د امربالمعروف، نهي عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت قدرمن وزیر شیخ الحدیث الحاج مولوی محمد خالد الحنفي د شمالي ولایتونو د سفر په لړ کې؛ بلخ کې له دیني عالمانو او قومي مخورو سره ناسته وکړه

fazli_admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۵ - ۱۴:۳۱
sfr_wzyr_sahb_bh_blkh_15_srtan_1405

 د امربالمعروف، نهي عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزیر، شیخ الحدیث الحاج مولوی محمد خالد الحنفي شمالي ولایتونو ته د خپل رسمي سفر پر مهال په بلخ  کې د فاریاب، سمنګان، جوزجان، بلخ  او سرپل ولایتونو له دیني عالمانو، قومي مخورو، متنفذینو او مسؤلینو سره د امربالمعروف، نهي عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت د شرعي قانون د تطبیق، د معروفاتو اقامې او د منکراتو د مخنیوي په موخه د همغږۍ ناسته وکړه.

محترم شیخ صاحب د ناستې ګډونوالو ته وویل: تاسې علماء یاست، ستاسې مسؤلیت دی، چې الهي احکام په هغه ډول تر خلکو ورسوئ، چې څنګه حق دي، تر څو په ټولنه کې د بدیو مخه ونیول شي او الهي قوانین تطبیق شي.

شیخ صاحب زیاته کړه: داسې فکر و نه کړئ، چې په نېکو امر او له بدیو منع یوازې په یاد وزارت پورې منحصر دي. علماء د انبیاوو علیهم السلام وارثین او د دین تنفیذونکي دي.

دغه راز شیخ صاحب د خپلو خبرو پر مهال دیني عالمانو، متنفذینو او قومي مخورو ته په خطاب کې وویل: دښمنانو پر اسلامي نظام د خلکو د بې اعتمادي لپاره تبلیغاتو ته ملا تړلې ده؛ پام کوئ چې تاسې غافل نه شئ.

د ناستې په پای کې له یادو ولایتونو راغلو علماء کرامو، متنفذینو او قومي مخورو هم خبرې وکړې او له محتسبینو سره مرسته او په ټولنه کې د معروفاتو اقامه او د منکراتو مخنیوی یې خپل شرعي مسؤلیت یاد کړ.

د یادولو وړ ده، چې د امربالمعروف، نهي عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزیر شیخ الحدیث محمد خالد الحنفي د یاد سفر په دوام تېره ورځ په کندز کې د بدخشان، تخار او بغلان ولایتونو له دیني عالمانو، متنفذینو او قومي مخورو سره هم ناسته وکړه او د ولایتي سفرونو دا لړۍ به دوام ولري.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۹:۳۸
Background image

محتسبینو په بلخ، کابل او تخار ولایتونو کې ۹ دښمنۍ او شخړې حل کړې

محتسبینو د کابل، بلخ او تخار ولایتونو کې د قومي او ژبني تعصباتو د له منځه وړلو او ټولنیز ثبات په موخه د کورنیو تر منځ د مېرمنو حقونو، خپلمنځي شخړو او ورته نورو مسایلو له امله رامنځته. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۹:۲
Background image

محتسبینو په شپږو ولایتونو کې له سوداګرو او هټۍوالو سره اصلاحي ناستې وکړې

محتسبینو د خپلو ورځنیو کړنو پردوام د دې وزارت له لارښوونو سره سم په تخار، بلخ، پروان، نیمروز، غور او پکتیکا ولایتونو کې د سالم اقتصادي نظام د رامنځته کولو، نرخونو کنټرول، تاریخ تېر. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۸:۴۲
Background image

محتسبینو د هېواد په درې ولایتونو کې ۱۱ دښمنۍ او شخړې حل کړې

محتسبینو د بامیان، تخار او دایکندي ولایتونو په مرکز او یو شمېر ولسوالیو کې د ټولنیز ثبات، قومي او ژبني تعصباتو د له منځه وړلو په موخه  د کورنیو تر منځ د مېرمنو حقونو، خپلمنځي شخړو او. . .

BACK TO NEWS