خوست کې د محتسبینو په هڅو یوه مېرمن د شرعي نکاح له حقوقو برخمنه شوه

fazli_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۴ - ۱۰:۵۰
ph_khwst_ky_yw_myrmn_brkhmn_shw_d_hqwnw.jpg

د خوست ولایت د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو ریاست مسؤلینو د یوه مېرمن، چې له تېرو اوو کلونو راهیسې د خپل پلار او خسرګنۍ له لوري د ولور د نه ور کړې له امله د نکاح له شرعي حق څخه بې برخې وه د محتسبینو په هڅو له خپل شرعي حق څخه برخمنه شوه.

په دې تړاو د یاد ولایت د امر بالمعروف مسؤلین وایي: د یادې مېرمنې خسر چې له تېرو اوو کلونو راهیسې یې د نوموړې جنلۍ پلار ته ولور نه و سپارلی، چې له امله یې یاده مېرمن له شرعي نکاح څخه بې برخې وه، چې د محتسبینو په هڅو له اوږد مهاله محرومیت څخه وژغورل شوه او له خپلو شرعي حقونو څخه برخمنه شوه.

مسؤلین زیاتوي: ولور د مېرمنو شرعي حق دی، چې باید ترې برخمنې شي، چې په وینا یې: «هیڅ چاته به اجازه ور نه کړو، چې د مېرمنو حقوق تر پښو لاندې کړي او د هغو پېښو مخه به نیسو چې د مېرمنو حقوق ګواښي»

بل خوا ځایي اوسېدونکي په ټولنه کې د معروفاتو اقامې، منکراتو مخنیوي او د مېرمنو له شرعي حقونو دفاع او ورکړې په برخه کې د محتسبینو کړنې ستایي او ډاډ څرګندوي چې له دې سره به په ټولنه کې د زیاتو ناوړه دودونو او غیر شرعي کړنو مخه ونیول شي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۹:۲
Background image

محتسبینو په شپږو ولایتونو کې له سوداګرو او هټۍوالو سره اصلاحي ناستې وکړې

محتسبینو د خپلو ورځنیو کړنو پردوام د دې وزارت له لارښوونو سره سم په تخار، بلخ، پروان، نیمروز، غور او پکتیکا ولایتونو کې د سالم اقتصادي نظام د رامنځته کولو، نرخونو کنټرول، تاریخ تېر. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۸:۴۲
Background image

محتسبینو د هېواد په درې ولایتونو کې ۱۱ دښمنۍ او شخړې حل کړې

محتسبینو د بامیان، تخار او دایکندي ولایتونو په مرکز او یو شمېر ولسوالیو کې د ټولنیز ثبات، قومي او ژبني تعصباتو د له منځه وړلو په موخه  د کورنیو تر منځ د مېرمنو حقونو، خپلمنځي شخړو او. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۹:۳۴
Background image

محتسبینو په پنځو ولایتونو کې ۱۹ شخړې حل کړې

 د پکتیکا، بامیان،سرپل، تخار او میدان وردګ ولایتونومحتسبینو د خپلو کړنو پر دوام د دیني عالمانو او قومي مخورو په منځګړیتوب د کورنیو تر منځ د بېلا بېلو موضوعاتو پر سر جوړې شوې شخړې، چې د. . .

BACK TO NEWS