د امربالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت د روان (۱۴۰۵) کال د ثور میاشتې د مهمو کړنو او لاسته راوړنو راپور

fazli_admin
شنبه ۱۴۰۵/۳/۲ - ۸:۴۴
d_thwr_myasht_lasth_rawrny.jpg

د امربالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت مسؤلینو او منسوبینو د روان (۱۴۰۵) کال په ثور میاشت کې د بدو او ناوړه دودونو د مخنیوي، د قومي، ژبني او کورنیو دښمنیو حل، عامه ذهنیت د سمون، د مېرمنو د حقونو خوندیتوب، له سوداګرو سره اصلاحي ناستو کې ګڼ شمېر لاسته راوړنې درلودلې دي.

د یاد وزارت محتسبینو د هېواد په کچه د مېرمنو د حقونو ته د رسېدنې په برخه کې (۵۲۴) بېلا بېلو قضیو ته رسېدنه کړې، چې د یادې شمېرې له مخې  (۶۹) د میراث (۴۵) د ولور، (۲۸۰) د کورني تاوتریخوالي، (۴۶) د اجباري نکاح ګانو، (۳۷) د  نفقې ، (۲۱) مېرمنو ته  د شرعي نکاح زمینه برابره شوې او (۲۶) د طلاق قضیې حل شوې دې.

 دغه راز  د یاد وزارت محتسبینو په ټولنه کې د خرافاتي کړنو د مخنیوي او د یوې سالمې اسلامي ټولنې د رامنځته کولو په موخه د هېواد په یو شمېر ولایتونو (۵۴) کوډګر نیولي او د شرعي پرېکړې په موخه یې اړوندو ارګانونو ته سپارلي دي.

ورته مهال د د ې وزارت محتسبینو د هېواد په ټولو ولایتونو کې د یو سالم اقتصادي نظام د رامنځته کولو، نرخونو کنټرول، تاریخ تېرو موادو له منځه وړلو، سود، احتکار، په ترازو کې د خیانت کولو د مخنیوي او د با کیفیته موادو بازار ته د وړاندې کولو په موخه له سوداګرو او هټي والو سره (۷۷۰) اصلاحي ناستې کړې او له شل ټنه زیات تاریخ تېر خوراکي او غیر خوراکي توکي یې له منځه وړي دي.

همدا رنګه د امربالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت محتسبینو د یووالي، قومي او ژبنو تعصباتو د مخنیوي موخه (۲۹۰) قضیې حل کړې دي، چې له جملې یې (۵۰) قومي دښمنۍ پر دوستۍ بدلې شوې او پاتې (۲۴۰) بېلا بېلې لویې او وړې دښمنۍ حل شوې دي.

د یادولو وړ ده، چې د یاد وزارت محتسبینو د روان (۱۴۰۵) کال په ثور میاشت کې د هېواد په ټولو ولایتونو کې له قومي مخورو، دیني عالمانو او ځوانانو سره د اسلامي کلتور د عامولو، ناوړه دودونو د مخنیوي، عامه ذهنیت د سمون او د اسلامي ارزښتونود  ساتنې په موخه (۱۶۴۸) بېلا بېلي اصلاحي ناستې تر سره کړې دي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۹:۳۸
Background image

محتسبینو په بلخ، کابل او تخار ولایتونو کې ۹ دښمنۍ او شخړې حل کړې

محتسبینو د کابل، بلخ او تخار ولایتونو کې د قومي او ژبني تعصباتو د له منځه وړلو او ټولنیز ثبات په موخه د کورنیو تر منځ د مېرمنو حقونو، خپلمنځي شخړو او ورته نورو مسایلو له امله رامنځته. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۹:۲
Background image

محتسبینو په شپږو ولایتونو کې له سوداګرو او هټۍوالو سره اصلاحي ناستې وکړې

محتسبینو د خپلو ورځنیو کړنو پردوام د دې وزارت له لارښوونو سره سم په تخار، بلخ، پروان، نیمروز، غور او پکتیکا ولایتونو کې د سالم اقتصادي نظام د رامنځته کولو، نرخونو کنټرول، تاریخ تېر. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۸:۴۲
Background image

محتسبینو د هېواد په درې ولایتونو کې ۱۱ دښمنۍ او شخړې حل کړې

محتسبینو د بامیان، تخار او دایکندي ولایتونو په مرکز او یو شمېر ولسوالیو کې د ټولنیز ثبات، قومي او ژبني تعصباتو د له منځه وړلو په موخه  د کورنیو تر منځ د مېرمنو حقونو، خپلمنځي شخړو او. . .

BACK TO NEWS