمینه برابرولو او (۷) د طلاق قضیې حل شوې دي.

د قومي دښمنیو حل:

د دې وزارت مسؤولینو په ټولنه کې د قومي او ژبني تعصباتو د مخنیوي او د یووالي روحیې د پياوړې کولو لپاره  په ځینو ولایتونو کې (۱۱)  لویې دښمنۍ او (۶۴) وړې شخړې حل کړې دي.

د کوډګرو نیول:

دغه راز محتسبینو د ناوړه دودونو د مخنیوي، ټولنیز عدالت د تأمین او د خرافاتو د مخنیوي په موخه په بلخ، کابل، کاپیسا، پروان او فراه ولایتونو کې (۹) کوډګر نیولي او د شرعي پرېکړې په موخه یې، عدلي او قضایي ارګانونو ته ور پېژندلي دي.

له سوداګرو سره ناستې:

  محتسبینو په بازارونو کې د سود، احتکار، ترازو کې د کموالي، د تاریخ تېر او بې کیفیته موادو د خرڅلاو د مخنیوي په موخه له سوداګرو او هټۍوالو سره (۱۵۲) اصلاحي ناستې کړې دې.

له ځایي خبکو سره ناسې:

او وروستی خبر دا، چې د امربالمعروف، نهي عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت محتسبینو په ټولنه کې د عامه ذهنیت د سمون، معروفاتو اقامې، منکراتو مخنیوي او په دې برخه کې د ناوړه دودونو د مخنیوي په موخه له ځایي خلکو سره نیږدې پنځه سوه اصلاحي ناستې کړې دې.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۹:۲
Background image

محتسبینو په شپږو ولایتونو کې له سوداګرو او هټۍوالو سره اصلاحي ناستې وکړې

محتسبینو د خپلو ورځنیو کړنو پردوام د دې وزارت له لارښوونو سره سم په تخار، بلخ، پروان، نیمروز، غور او پکتیکا ولایتونو کې د سالم اقتصادي نظام د رامنځته کولو، نرخونو کنټرول، تاریخ تېر. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۸:۴۲
Background image

محتسبینو د هېواد په درې ولایتونو کې ۱۱ دښمنۍ او شخړې حل کړې

محتسبینو د بامیان، تخار او دایکندي ولایتونو په مرکز او یو شمېر ولسوالیو کې د ټولنیز ثبات، قومي او ژبني تعصباتو د له منځه وړلو په موخه  د کورنیو تر منځ د مېرمنو حقونو، خپلمنځي شخړو او. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۹:۳۴
Background image

محتسبینو په پنځو ولایتونو کې ۱۹ شخړې حل کړې

 د پکتیکا، بامیان،سرپل، تخار او میدان وردګ ولایتونومحتسبینو د خپلو کړنو پر دوام د دیني عالمانو او قومي مخورو په منځګړیتوب د کورنیو تر منځ د بېلا بېلو موضوعاتو پر سر جوړې شوې شخړې، چې د. . .

BACK TO NEWS