د الجامعة دارالعلوم محمدیة دارالامان د دورة الحدیث د درېیمې دورې د فاضلانو د دستار فضیلت او فراغت غونډه وشوه

fazli_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۵ - ۱۳:۳۴
khbr_mkml_jlsh_.png

د الجامعة دارالعلوم محمدیة دارالامان د دورة الحدیث د درېیمې دورې د سلو تنو فاضلانو د لویې او وړې دورې د دستار فضلیت او فراغت غونډه د ګڼو امارتي مسؤلینو، دیني عالمانو او ځایي خلکو په شتون کې وشوه.

غونډې ته د امر بالمعروف، نهي عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزیر شیخ الحدیث محمد خالد الحنفي صاحب د بخاري شریف د ختم تر څنګ فاضلانو ته په خبرو کې وویل: تاسې ته اوس په ټولنه کې د الهي قوانینو پلي کولو، معروفاتو اقامې، منکراتو مخنیوي او د ټولنې د سمون مسؤولیت در له غاړې شو، لازمه ده چې په پوره توان د ټولنې د سمون لپاره کار وکړئ.

همدارنګه غونډې ته کور او ښار جوړولو وزیر وویل: د الله جل جلاله په وړاندې د نورو بنده ګانو په پرتله د عالم مرتبه لوړه ده او هر چاته چې الله جل جلاله د خیر اراده وکړي؛ علم ور نصیب کړي. د نوموړي په وینا؛ د عالم ذمه واري د نورو خلکو په نسبت ډېره ده، ځکه دیني عالم باید د ټولنې په معنوي او مادي جوړښت کار وکړي او خلکو ته الهي قوانین په هغه ډول ورسوي؛ څرنګه چې یې حق دی.

دغه راز ناستې ته د کابل جهادي مدرسې استاد شیخ الحدیث محمد نعیم حقاني وویل:  د الله جل جلاله قوانین پلي کول او د مظلوم مرسته کول د سیاست غوره معنا ده او دا چاره تر بل هر چا علماء ښه کولی شي، چې په وینا یې؛ الله جل جلاله بنده ګان مکلف کړي دي، چې د خپل شرعي آمر اطاعت وکړي، تر هغو پورې چې په آمرانو کې ښکاره کفر نه وي را ښکاره شوی او خلک یې د الله جل جلاله د اوامرو له پلي کولو نه وي را منع کړي.

د یادولو وړ ده، چې د ناستې په پای کې فاضلانو ته د فراغت سندونه ورکړل شول او غونډه د دعایې په ویلو سره پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۱ - ۹:۱۵
Background image

محتسبینو په دایکندي ولایت کې درې کوډګر نیولي دي

  د دایکندي ولایت محتسبینو د خپلو کړنو پر دوام درې هغه کوډګر، چې د دم او تعویذ په نومونو یې د کورنیو ترمنځ نفاق او ستونزې جوړولې او له خلکو څخه یې د پیسو په بدل کې د کوډو او جادو ناوړه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۱ - ۹:۱۵
Background image

محتسبینو په ننګرهار ولایت کې له دیني عالمانو، قومي مخورو او ځوانانو سره د ناوړه دودونو د مخنیوي په موخه ناسته وکړه

محتسبینو په ننګرهار ولایت کې له دیني عالمانو، قومي مخورو او ځوانانو سره د ناوړه دودونو د مخنیوي، ټولنیز سمون، عامه ذهنیت د سمون او په دې برخه کې له محتسبینو سره د همکارۍ په موخه ناسته. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۱ - ۹:۱۱
Background image

پکتیکا کې د محتسبینو په هڅو ۸۰ کلنه دښمني حل او د ښکېلو اړخونو تر منځ روغه وشوه

   د پکتیکا ولایت د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو ریاست  محتسبینو د خپل دیني، اخلاقي او ټولنیز مسئولیت له مخې د دیني عالمانو او قومي مخورو په منځګړیتوب په ګیان ولسوالۍ. . .

BACK TO NEWS