امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت په اونۍ کې

fazli_admin
پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۲ - ۸:۵۵
awwny_khbrwnh_6_tr_13_snblh_dyzayn.jpeg

د همغږۍ په موخه ناستې:

محتسبینو په ټول هېواد کې له امارتي مسؤلینو، دیني عالمانو، قومي مخورو ، ځایي اوسېدونکو او ځوانانو سره په ټولنه کې د ناوړه دودونو د مخنیوي، عامه ذهنیت سمون، اسلامي نظام سره د همکارۍ او په کارونو کې د همغږۍ په موخه نیږدې درې زره ناستې وکړې. د دې ترڅنګ د پکتیکا ولایت محتسبینو له لوري د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د ۱۷م ګڼه فرمان د تشریح او عامه پوهاوي په موخه د یاد ولایت په ۱۱ ولسوالیو کې د مسؤلینو، علماوو، قومي مشرانو، ځوانانو او د په شتون کې غونډې ترسره شوې دي.

 د مېرمنو حقونو ته رسېدنه:

 محتسبینو په دې اونۍ کې د مېرمنو د حقونو اړوند (۱۱۴) بېلابېلې قضیې حل کړې دي، چې د یادې شمېرې له مخې (۵۱) د کورني تاوتریخوالي، (۱۰) د میراث، (۹) د غیر شرعي نکاح ګانو،(۱۳) د ولور، (۱۵) د نفقې ورکړې، (۹) مېرمنو ته د شرعي نکاح زمینې برابرولو او (۷) د طلاق قضیې حل شوې دي.

د قومي دښمنیو حل:

محتسبینو په ټولنه کې د قومي او ژبني تعصباتو د مخنیوي او د یووالي روحیې د پياوړې کولو لپاره د هېواد په کچه (۱۲)  لویې دښمنۍ او (۵۸) وړې شخړې حل کړې دي.

د کوډګرو نیول:

دغه راز د امر بالمعروف وزارت محتسبینو په ټولنه کې د ناوړه دودونو د مخنیوي، ټولنیز عدالت د تأمین او د خرافاتو د مخنیوي په موخه په غزني، سرپل، پروان، کابل، دایکندی، بلخ او تخار ولایتونو کې (۲۳) تنه کوډګر نیولي او د شرعي پرېکړې په موخه یې، عدلي او قضایي ارګانونو ته ور پېژندلي دې.

له سوداګرو سره ناستې:

  محتسبینو په بازارونو کې د سود، احتکار، ترازو کې د کموالي، د تاریخ تېر او بې کیفیته موادو د خرڅلاو د مخنیوي په موخه له سوداګرو او هټۍوالو سره (۲۸۷) اصلاحي ناستې کړې او نیږدې لس ټنه تاریخ توکي له منځه وړل شوي دې.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۹:۳۸
Background image

محتسبینو په بلخ، کابل او تخار ولایتونو کې ۹ دښمنۍ او شخړې حل کړې

محتسبینو د کابل، بلخ او تخار ولایتونو کې د قومي او ژبني تعصباتو د له منځه وړلو او ټولنیز ثبات په موخه د کورنیو تر منځ د مېرمنو حقونو، خپلمنځي شخړو او ورته نورو مسایلو له امله رامنځته. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۹:۲
Background image

محتسبینو په شپږو ولایتونو کې له سوداګرو او هټۍوالو سره اصلاحي ناستې وکړې

محتسبینو د خپلو ورځنیو کړنو پردوام د دې وزارت له لارښوونو سره سم په تخار، بلخ، پروان، نیمروز، غور او پکتیکا ولایتونو کې د سالم اقتصادي نظام د رامنځته کولو، نرخونو کنټرول، تاریخ تېر. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۸:۴۲
Background image

محتسبینو د هېواد په درې ولایتونو کې ۱۱ دښمنۍ او شخړې حل کړې

محتسبینو د بامیان، تخار او دایکندي ولایتونو په مرکز او یو شمېر ولسوالیو کې د ټولنیز ثبات، قومي او ژبني تعصباتو د له منځه وړلو په موخه  د کورنیو تر منځ د مېرمنو حقونو، خپلمنځي شخړو او. . .

BACK TO NEWS