خوست کې د محتسبینو په هڅو یوه مېرمن له اووه کلن کورني تاو تریخوالي وژغورل شوه

fazli_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۱ - ۱۷:۵۶
img-20251012-wa0013.jpg

د خوست ولایت د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو ریاست مسؤلینو د خپلو کړنو پر مهال یوه مېرمن، چې له تېرو (۷) کلنو څخه د خسرګنۍ له لوري له ناوړه چلند او کورني تاوتریخوالي سره مخ وه وژغورله او له خپلو شرعي حقونو څخه برخمنه شوه.
مسؤلین وایي، یاده مېرمن چې لومړنی خاوند یې وفات شوی او دوهم ځل د هغې له خوښې پرته یوه بل کس ته په نکاح شوې وه او د خپلې خسرګنۍ له لوري له تېرو اوو کلنو راهیسې له رواني او فزیکي ظلم سره مخ وه د محتسبینو په هڅو وژغورل شوه.
دغه راز محتسبینو د نوموړې مېرمنې له خاوند او د خسرګنۍ له غړو وغوښتل چې په راتلونکي کې د داسې ناوړه کړنو له تر سره کولو ډډه وکړي او د مېرمنو پر وړاندې د تاوتریخوالي ډک چلند له کولو څخه لاس واخلي.
د یادولو وړ ده، چې د دې ولایت محتسبینو تر دې وړاندې هم د مېرمنو د حقونو اړوند لسګونه قضیې حل کړې دي او په دې تړاو یې له ځایي خلکو سره اصلاحي ناستې کړې دي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۱ - ۱۵:۴۴
Background image

د افغانستان اسلامي امارت د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت وزیر، شیخ الحدیث مولوي محمد خالد حنفي، د خپل ولایتي سفرونو په لړ کې د نورستان ولایت د دواب ولسوالۍ ته سفر وکړ.

نوموړي د یادې ولسوالۍ له مجاهدینو، مسؤولینو، قومي مخورو، علماوو او ولسي خلکو په جوړه شوې سترې غونډه کې ګډون او مهمه وینا وکړه.

د ناستې په پیل کې شیخ الحدیث مولوي محمد خالد حنفي د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۱ - ۱۴:۲۵
Background image

پکتیکا کې د محتسبینو په هڅو ۲۵ کلنه دښمني حل او د ښکېلو اړخونو تر منځ روغه وشوه

   د پکتیکا ولایت د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو ریاست  محتسبینو د خپل دیني، اخلاقي او ټولنیز مسئولیت له مخې د دیني عالمانو او قومي مخورو په منځګړیتوب د خوشامند. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۱ - ۹:۱۵
Background image

محتسبینو په دایکندي ولایت کې درې کوډګر نیولي دي

  د دایکندي ولایت محتسبینو د خپلو کړنو پر دوام درې هغه کوډګر، چې د دم او تعویذ په نومونو یې د کورنیو ترمنځ نفاق او ستونزې جوړولې او له خلکو څخه یې د پیسو په بدل کې د کوډو او جادو ناوړه. . .

BACK TO NEWS