د اطلاعاتو او کلتور وزارت کارکوونکو ته د امر بالمعروف او نهې عن‌ المنکر قانون د توضیح او تشریح ناسته جوړه شوه

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۸/۱۶ - ۱۵:۴۲
mopvpe

د امر بالمعروف، نهې عن ‌المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت له لوري د اطلاعاتو او کلتور وزارت مسؤولینو، رئیس صاحبانو او کارکوونکو ته د امر بالمعروف وزارت پوځي مرستیال شیخ سعید احمد شهید خېل، د اطلاعاتو او کلتور وزارت د فرهنګ معین مولوي عتیق الله عزیزي، د ځوانانو چارو معین مولوي محمد یونس راشد او د مالي، اداري او ګرځندوی معین مولوي قدرت الله جمال په شتون کې د امر بالمعروف او نهې عن‌ المنکر قانون د توضیح او تشریح ناسته جوړه شوه.

د امر بالمعروف وزارت پوځي مرستیال شیخ سعید احمد شهید خېل په خپلو خبرو کې وویل: «امر بالمعروف او نهې عن ‌المنکر قانون د اسلامي شریعت، نبوي احاديثو او حنفي فقهې په رڼا کې جوړ شوی چې پکې د امر بالمعروف، نهې عن ‌المنکر او احتساب د چارو سمون ترڅنګ د ټولنې ټولو وګړو شرعي حقونو سربېره د حیواناتو حقونه ( حیواناتو له جنګولو مخنیوی ترسره شوی ) هم خوندي شوي دي». نوموړي ټينګار وکړ چې د دې قانون له مخې محتسبین مکلف دي ترڅو د ښه چلند، نرمښت او لارښوونو له لارې خپلې چارې مخته یوسي.

شيخ صاحب د‌ خپلو خبرو په دوام کې امر بالمعروف وزارت د اسلامي ارشاداتو او احکامو پلي کوونکې او خپرونکې اداره وبلله؛ زیاته یې کړه چې امر بالمعروف او نهې عن‌ المنکر ترسره کول د ټولو مسلمانانو کډه دیني وجېبه ده.

هغه همدا راز د امارتي ادارو ترمنځ د همغږۍ او همکارۍ پر ارزښت وغږېد او له مسؤولینو یې وغوښتل ترڅو د امر بالمعروف او نهې عن‌المنکر قانون د لاښه پلي کېدو او تر ټولنې رسولو کې د یاد وزارت سره همکاري وکړي.

بلخوا د اطلاعاتو او کلتور وزارت مسؤولینو د یادې ناستې په جوړېدا خوښي وښوده او ډاډ یې ورکړ چې د امر بالمعروف او نهې عن‌ المنکر قانون پلي کولو او تر نورو رسولو کې به له هېڅ راز هڅې ډډه ونه کړي.

یاده دې وي چې د ناستې په ترڅ کې د اطلاعاتو او کلتور وزارت کارکوونکو ته د امر بالمعروف او نهې عن‌المنکر قانون یو شمېر مادو د توضیح او تشریح ترڅنګ ټولو ګډون والو ته یو یو ټوک قانون هم ورکړل شو.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۹:۳۳
Background image

کاپیسا کې د محتسبینو او مبلغینو د تعلیم او تربیت عمومي ریاست له لوري څلور ورځنی روزنیز سمینار پای ته ورسېد


د امربالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت اړوند د محتسبینو او مبلغینو د تعلیم او تربیت عمومي ریاست له لوري په کاپیسا ولایت کې د مرکز او ولسوالیو محتسبینو ته د یاد وزارت د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۳۰ - ۱۳:۵۴
Background image

ننګرهار؛ محتسبینو یوه نجلۍ د زیاتو پیسو په بدل کې له ورکولو وژغورله

د ننګرهار د امر بالمعروف، نهي عن المنکر او شکایتونو اورېدلو ریاست مسؤلینو د ښځو حقونو ته په ژمنتیا او په ټولنه کې د ښځو پر وړاندې له تاوتریخوالي د ډکو پېښو د مخنیوي په موخه د دیني. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۳۰ - ۱۰:۳۳
Background image

محتسبینو په نهو ولاتونو کې (۳۵) دښمنۍ او شخړې حل کړې

محتسبینو په لغمان، سرپل، نورستان، کاپیسا، پروان، تخار، بغلان، بدخشان او بامیان ولایتونو په مرکز او ولسوالیو کې د ټولنیز ثبات، د قومي او ژبني تعصباتو د له منځه وړلو او د یووالي روحیې د. . .

BACK TO NEWS