خوست کې پنځه مېرمنې له بېلابېلو ظلمونو څخه وژغورل شوې

fazli_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۶ - ۸:۴۳
dr_khwst_shsh_zn_njat_yaft

 د خوست ولایت د امربالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو ریاست محتسبینو د مېرمنو د حقونو د تأمین او د ناوړه کړنو د مخنیوي په موخه په مرکز او ولسوالیو کې پنځه  مېرمنې له بېلابېلو ظلمونو څخه وژغورلې.

یادې مېرمنې له تېرو څو کلونو راهیسې د خپلو خاوندانو او کورنیو له لوري د فزیکي او رواني تاوتریخوالي سره مخ وې او د خسرګنیو له لوري ورسره ناسم او ناوړه چلند کېده، چې د محتسبینو په هڅو له خپلو شرعي حقونو څخه برخمنې شوې.

 محتسبین څرګندوي، چې د مېرمنو د شرعي حقونو د خوندیتوب او تأمین لپاره په بشپړه توګه ژمن دي او هېڅ چاته به اجازه ور نه کړي، چې د مېرمنو شرعي حقوق تر پښو لاندې کړي.

د یادولو وړ ده، چې د یاد ریاست محتسبینو تر دې وړاندې هم د مېرمنو اړوند ګڼ شمېر قضیو ته رسېدنه کړې، چې پکې د کورني تاوتریخوالي، ولور، په بدو کې ورکړې او غیر شرعي نکاح قضیې شاملې دې.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۹:۲
Background image

محتسبینو په شپږو ولایتونو کې له سوداګرو او هټۍوالو سره اصلاحي ناستې وکړې

محتسبینو د خپلو ورځنیو کړنو پردوام د دې وزارت له لارښوونو سره سم په تخار، بلخ، پروان، نیمروز، غور او پکتیکا ولایتونو کې د سالم اقتصادي نظام د رامنځته کولو، نرخونو کنټرول، تاریخ تېر. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۸:۴۲
Background image

محتسبینو د هېواد په درې ولایتونو کې ۱۱ دښمنۍ او شخړې حل کړې

محتسبینو د بامیان، تخار او دایکندي ولایتونو په مرکز او یو شمېر ولسوالیو کې د ټولنیز ثبات، قومي او ژبني تعصباتو د له منځه وړلو په موخه  د کورنیو تر منځ د مېرمنو حقونو، خپلمنځي شخړو او. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۹:۳۴
Background image

محتسبینو په پنځو ولایتونو کې ۱۹ شخړې حل کړې

 د پکتیکا، بامیان،سرپل، تخار او میدان وردګ ولایتونومحتسبینو د خپلو کړنو پر دوام د دیني عالمانو او قومي مخورو په منځګړیتوب د کورنیو تر منځ د بېلا بېلو موضوعاتو پر سر جوړې شوې شخړې، چې د. . .

BACK TO NEWS