خوست کې دوه نجونې له ۱۳ کلن کورني ظلم څخه وژغورل شوې

fazli_admin
شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۸ - ۱۱:۴۵
dr_khwst_yk_dkhtr_njat_yaft

د خوست ولایت د امربالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو ریاست محتسبینو د مرکز اړوند لکڼو سیمه کې دوه هغه نجونې له ۱۳ کلن کورني ظلم څخه وژوغورلې چې د یوې او بلې په بدل په جبري توګه واده کړل شوې وې.

محتسبین زیاتوي، چې یادې نجونې له تېرو ۱۳ کلونو راهیسې د کورنیو ستونزو له مله د پلرونو پر کورونو ناستې وې او له رواني فشارونو او ناوړه ټولنیز چلند سره مخ وې چې د محتسبینو په هڅو او

 د دیني عالمانو او قومي مخورو په منځګړیتوب دواړو کورنیو ته د یادو نجونو پر وړاندې شوی ظلم او ناروا چلند په څرګند ډول بیان کړ او د شرعي او ټولنیزو اصولو په رڼا کې یې د دواړو لوریو ترمنځ روغه جوړه وکړه.

محتسبینو د دیني عالمانو او قومي مخورو په منځګړیتوب د شوې پرېکړې له مخې، دواړو نجونو ته د بدل واده د فسخ کولو او په خپل اختیار په بل مناسب ځای کې د واده کولو شرعي او قانوني حق ورکړ.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۹:۲
Background image

محتسبینو په شپږو ولایتونو کې له سوداګرو او هټۍوالو سره اصلاحي ناستې وکړې

محتسبینو د خپلو ورځنیو کړنو پردوام د دې وزارت له لارښوونو سره سم په تخار، بلخ، پروان، نیمروز، غور او پکتیکا ولایتونو کې د سالم اقتصادي نظام د رامنځته کولو، نرخونو کنټرول، تاریخ تېر. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۸:۴۲
Background image

محتسبینو د هېواد په درې ولایتونو کې ۱۱ دښمنۍ او شخړې حل کړې

محتسبینو د بامیان، تخار او دایکندي ولایتونو په مرکز او یو شمېر ولسوالیو کې د ټولنیز ثبات، قومي او ژبني تعصباتو د له منځه وړلو په موخه  د کورنیو تر منځ د مېرمنو حقونو، خپلمنځي شخړو او. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۹:۳۴
Background image

محتسبینو په پنځو ولایتونو کې ۱۹ شخړې حل کړې

 د پکتیکا، بامیان،سرپل، تخار او میدان وردګ ولایتونومحتسبینو د خپلو کړنو پر دوام د دیني عالمانو او قومي مخورو په منځګړیتوب د کورنیو تر منځ د بېلا بېلو موضوعاتو پر سر جوړې شوې شخړې، چې د. . .

BACK TO NEWS