بلخ کې د امر بالمعروف مسؤلینو له سودا ګرو او هټۍوالو سره اصلاحي ناستې وکړې

fazli_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۹ - ۸:۳۷
blkh_d_amrbalmrwf_mswlynw_dr_swdakrw_nasth_kry.jpg

 
د بلخ ولایت د امر بالمعروف ریاست مسؤلینو د خپلو کړنو پر مهال په بازارونو کې د سود، احتکار، ترازو کې د خیانت کولو د مخنیوي، نرخونو کنټرول او د اسلامي سوداګرۍ رامنځته کولو په موخه د مرکز په ګډون په ولسوالیو کې له یو شمېر سودا ګرو او هټۍوالو سره اصلاحي ناستې وکړې.

 د امر بالمعروف ریاست مسؤلینو په دې بېلا بېلو اصلاحي ناستو کې له سودا ګرو او هټۍوالو سره د سود، احتکار، دوکې، نرخونو کنټرول او له اسلامي احکامو سره د سمې سوداګرۍ په برخه کې سودا ګرو او هټۍ والو ته سپارښتنې وکړې او له هغوی یې وغوښتل ترڅو خپلې چارې له اسلامي اصولو سره سمې تر سره کړي او په یادو برخو کې له سود، احتکار او ټولو غیر شرعي کړنو له کولو ډډه وکړي.

بلخوا ځایي اوسېدونکي د نورو اصلاحي کړنو ترڅنګ د محتسبینو دغه کړنې ستایي او له مسؤولینو غواړي چې په بازارونو کې د نرخونو کنټرول، سود او احتکار مخه ونیسي او د وزارت د شویو سپارښتنو د تطبیق په برخه کې جدي کړنې تر سره کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې د امر بالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت مسؤلین د هېواد په ټولو ولایتونو کې ورته اصلاحي کړنې تر سره کوي، چې ور سره  په بازارونو کې د منکراتو په کموالي کې د پام وړ بدلون راغلی دی.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۲ - ۸:۵۵
Background image

امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت په اونۍ کې

د همغږۍ په موخه ناستې:

محتسبینو په ټول هېواد کې له امارتي مسؤلینو، دیني عالمانو، قومي مخورو ، ځایي اوسېدونکو او ځوانانو سره په ټولنه کې د ناوړه دودونو د مخنیوي، عامه ذهنیت سمون، اسلامي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۱ - ۱۵:۴۴
Background image

د افغانستان اسلامي امارت د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت وزیر، شیخ الحدیث مولوي محمد خالد حنفي، د خپل ولایتي سفرونو په لړ کې د نورستان ولایت د دواب ولسوالۍ ته سفر وکړ.

نوموړي د یادې ولسوالۍ له مجاهدینو، مسؤولینو، قومي مخورو، علماوو او ولسي خلکو په جوړه شوې سترې غونډه کې ګډون او مهمه وینا وکړه.

د ناستې په پیل کې شیخ الحدیث مولوي محمد خالد حنفي د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۱ - ۱۴:۲۵
Background image

پکتیکا کې د محتسبینو په هڅو ۲۵ کلنه دښمني حل او د ښکېلو اړخونو تر منځ روغه وشوه

   د پکتیکا ولایت د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو ریاست  محتسبینو د خپل دیني، اخلاقي او ټولنیز مسئولیت له مخې د دیني عالمانو او قومي مخورو په منځګړیتوب د خوشامند. . .

BACK TO NEWS