بغلان کې محتسبینو یوه مېرمن له درې میاشتني کورني بند څخه وژغورله

fazli_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۷ - ۱۱:۱۲
yk_zn_dr_bghlan_ps_az_mah_az_hbs_njat_yaft.jpg

 بغلان کې محتسبینو د خپلو هڅو په دوام او د مېرمنو د شرعي حقونو خوندیتوب په موخه د فرنګ ولسوالۍ یوه مېرمن، چې له تېرو دریو میاشتو راهیسې د کورنۍ د غړو له لوري له فزیکي ځورونې، کورني ظلم او تاوتریخوالي سره مخ وه وژغورله.

  محتسبین وایي: یاده مېرمن، چې له  تېرو دریو میاشتو راهیسې په کورني بند کې ساتل کېدله او له خپلو ټولو شرعي حقونو څخه بې برخې وه د محتسبینو له لوري تر ژغورلو وروسته له خپلو شرعي حقونو څخه برخمنه شوه.

 محتسبین ډاډ څرګندوي، چې په پوره توان به د مېرمنو له شرعي حقونو څخه دفاع کوي او د هغو ناسمو روایتونو مخه به نیسي چې د مېرمنو شرعي حقوق له ګواښ سره مخ کوي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۹:۳۸
Background image

محتسبینو په بلخ، کابل او تخار ولایتونو کې ۹ دښمنۍ او شخړې حل کړې

محتسبینو د کابل، بلخ او تخار ولایتونو کې د قومي او ژبني تعصباتو د له منځه وړلو او ټولنیز ثبات په موخه د کورنیو تر منځ د مېرمنو حقونو، خپلمنځي شخړو او ورته نورو مسایلو له امله رامنځته. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۹:۲
Background image

محتسبینو په شپږو ولایتونو کې له سوداګرو او هټۍوالو سره اصلاحي ناستې وکړې

محتسبینو د خپلو ورځنیو کړنو پردوام د دې وزارت له لارښوونو سره سم په تخار، بلخ، پروان، نیمروز، غور او پکتیکا ولایتونو کې د سالم اقتصادي نظام د رامنځته کولو، نرخونو کنټرول، تاریخ تېر. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۸:۴۲
Background image

محتسبینو د هېواد په درې ولایتونو کې ۱۱ دښمنۍ او شخړې حل کړې

محتسبینو د بامیان، تخار او دایکندي ولایتونو په مرکز او یو شمېر ولسوالیو کې د ټولنیز ثبات، قومي او ژبني تعصباتو د له منځه وړلو په موخه  د کورنیو تر منځ د مېرمنو حقونو، خپلمنځي شخړو او. . .

BACK TO NEWS